د ځوانانو مناظره: د ناامنۍ او فساد ډار

د ځوانانو مناظره: د ناامنۍ او فساد ډار

په افغانستان کې د ذبيح الله غازي ليکنه

په ننگرهار ولايت کې په يوې جوړې شوې غونډې کې د راتلونکي کال په ټولټاکنو کې د افغانستان ځوانو رايه ورکوونکو په وړاندې د امنيت او فساد د ستونزو په اړه خبرې اترې وشوې.  

د دسمبر په ٢٤ د جلال آباد د ښاروالۍ په ميلمستون کې په يوې جوړې شوې مناظرې کې برخوالو محصلانو له دې امله ډار څرگند کړ چې نوماندې به خلکو ته د پيسو د ورکولو له لارې د هغوی رايې واخلي او لويديځ حکومتونه به هڅه وکړي هغه سياستوال واک ته ورسوي چې د هغوی د گټو ساتنه کوي.

د ننگرهار د ولايتي شورا غړی، ذبيح الله زمری له دې سره موافق و چې گڼ شمېر ځايي مشرانو د ټاکنو د بريالي کولو په ژمنه بډې اخيستې دي. هغه د افغانستان د ټاکنو له خپلواک کميسون څخه په ټينگه وغوښتل، د نوموړې ستونزې د هوارۍ لپاره لاس په کار شي.

زمري وويل، په ټاکنو کې د درغليو له خطر سره سره اړينه ده خلک په ټاکنو کې گډون وکړي او دموکراتيک بهير پياوړی کړي.

هغه وويل: "خلک بايد په ډېر پام او احتياط رايه ورکړي. د ټاکنو خپلواک کميسون ته هم لازمه ده په خپله مؤسسه کې عدالت او شفافيت ډاډمن کړي او هيڅ ډول لاسوهنې ته لار ور نه کړي."

د افغانستان د ختيځ لپاره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون رئيس، عبدالبصير سباوون د بهرنيو لاسوهنو په اړه موجودو اندېښنو ته ځواب ووايه.

هغه د سلو تنو گډون کوونکو يوې غونډې ته وويل، که د "افغانستان د ټاکنو په وړاندې د بهرنيو استخباراتو د هر ډول توطيې په وړاندې "بايد "جدي اقدام"وشي.

د ننگرهار ولايت د ټاکنو د خپلواک کميسون وياند، سعدالله فطرت غونډې ته ډاډ ورکړ چې هيچا او هيڅ ډلې ته به د لاسوهنې اجازه ورنه کړل شي. نوموړي وويل، د ټاکنو خپلواک کميسون د ننگرهار د ځايي حکومت د پوره ملاتړ برخمن دی او له دې امله "په ډاډ ويلی شم چې هيچا ته به د درغلۍ اجازه ورنه کړل شي."

يو بل ويناوال او سياسي شنونکي، شېرعلم امله وال يادونه وکړه، په ننگرهار کې د رايې اچولو يو شمېر مرکزونه تر دې کچې ناامن دي چې منظمې ټاکنې دې پکې سرته ورسېدای شي. هغه د ټاکنو پر خپلواک کميسون ټينگار وکړ چې نوموړي مرکزونه خوندي سيمو ته انتقال کړي، ترڅو د ټاکنو څارونکې خپلې دندې په سمه توگه سرته ورسولای شي. 

د ننگرهار د والي وياند، احمدضيا عبدلزي په ځواب کې وويل، تر ټاکنو پورې په پاتې موده کې به امنيتي ځواکونه هاند او هڅه وکړي چې په ناامنه سيمو کې امنيت خوندي کړي. 

هغه وويل: "امنيتي ځواکونه به هغو سيمو ته خپل پام واړوي چې امنيتي ستونزې پکې پرتې دي. ځايي خلک زموږ ملاتړي دي."

ذبيح الله غازي په ننگرهار کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوی خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists