د ځوانانو مناظره: نوی حکومت بايد کار د کار اهل ته وسپاري

د ځوانانو مناظره: نوی حکومت بايد کار د کار اهل ته وسپاري

په افغانستان کې د رحيم گل نايل ليکنه

د خوست ولايت د سياستوالو د وينا له مخې په افغانستان کې د سولې او سوکالۍ هيلې د هغه حکومت له جوړښت سره تړاو لري چې [د چارواکو گومارنې پکې] د واسطې پرځای د اهليت او شايسته گۍ له مخې تر سره شي.

د خوست ولايت د ولايتي شورا مشر، سيد کريم خان خاکسار د محصلانو يوې غونډې ته وويل،  د دې ولس راتلونکی پرمختگ د اوسني ولسمشر، حامد کرزي د ځايناستې په وړتيا پورې تړلی، ترڅو داسې يوه کابينه جوړه کړي چې [غړي يې] د پوهې او تجربې خاوندان وي. 

خاکسار د جنورۍ په لومړۍ نېټه په خوست پوهنتون کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې مناظرې کې وينا کوله چې څه دپاسه سلو تنو محصلانو له نوي حکومت څخه د خپلو هيلو او غوښتنو په موخه پکې گډون کړی وو.

افغانان د اپرېل په پنځمه نېټه د ولسمشرۍ د څوکۍ او ولايتي شوراگانو لپاره ټاکنې کوي. دا به لومړی ځل وي چې د يوه دولت مشر په سوله ييز ډول بل مشر ته واک لېږدوي.

زيات شمېر افغانان راتلونکو ټاکنو ته هيله من دي يوه ښه راتلونکې به ولري، خو له دې هيلې سره سره د فساد او کورنۍ جگړې له دوام څخه ډاريږي چې د کرزي د کار موده يې غړنده کړې ده. دمگړۍ افغانستان په نړيواله کچه له فساد څخه د ډکو هېوادونو د لست په وروستۍ برخه کې له شمالي کوريا او سوماليا سره همغاړی دی. 

خاکسار وويل: "موږ د حکومت په ټولو ادارو کې گورو چې خلک يوازې د واسطې له لارې گومارل شوي. بايد زموږ راتلونکی ولسمشر يوه پياوړې کابينه جوړه کړي، ښه واليان او ولسوالان او همدارنگه د امنيي تکړه قوماندانان پر کار وگوماري چې د هېواد د ستونزو د هوارۍ جوگه وي."

د ولايتي شوراگانو ټاکنې به د ولسمشرۍ له ټاکنو سره هم مهاله ترسره شي.

د غونډې زياتره گډونکوونکي سره يوه خوله وو چې افغانستان کولای شي د ټاکنو له لارې يوه روښانه راتلونکی ولري. ټاکنې دموکراتيکو ارزښتونو ته لار هواروي او د مليونونو خلکو غږ، چې تغيير او بدلون غواړي، د خلکو غوږونو ته ورسوي. يو شمېر نورو برخوالو د پام وړ اغېزو ته، په تېره بيا په امنيتي ډگر کې، لږه هيله درلوده.  

د خوست د پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي رئيس، محمدالله مندوزی د خاکسار له وينا سره موافق و چې سوله ييزه راتلونکې له ښې حکومتوالۍ سره تړاو لري. هغه وويل، نوې اداره بايد قانون يو شان پلی کړي او چا ته پکې استثنا قايل نشي. 

هغه وويل: "موږ غواړو او تمه لرو، يو پياوړی حکومت رامنځته شي چې د خلکو سوکالي او نېکمرغي ډاډمنه کړي."

د غونډې بل ويناوال، مدني فعال، مالي خان يعقوبي د غونډې برخوالو ته وويل، د خوست ولايت د سړکونو، ټولگټو پروگرامونو او عصري هوايي ډگر په گډون نوو بنسټيزو جوړښتونو ته سخته اړتيا لري. 

هغه وويل: "خلک د خوست او گردېز تر منځ نوي سړک او همدارنگه د خوست هوايي ډګر پراختيا ته سترگې په لار دي، چې بايد ژر بشپړ شي. همدارنگه د اوبو تنظيم او برښنا ته هم اړتيا لرو."

رحيم گل نايل، په خوست ولايت کې د پوهنتون يو محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists