د ځوانانو مناظره: محصلان چارواکي د ټاکنو د اساساتو په اړه ازمايي

د ځوانانو مناظره: محصلان چارواکي د ټاکنو د اساساتو په اړه ازمايي

په افغانستان کې د سيد تاج محمد ليکنه

د کندهار د پوهنتون محصلانو د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې د افغانستان د ټاکنو د قانون په اړه له حکومتي چارواکو پوښتنې وکړې.

د جنورۍ په ٢٨ نېټې غونډې کې محصلان خپلو پوښتنو ته د ځوابونو په لټه کې وو، هغه دا چې ولې د رايو ورکولو لپاره د ١٨ کلنۍ عمر ټاکل شوی او ولې د ولايتي شوراگانو نوماندان د پوهنتون سند ته اړتيا نه لري.   

د خالد په نامه د برخه والو يو تن وپوښتل، ولې د کندهار د ټاکنو د کميسون مشر، چې د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنې اداره کوي، د افغانستان له بل ولايت څخه گومارل شوی.

د مدنې ټولنې يوه فعال، داود زمري وويل دا به مناسبه وای چې له خپل ولايت [کندهار] څخه يو څوک دې دندې ته گومارل شوی وای، خو زياته يې کړه، اړينه داده چې تر ټولو غوره نوماند وگومارل شي. هغه وويل: "دا پرېکړه تر یوه حده د دې لپاره شوې چې د درغلۍ مخه ونيول شي."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون له ولايتي وياند، عرفان ضيا څخه وپوښتل شول چې ولې يوازې له اتلسو کلونو څخه د پورته عمر خاوندان د رايې ورکولو حق لري. 

هغه محصلانو ته وويل:"دا کار د دې لپاره شوی چې په دې عمر کې يو شخص کوچنی نه گڼل کيږي."

د احمد بشير په نامه يوه بل محصل له ويناوالو وپوښتل، ولې د افغانستان د ټاکنو قانون له ولايتي نوماند څڅه غواړي چې کولای شي يوازې د دولسم ټولگي فارغ التحصيل وي، نه د پوهنتون.

هغه وپوښتل: "ولې هغه د ليسې دورې تر زده کړو پورې محدوده شوې؟"

ضيا په ځواب کې وويل، "معيار د دې لپاره ټيټ نيول شوی چې په افغانستان کې زده کړې کمزورې دي."

هغه وويل: "په دې توگه به افراد په ټولو برخو کې د دې وړتيا ولري چې د خپلې ولسوالۍ استازيتوب وکړای شي. څنگه چې د زده کړو کچه په هېواد کې مخ په لوړېدو ده، معيار به هم له هغې سره سم لوړ کړای شي."

سيد تاج محمد د کندهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists