د ځوانانو مناظره: د قانوني حکومت ډاډمنول

د ځوانانو مناظره: د قانوني حکومت ډاډمنول

په افغانستان کې د محمد فيصل نويد ليکنه

د افغانستان د مدني ټولنې فعالين وايي، د اپرېل په مياشت کې ولسمشريزې بريالۍ ټاکنې د راتلونکي حکومت د قانونيت لپاره اړينې دي.

د پلازمينې کابل، په باختر پوهنتون کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې مناظرې کې د افغانستان د دموکراسۍ د څار د ټولنې مشر، ذکريا بارکزي محصلانو ته وويل، د رايو اچولو مرکزونو ته د لږ شمېر خلکو ورتگ به د ولسمشر په توگه د حامد کرزي د ځايناستی واکمني هېواد لا پسې کاواکه کړي.

هغه وويل: "د ٢٠١٤ کال ټاکنې به د افغانستان په اوسني تاريخ کې تر ټولو مهمه پېښه وي. هېوادوال بايد هرومرو په سياسي بهير کې ونډه واخلي، ترڅو حکومت ته د اړتيا وړ قانونيت ورکړي."

افغانستان د راتلونکي اپرېل په مياشت کې نوې ټاکنې کوي، ځکه ولسمشر کرزی د دويمې پنځه کلنې دورې وروسته له دندې گوښه کيږي. گڼ شمېر شنونکي ډاريږي کېدای شي ټاکنې د تاوتريخوالي د زياتيدو او پراخې درغلۍ له امله خړې پړې شي.   

بارکزي وويل: "نړيوال ځواکونه [له افغانستان څخه] وځي او نور به بهرني پوځونه پر هېواد کنترول و نه لري. نوې راتلونکی به نوی ولسمشر ولري او دا کار خپل ارزښت او اهميت لري. د دې هېواد د برخليک د ټاکلو مسؤوليت به د نوي ټاکل شوي شخص پر غاړه وي."

د مدني ټولنې فعال، حسين سرامت په مناظره کې په يوې دموکراتيکه ټولنه کې د سياسي گوندونو د اهميت په اړه خبرې وکړې. هغه د گوندونو پر مشرانو غږ وکړ چې د خلکو جوړوونکې نظريې له پامه ونه غورځوي.

سرامت وويل: "د حکومت قانونيت د خلکو له رايو څخه رامنځته کيږي. هرڅومره چې له يوه حکومت څخه خلک خوښ وي، نو په هماغه کچه به له قانونيت څخه برخمن وي."

بل ويناوال، تره کي يو ځل بيا د رايه ورکوونکو د شمېر پر زياتوالي ټينگار وکړ.

هغه وويل: "په يو دموکراتيک سيستم کې مازې يوه رايه يو نوماند بريالی کوي او يا يې پاتي کوي. يوازې يوه رايه د قدرت موازنه بدلولای شي. که چېرته موږ په ټاکنو کې ونډه وانخلو، نو په پايله کې به يو کمزوری حکومت رامنځته شي او تاوان به يې موږ رايه ورکوونکو گالو."

محمدفيصل نويد د کابل پوهنتون محصل دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists