د ځوانانو مناظره: هلمند دويم پړاو ټاکنو ته خپل چمتووالی اعلان کړ

د ځوانانو مناظره: هلمند دويم پړاو ټاکنو ته خپل چمتووالی اعلان کړ

په افغانستان کې د محمد ولي ځيرک ليکنه

د سويلي ولايت، هلمند چارواکي ټينگار کوي چې د ولسمشرۍ لپاره د دويم پړاو ټاکنو ته پوره چمتو والی لري.

په هلمند کې د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند، شفيع الله ساپي وويل، د هغه اداره "٩٥ سلنه"چمتو ده چې سيالۍ ته د ولاړو دوو مخکښو نوماندانو؛ عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي تر منځ د دويم پړاو ټاکنې تنظيم کړي.

سره له دې چې د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنو وروستۍ پايلې تر اوسه څرگندې شوې نه دي، خو لومړنيو شمېرو ته په پام د دويم پړاو ټاکنو ته اړتيا ليدل کيږي.

د می په يوولسمه د هلمند پوهنتون محصلانو ته د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې هغه پر محصلانو غږ وکړ چې يو ځل بيا د لومړني پړاو په څېر په خپل پراخ گډون په دويم پړاو ټاکنو کې برخه واخلي.

په لومړي پړاو ټاکنو کې د رايه ورکوونکو شمېر له اټکل بهر و. شاوخوا اووه مليونه افغانان په بشپړ ملي وياړ په اوږدو ليکو کې ساعتونه، ساعتونه د رايې ورکولو لپاره ولاړ وو. 

د بست د سيمه ييزې رادېو خبريال، احمد شاه پاڅون د مناظرې برخوالو ته وويل: "په دويم پړاو ټاکنو کې گډون زموږ په گټه دی، ځکه يو پياوړی او غښتلی حکومت موږ ته ډېر اهميت لري."

هغه وويل: "موږ بايد هيڅکله دا ونه وايو چې ټاکنې دې دويم پړاو ته نه ځي. دا د دې بهير برخه او د حل يوه لاره ده."

د آی ډبليو پي آر مناظره په لښکرگاه کې جوړه شوې او لږ و ډېر سلو تنو محصلانو پکې گډون کړی وو. په ويناوالو کې پر ساپي سربېره د سيمه يزو خصوصي پوهنتونونو د ټولنې مرستيال، عبدالستار ستوری او د پوهنتون د ارواپوهنې استاد، عبدالمناف فردين شامل وو. 

فردين محصلانو ته په وينا کې وويل، د ټاکنو د بهير برياليتوب نړۍ ته دا څرگنده کړه چې افغانستان اوس سياسي پوخوالي ته رسېدلی او خلک يې چمتو دي يو پراخ او مسؤول حکومت رامنځته کړي.

هغه افغان امنيتي پوځونه د ياغيانو گواښونو ته د غبرگون څرگندولو له امله وستايل او ويې ويل، د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنو له شک پرته دا څرگند ه کړه چې هېواد يې کولای شي له نړيوالې مرستې پرته خپل امنيت په خپله وساتي. 

د مناظرې په وروستۍ برخه کې فردين د دويم پړاو ټاکنو د خطرونو په اړه گوته وڅنډله. هغه ومنله چې بيا ټاکنې زيات لگښت غواړي او گوته يې وڅنډله چې کېدای شي د دوو نوماندانو د رايه ورکوونکو تر منځ قومي توپيرونه رامنځته شي. له عبدالله څخه به د واکمنو تاجيکو او هزاره سيمو اوسيدونکي ملاتړ وکړي، ځکه هغه د تاجيک توکمه پنجشېر، اصلي اوسيدونکی دی. غني ته د زياترو پښتنو د خوښې شخص په سترگه کتل کيږي.      

فردين وويل: "دويم پړاو له درېو جدي ستونزو سره مل دی؛ مالي لگښت، امنيتي تضمينونه او په قومي بنسټ د توپيرونو د رامنځته کېدو شونتيا."

محمد ولي ځېرک د هلمند پوهنتون محصل او دآی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists