د ځوانانو مناظره: د ټاکنيزو درغليو په اړه په خپلو کې مخالفت

د ځوانانو مناظره: د ټاکنيزو درغليو په اړه په خپلو کې مخالفت

په افغانستان کې د محمد عيسی آريا ليکنه

د افغانستان په شمال ختيځ ولايت، کندوز کې د آی ډبليو پي آر د مناظرې ويناوالو د تیرې مياشتې په ټولټاکنو کې د درغليو د کچې په اړه په خپلو کې سره تاوتريخوالي ته ورسیدل.

د کندوز پوهنتون يوه استاد، محمود صدري وويل،زيات شمېر خلک په دې اند دي چې د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنې د "کورنيو او بهرنيو سازمانونو"له خوا له لارې وايستل شوې، په داسې حال کې چې د ټاکنو د خپلواک کميسون سيمه ييز وياند، حميدالله بلوچ د هغې د برياليتوب ادعا کوله.  

صدري د می په ٢١ په يوې جوړې شوې غونډې کې محصلانو ته د خبرو پرمهال ټينگار وکړ چې له ولايتي شوراگانو سره په يوه مهال د ولسمريزو ټاکنو لومړی پړاو مهندسي شوی وی او د فساد د شتون له امله د رايه ورکوونکو پر غوښتنو سترگې پټې شوې.

هغه وويل، دې لاسوهنو د رايې ورکولو ټول بهير گډوډ کړ او په رايه ورکوونکو کې يې بې باوري رامنځته کړه چې آيا د جون د مياشتې په ١٤ به په دويم پړاو ټاکنو کې گډون وکړي، که نه.  

صدري محصلانو ته وويل: "له بده مرغه د لومړي پړاو د ټاکنو پايلې له مخه ټاکل شوې وې، خو هيله من يو دويم پړاو ټاکنې مهندسې نشي. د ټاکنو د پايلو له امله د مينې نشتوالی ... به [په دويم پړاو کې] د گډون کچه تيټه کړي."

بلوچ ډېر ژر د صدري خبرې وغندلې او هغه يې ناسمې او بې مسؤولانه وبللې. نوموړي دا ومنله چې په لومړي پړاو ټاکنو کې يو څه ستونزې رامنځته شوې وې، خو ويې ويل، د هغې د منځه وړلو لپاره ژر گامونه واخيستل شول. 

نوموړي ټينگار وکړ چې د ټول هېواد اوسيدونکو د ټاکنو پر بهير باور څرگند کړی، شاوخوا اووه مليونو خلکو په ټاکنو کې ونډه واخيسته. نوموړي له خلکو وغوښتل چې بيا په ټاکنو کې گډون وکړي.   

هغه وويل: "که چېرته [د ټاکنو خپلواک کميسون او د شکايتونو د اورېدلو خپلواک کميسون] همغږې شوې درغلۍ سرته رسولی وای، نو هرو مرو به يو نوماند په لومړي پړاو کې گټونکی و. دويم پړاو ته د ټاکنو تگ د دې څرگندونه کوي چې هغوی په شفاف ډول خپلې دندې پرمخ وړي دي."

نوموړي زياته کړه: "د افغانستان خلکو، د مدني ټولنې موسسو، رسنيو او زرگونو کورنيو او بهرنيو څارونکو ټاکنې او د هغې د شمېر څارنه وکړه. موږ د کميسونونو د اجرااتو په اړه اندېښمن نه يو، د امنيت په اړه ډېر اندېښمن يو. موږ ډاډمن يو چې [امنيتي] ځواکونه به مو هماغسې چې په لومړې پړاو کې يې امنيت تامين کړی و، په دويم پړاو کې به يې هم تامين کړي."

د مناظرې په وروستۍ برخه کې د کندوز ولايت د مدني ټولنې د شبکو رئيس، عبدالله رسولي محصلانو ته ډاډ ورکړ چې دويم پړاو به د لومړي پړاو په پرتله ښه تنظيم شي.

هغه هم دا وويل چې د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنې يو ښه برياليتوب و او افغانان حق لري چې د هغې په بريا ووياړي.

نوموړي د مناظرې گډون کوونکو ته وويل: "ټولو سازمانونو ښه کار وکړ او که خدای کول په دويم پړاو کې به د گوتو په شمېر ستونزې موجودې وي. د برياليتوب لامل مدني ټولنه وه چې احتمالي ستونزې يې رابرسېره کړې او د ټاکنو پر کميسونونو يې فشار راوړ چې هوارې يې کړي. له ستونزو سره سره د ټاکنو خپلواک کميسون اجراات د ستاينې وړ دي."

محمد عيسی آرياد کندوز پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists