د ځوانانو مناظره: قومي توپيرونو د ولسمشرۍ لپاره د دويم پړاو پر ټاکنو سيوری غوړولی

د ځوانانو مناظره: قومي توپيرونو د ولسمشرۍ لپاره د دويم پړاو پر ټاکنو سيوری غوړولی

په افغانستان کې د سخيداد مهدي يار ليکنه

د افغانستان د شمالي ولايت، بلخ رايه ورکوونکو اندېښنه څرگنده کړې چې د ولسمشرۍ لپاره د دويم پړاو ټاکنېزې مبارزې د قومي تړاوونو له مخې سرته رسيږي.

د آی ډبليو پي آر له خوا د می د مياشتې د ٢٧ نېټې رابلل شوې مناظرې ويناوالو ادعا وکړه چې دويم پړاو ته د ولاړو دوو نوماندانو ټاکنيزې مبارزې د ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره تر ډېره بريده پر قومي ميراثونو او تېرو تاريخي وفاداريو څرخيږي.

عبدالله عبدالله، چې د اپرېل د پنځمې نېټې په لومړي پړاو تاکنو کې يې ٤٥ سلنه رايې وړې وې د افغانستان د شمالي سيمو په تاجکانو پورې تړل کيږي. سيال يې اشرف غني احمدزی، چې ٦ ، ٣١ سلنه يې رايې يې ترلاسه کړې وې، د هېواد د ډېره کي توکم، پښتنو په يوې لويې متنفذې کورنۍ پورې تړلی دی.

د مدني ټولنې فعال، فضل الرحمن فکرت په مزارشريف کې د يوې جوړې شوې غونډې گډون کوونکو محصلانو ته وويل: "نوماندانو د قومي او دينې موضوعگانو په اړه پر خبرو اترو او له يو بل سره پر لفظې مشاجرو سياسي فضا خړه پړه کړې ده. يو شمېر [رايه ورکوونکو] د ټاکنو پر خپلواک کميسون خپله بې باوري څرگنده کړې او يو شمېر نورو بيا د حکومتي کارکوونکو له لاسوهنې څخه شکايتونه کړي او له دې امله يې د بهير پر شفافيت شک څرگند کړی. دا ټول د دې لامل شوي چې په دويم پړاو ټاکنو کې له گډون سره د خلکو مينه لږه شي."

د بلخ پوهنتون د ژورناليزم استادې، ليلا حبيبي د غونډې برخوالو ته وويل، د کمپاين لهجې او بڼې له شک پرته د جون ١٤ د ټاکنو راروانه ورځ بدله کړه.

هغې وويل، پر قومي تړاوونو د تمرکز له امله تر يوې کچې د رسنيو شبکې مسؤولې دي او له هغوی يې غوښتنه وکړه چې په خوار مسؤوليت خپله دنده پر مخ يوسي.

نوموړې محصلانو ته وويل: "د نوماندانو چال چلن تر ډېره پر قوميت څرخيږي. دا موضوع رسنيو پراخه کړه او کمپاين پر زياترو اړخونو د قومي تړاوونو له امله رپوټونه چمتو کوي. هغوی د نوماندانو تگلارو ته لږ پام کوي. رسنيو ته په کار ده چې په دې اړه ډېر مسؤولانه گامونه پورته کړي. هغوی بايد داسې پروگرامونه جوړ کړي چې د قومي موضوعگانو اور ته پکی ونه وهل شي، پر ځای يې ولس ته د نوماند د سياسي تگارې او پلاتفورم روڼ انځور وړاندې کړي."

د جواد په نامه يوه گډون کوونکي له ويناوالو وپوښتل، څنگه کېدای شي په افغانستان کې د ملي يووالي احساس پياوړی شي او قومي سيالۍ پکې له منځه لاړې شي.

فکرت په ځواب کې وويل، دواړه نوماندان او همدارنگه پخپله رايه ورکوونکي دنده لري په هېواد کې د مېشتو بېلابېلو قومي ډلو تر منځ پوهاوی رامنځته کړي. هغه گوته وڅنډله، تعصب او گوښه کول يوازې د بې ثباتې لامل دی.  

هغه وويل: "د گډ ژوند وړتيا بايد له پاس څخه لاندې ته راوغځيږي. دا بايد له دولت څخهپيل شي او خلکو ته راورسيږي او پلې شي. زموږ د ټولنې هر فرد د تابعيت په چوکاټ کې شامل دی، قومي تړاو خپل ارزښت له لاسه ورکوي."

د ټاکنو د خپلواک کميسون مرستيال، احمد احدي خوشبيني څرگنده کړه چې په دويم پړاو کې به د رايه ورکوونکو شمېره زياته وي.

هغه وويل: "ملکانو او قومي مشرانو موږ ته له سلو څخه زيات غوښتنليکونه رالېږلي چې د هغوی په سيمو کې د رايې ورکولو د مرکزونو شمېر زيات کړو. دا خبره د دې ښکاروندوی ده چې په دويم پړاو کې د خلکو د گډون مينه لوړه ده."

سخيداد مهدي يار د بلخ پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists