د ځوانانو مناظره: رايه ورکوونکي بايد د ټاکنو ټول بهير وڅاري

د ځوانانو مناظره: رايه ورکوونکي بايد د ټاکنو ټول بهير وڅاري

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د نثار احمد ليکنه

د سويلي ولايت، کندهار پر محصلانو ټينگار وشو چې د ټاکنو د دويم پړاو ملاتړ وکړي، ځکه د افغانستان د راتلونکي ولسمشر په اړه پرېکړه کوي.

د اپرېل په ٢٤ د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې ويناوالو پرمحصلانو غږ وکړ، هغوی دنده لري چې پر ټاکنو خپل تمرکز ته دوام ورکړي او دا بهير تر پايه وڅاري.

په افغانستان کې يو شمېر سياسي شنونکو ډار څرگند کړی چې د می د مياشتې په ٢٨  نېټه د دويم پړاو پلان شوو ټاکنو کې به د رايه ورکوونکو په شمېر کې د طالبانو د لا زياتو گواښونو له امله د پام وړ لږوالی راشي، چې غواړي د رايې ورکولو بهير گډوډ کړي.

دويم پړاو ټاکنې به د دوو تنو مخکښو نوماندانو، د بهرنيو چارو د پخواني وزير، عبدالله عبدالله او د نړيوال بانک د پخواني اجرايه مدير، اشرف غني احمدزي ترمنځ ترسره شي، ځکه هيڅ نوماند په لومړي پړاو ټاکنو کې هغومره رايې نه دي تر لاسه کړي چې د ولسمشرۍ څوکۍ وگټي.

د کندهار پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځې محصل، محمد نسيم وپوښتل ولې [د پوهنتون] استادان او ښوونکي د ټاکنو په اړه دومره چيغې وهي، په داسې حال کې چې په ولايتونو کې ديني عالمان يا چوپه خوله دي او يا د ټاکنو مخالف دي.

د ژورنالېزم يوه استاد، شېرخان افغان په ځواب کې وويل: "د ملايانو هغه [ټاکنې] نه خوښيږي، ځکه اوسنی حکومت د بهرنيانو تر اغېزلاندې دی. دا د دې معنا نه لري چې موږ دې چوپه خوله پاتې شو او رايه دې ورنه کړو. موږ بايد د حل يوه لاره ومومو او خپل برخليک پخپله وټاکو."

مناظره په کندهار پوهنتون کې جوړه شوې وه او شاوخوا سلو تنو محصلانو پکې گډون کړی وو. په ميلمنو ويناوالو کې د کندهار د عصري علومو د انستيتوت رئيس، احسان الله احسان او د هغه ولايت د ميرويس نيکه د پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي رئيس، سلطان محمد شامل وو.

نثار احمد د کندهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists