د ځوانانو مناظره: نوی ولسمشر بايد ملي يووالی تامين کړي

د ځوانانو مناظره: نوی ولسمشر بايد ملي يووالی تامين کړي

په افغانستان کې د سخيداد مهدي يار ليکنه

د آی ډبليو پي آر په مناظرې کې واورېدل شول چې د ولسمشر حامد کرزي ځايناستی بايد د ملي يووالي د احساس د پياوړي کېدو لپاره کار وکړي.

د بلخ پوهنتون يو مشر استاد، ناصر اميني محصلانو ته وويل، قومي توپيرونو له اوږدې مودې راهيسې افغاني سياست تر اغېز لاندې راوستی دی.

په مزارشريف کې په جوړې شوې يوه ساعته غونډې کې اميني پر افغانانو غږ وکړ چې د خپلو ټاکلو سيمه ييزو گټو پرځای په خپل هېواد کې وحدت او يووالي ته کار وکړي.

هغه له حکومت غوښتنه وکړه، قومي تاوتريخوالي له منځه يوسي او داسې سياسي نظم ته پراختيا ورکړي چې د ټولو خلکو استازيتوب وکړای شي.

هغه د غونډې گډون کوونکو ته وويل: "موږ وخت ته اړتيا لرو چې قومي تفرقه له منځه يوسو. حکومت مو بايد په دې اړه ډېر کار وکړي. له بده مرغه د واک اوسني جوړښت بېلابېل افغاني قومونه سره وېشلي او يو له بله يې لرې کړي دي."

په افغانستان کې بېلابېل قومونه استوگنه لري؛ پښتانه د هېواد په سويل او ختيځ کې اوسي چې د هېواد ډېره کی جوړوي. تاجيک او هزاره گان په ترتيب سره دويم او درېم لوی قومونه دي. ازبک، ترکمن او نور لږه کي د هېواد پاتې قومونه جوړوي. 

سياسي شنونکي او ويناوال، رجب ابراهيمي د غونډې برخوالو ته وويل، د هغه په اند د څو پرله پسې حکومتونو په سياست کې د بېلابېلو ډلو تر منځ د تعصب او بې اعتمادۍ احساس لاسبری و.   

هغه وويل، لا اوس هم په موجود سياسي جوړښت کې افغانان په قومي بنسټونو ډډه لگوي. له تاريخي پلوه افغان سياست د پښتنو په لاس کې دی، د کرزي په گډون ټول دولتي مشران په نوموړي قوم پورې اړوند دي. 

ابراهيمي گډون کوونکو ته وويل: "دولت په دې کې پاتې راغلی چې خلکو ته ثابته کړي د ټولو خلکو په گټه کار کوي. د حکومتي چارواکو د دوه گوني چلن له امله"خلک انگيري چې پرېکړې د قومي تعصب له مخې سرته رسيږي.

د ټولنيزو چارو شنونکي او د غونډې ويناوال، مرتضی فرامند د اپرېل په پنځمه نېټه د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په لومړي پړاو کې د ځوانانو د پراخ گډون يادونه وکړه.

هغه وويل، ځوانانو نړۍ ته ثابته کړه چې د هېواد راتلونکي بدلون ته هو وايي.

هغه وويل: "ځوانان بايد له دودونو څخه فارغ وي او دوی خپل حضور اوشتون د ژوند په هر ډگر کې يې خلکوته وښایی. پر خپلو ځوانانو باور پر راتلونکې د باور معنا لري."

سخيداد مهدي يارد بلخ پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists