د ځوانانو مناظره: د غزني پر ښځو غږ وشو چې د رايو ورکولو کارتونه واخلي

د ځوانانو مناظره: د غزني پر ښځو غږ وشو چې د رايو ورکولو کارتونه واخلي

Tuesday, 25 February, 2014

په افغانستان کې د عبادالله عمر ليکنه

د غزني ولايت فعالانو پر ښځو غږ کړی چې په هر ډول کولای شي د رايو ورکولو کارتونه دې ترلاسه او د افغانستان په راتلونکو ټاکنو کې دې برخه واخلي.

د فروهر گلستاني په نامه د ښځو د حقونو يوه فعالې د فبرورۍ په دولسمه د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې ښځينه محصلانو ته وويل، دا د هغوی مسؤوليت دی چې د رايو ورکولو کارتونه واخلي، نه دا چې چارواکي راشي او کارتونه ورته ورکړي.

هغې وويل، که اړتيا وه، نو "ساعتونه ساعتونه لاره دې ووهي"او ډاډ دې تر لاسه کړي چې د رايې ورکولو کارتونه واخلي. افغان حکومت پېسې نه لري چې ټاکنيز کارکوونکي هرې لرې پرتې ولسوالۍ ته واستوي.

يو شمېر محصلانو وپوښتل، ولې د ټاکنو د خپلواک کميسون چارواکي گرځنده ډلې کليوالو سيمو ته نه استوي،  چې خلک کارتونه واخلي. هغې وويل: "دا دنده د ستاسو ده چې د رايې ورکولو کارتونه لاسته راوړئ."

گلستاني وويل: "حکومت پراخه بودجه نه لري او نشي کولای هرچا [د کور دروازې] ته گرځنده ډله واستوي. تاسو خپله يو ساعت مزل وکړئ او خپل کارت مو تر لاسه کړئ. ولې ځانته د تگ زحمت نه ورکوئ؟"

د آی ډبليو پي آر مناظره د غزني ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ په رياست کې جوړه شوې وه. د غزني پوهنتون شاوخوا ١٣٠ تنو محصلانو پکې گډون کړی وو. په وينالو کې مدني فعالانو، فهيمې فرشتې، تهمينې صديقي او خاطرې سلطاني گډون کړی وو.

يو تن برخوالې، شکيلا غلامي له ويناوالو وپوښتل، هغه دې ولې باور وکړي چې د اپرېل د پنځمې نېټې ټاکنې د ښځو د حقونو په غوړېدا او ښه کېدا اغېز وکړي. هغې وويل، د دې ولايت گڼ شمېر ښځو د رايو ورکولو کارتونه، نه دي اخيستي او گڼ شمېر نورې د ټاکنو په اړه هيڅ معلومات نه لري. 

هغې وپوښتل: "څنگه به څوک د ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړي، چې گڼ شمېر ښځې د رايو ورکولو کارتونه، نه لري او نورې په ډېرو لېرې پرتو سيمو کې په دې نه پوهيږي چې ټاکنې سرته رسيږي."

گلستاني دا خبره ونه منله او ټينگار يې وکړ د غزني ښځې [په ټاکنو کې] ونډې اخيستلو ته لېوالې دي.

هغې وويل: "د کلو ښځې، هغسې چې ته يې انگيرې، شرمندوکې نه دي. هغوی د رايو ورکولو کارتونه اخيستي او آن د ښاري مېرمنو په پرتله ډېرې فعالې دي."

سلطاني د دې خبرې پخلی وکړ او ويې ويل، د ټاکنو خپلواک کميسون گرځنده ډلې گومارلي چې د رايې ورکولو د کارتونو په وېش کې مرسته وکړي. 

هغې وويل: "که موږ فکر کوو چې زموږ د کلو ښځې [د ټاکنو په اړه] په هيڅ شي خبرې نه دي، نو اشتباه کوو. هغوی ډېرې لېوالې دي."

د زهرې اميري په نامه يوې محصلې له ويناوالو وپوښتل، څنگه له يوې ښځي څخه تمه کېدای شي چې رايه ورکړي، په داسې حال کې چې دهغوی مړونه او پلرونه دې کار ته هغوی نه پريږدي.

سلطاني په ځواب کې وويل: "موږ تولې ستونزې يو ځلې نشو هوارولای. خو موږ د تېرو کلونو په پرتله پرمختگ کوو. زموږ زړورې ښځې به له ستونزو سره سره لاړې شي او رايه به ورکړي."

عبادالله عمر د غزني پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists