د ځوانانو مناظره: نوماندان او رايه ورکوونکي بايد تگلارو ته پام وکړي

د ځوانانو مناظره: نوماندان او رايه ورکوونکي بايد تگلارو ته پام وکړي

په افغانستان کې د عبدالرقيب نوري ليکنه

د افغانستان د پکتيا ولايت محصلانو پر يوولسو تنو نوماندانو غږ وکړ، که په راتلونکو ټاکنو کې هر چا د ولسمشر حامد کرزي ځای ونيو، بايد زده کړې، اقتصاد او امنيت ته پام واړوي.

د پوهنتون محصلانو، چې په گردېز ښار کې يې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې گډون کړی وو، پر نوماندانو غږ وکړ، داسې تگلارې وړاندې کړې چې د دې جگړه ځپلي هېواد لپاره هم عملي وي او هم رښتينې. هغوی وويل، ځوانانو ته بايد زيات فرصتونه ورکړل شي.

د فبرورۍ د دولسمې نېټې په غونډه کې د پکتيا پوهنتون د سياسي علومو استاد، عبدالمتين جليلي د اپرېل د پنځمې نېټې پر ټاکنو ټينگار وکړ او خلکو ته يې وويل د چالاکو او ژبورو نوماندانو تر اغېز لاندې رانشي. تگلارې او پروگرامونه د شخصيتونو ځلوونکي دي.

د آی ډبليو پي آر مناظره د پکتيا پوهنتون په محوطه کې جوړه شوې وه او سلو تنو محصلانو او د مدني ټولنو فعالانو پکې گډون کړی وو. په ويناوالو کې د پکتيا ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون د عامه پوهاوي کارکوونکي، شېرعلي فيضي، د "پکتيا کور"د مدني ټولنې مشر، رفيع هميم او د پکتيا د مطبوعاتو د کلوپ مشر، احسان الله مهجور برخه اخيستې وه.  

هميم يادونه وکړه، پکتيا ولايت، چې له پاکستان سره په گډه پوله پروت دی، د بنسټيزو تاسيساتو له امله په سيمه کې کمزورې او وروسته پاتې سيمه ده. د ليک لوست کچه پکې ټيټه ده او انټرنيټ لاسرسی پکې لږ دی. تر ټولو ښه لاره، چې نوماندان پرې رايه ورکوونکو ته ځانونه رسولای شي، راديو ده.

هغه محصلانو ته وويل: "خلک د ليک لوست د کچې د ټيټوالي له امله چاپي خپرونې نشي لوستلای. آنلاين ژورناليزم د انټرنيټ د نشتوالي له امله اغېزمن نه دی. تلويزيونونه هم د برښنا د نشتوالي له امله فعال نه دي. ښه لاره، چې نوماندان پرې ولسونو ته رسيږي، رادېوگانې دي."

مهجور د ازادو رسنيو پر اهميت رڼا واچوله. هغه وويل، ژورنالستان مسؤوليت لري چې د هېواد په ټولو برخو کې واقيتونه منعکس کړي. له خلکو سره حساب کول د ازادې او پرانيستې ټولنې لپاره اړين کار دی. 

هغه وويل: "لا له وړاندې داسې نښې نښانې شته چې حکومتي چارواکو له دولتي امکاناتو څخه د ټاکلو نوماندانو لپاره گټه اخيستې ده. دا له قانون څخه سرغړونه ده."

فيضي هم ومنله چې د کمپاين لپاره د حکومتي امکاناتو يا پيسو کارول ناقانونه کار دی او ويې ويل، د درغلۍ هر رپوټ په وړاندې به د ټاکنو د شکايتونو د کميسون له خوا جدي غبرگون وښودل شي.

هغه وويل: "پر کوچنيو سرغړونو به نغدي جريمه ولگول شي، خو جدي او لويې سرغړونې به له ليسته د نوماند د ايستلو لامل شي."

عبدالرقيب نوري د پکتيا پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.


Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists