د ځوانانو مناظره: رايه ورکوونکي بايد د دويم پړاو ټاکنو ملاتړ وکړي

په افغانستان کې د رحيم گل نايل ليکنه

د ځوانانو مناظره: رايه ورکوونکي بايد د دويم پړاو ټاکنو ملاتړ وکړي

په افغانستان کې د رحيم گل نايل ليکنه

د هلمند او خوست پوهنتونونو محصلانو د ويديويي مناظرې ويناوالو پر افغان ځوانانو غږ وکړ چې د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنو بشپړ ملاتړ وکړي.

د سکايپ له لارې استادانو او قومي مشرانو محصلانو ته وويل، نوماند ته د رايې ورکولو دمخه بايد د هغه په اړه ښه فکر وکړي، ځکه د افغانستان راتلونکې د هغوی په لاسونو کې ده.

د می د مياشتې د ٣١ نېټې مناظرې برخوالو ته په وينا کې په خوست ولايت کې د لنکن د زده کړو د مرکز مشر، نصير احمد روشن ټينگار وکړ چې بايد د ولسمشر حامد کرزي د ځايناستي د ټاکلو لپاره د قوميت پر ځای اهليت په پام کې ونيول شي.

هغه وويل، د جون پر ١٤ بريالۍ ټاکنې هم د هېواد د لنډې مودې سوکالۍ او هم د اوږدې مودې پراختيايي موخو لپاره ډېرې اړينې دي.

نوموړي گوته وڅنډله: "د وسله والو مخالفو ډلو د بريدونو زياتوالی او همدارنگه پر ټاکنو د خپلواک کميسون د رايه ورکوونکو بې باوري دواړه داسې لاملونه دي چې کېدای شي په دويم پړاو کې د گډون کولو کچه ټيټه کړي."

نوموړي زياته کړه: "د افغانستان برخليک او راتلونکې په دې پورې تړلې چې تاسو (رايه ورکوونکي) څه کوئ. د نوماندانو سياسي او اقتصادي پروگرامونه بايد مطالعه شي او هغه چاته رايه ورکړو چې له دې هېواد سره مينه لري. له قوميت سره په تړاو کې بايد د نوماند ملاتړ ونه کړئ."

د هلمند ولايت يو قومي مشر، عليشاه مظلوميار د روشن بيغام يو ځل بيا تکرار کړ او مناظرې ته يې وويل، ډاډمن دی چې د هغه د ولايت رايه ورکوونکي به د ټاکنو ملاتړ وکړي. هغه وويل، د ولس خلک په گډون کولو خوښ دي، په دې شرط چې که رايې يې يو څه پايله ورکړي او امنيت ښه وي.

هغه وويل: "په افغانستان کې د قانوني او مشروع سيستم د رامنځته کولو لپاره د هلمند خلک گډون کولو ته تر دې کچې چمتو دي چې نورو ولايتونو ته يوه بېلگه شي."

د خوست د ولايتي شورا غړې، زهرې جلال د مناظرې گډون کوونکو ته وويل، د دې ولايت ځينې ولسوالۍ، چې له پاکستان سره گډه پوله لري، د ناکرارۍ مخنيه لري او سيمه د ياغيانو له پام وړ گواښونو سره مخامخ ده. زيات شمېر رايه ورکوونکي د امنيت د نشتوالي له امله اندېښمن دي چې په ټاکنو کې ونډه واخلي.

هغې محصلانو ته وويل: "ښځې په يو شمېر سيمو کې هيڅ رايه نشي ورکولای. بله ستونزه سيمه ييز رسم او دود دی چې ښځو ته اجازه نه ورکوي خپلې رايې ورکړي."

"د عامه پوهاوی او د امنيت د ښه والي له امله به زيات شمېر خلک په ټاکنو کې گډون وکړي."

رحيم گل نايل د خوست پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists