د ځوانانو مناظره: د رايې ورکولو امنيت ډېره لويه موضوع ده

د ځوانانو مناظره: د رايې ورکولو امنيت ډېره لويه موضوع ده

په افغانستان کې د محمد الله ماکو ليکنه

په راتلونکو ټاکنو کې د ولايتي شورا يو نوماند په غزني ولايت کې د امنيت په چمتو کولو کې د پاتېوالي په اړه حکومت پړ وباله.

دادمحمد شاداب ادعا وکړه چې د جنايتکارانو او مخالفو ډلو له خوا د تاوتريخوالي گواښونه له کلونو کلونو راهيسې ستره اندېښنه پاتې شوې او د لرې پرتو سيمو او کلو بانډو د اوسيدونکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

هغه په داسې حال کې، چې ولسمشريزې او ولايتي شوراگانو ټاکنې رانژدې کيږي، وپوښتل چارواکي په کوم ډاډ دا خبره کوي چې مخالفين نشي کولای دا مهمې ټاکنې گډې وډې کړي.   

د ٢٠٠٩ په ټاکنو کې په غزني کې د توغنديو بريدونه شوي وو، هغه په ټينگه وويل او نور زيات شمېر خلک هم په دې اند دي چې د دې ولايت امنيتي وضعه ناوړه شوې.

شاداب د غزني ولايت د امنيې د قوماندانۍ وياند او د مناظرې ويناوال، محمد اسحق جليلي ته وويل: "ټاکنې درې اړخه لري: امنيت تر ټاکنو دمخه، امنيت د رايې ورکولو په ورځ او امنيت تر ټاکنو وروسته."

"حکومت ونه کړای شول تر اوسه پورې د غزني ولايت د ولسواليو امنيت خوندي کړي. د اپرېل ټاکنې رالنډې شوې، څنگه کولای شو رايه ورکوونکو ته ډاډ ورکړو، [په ټاکنو کې] برخه واخلئ، د ډار کومه خبره نشته."

جليلي پر خلکو غږ وکړ چې له امنيتي پوځونو سره همکار اوسي. د مخالفينو په وړاندې عمليات دوام لري او  جنايتکارانو د فعاليتونو د مخنيوي په اړه "د پاکولو وروستي عمليات"په بريالي ډول سرته رسېدلي دي.

هغه وويل: "څنگه چې ټاکنو ته نژدې کيږو، هڅه کوو امنيتي وضع بهتره کړو. يوازې خدای (ج)پوهيږي، چې په راتلونکي کې څه پېښيږي. خلکو ته په کار دي چې په بشپړ ډول له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي."

جليلي په هغه مناظره کې وينا اوروله، چې آی ډبليو پي آر د دسمبر په يوولسمه په غزني پوهنتون کې جوړه کړې وه. د مناظرې نور ويناوال د مدني ټولې فعال، محمد شريفي او د غزني د ولايتي شورا مرستيال مشر، عبدالجامعجامي وو.

يو شمېر ويناوالو وويل، د دې ولايت امنيت مخ په ښه کېدو روان دی او د امنيتي ډار له امله ښايي رايه ورکوونکي بې زړه نشي. 

شريفي وويل: "موږ راتلونکې ټاکنې له تېرو ټاکنو سره پرتله کولای نشو. ډاډمن يم چې زموږ امنيتي ځواکونه به دا ځل ښه امنيت تامين کړي. موږ د دې ټاکنو لپاره د نوم ليکلو په بهير کې د زيات شمېر خلکو د راتگ شاهدان يو. د لرې پرتو ولسواليو په زرگونو اوسيدونکو له کومې ستونزې پرته د رايې ورکولو کارتونه واخيستل. له دې امله خوشبين يو چې خلک به وکړای شي د سولې او امنيت په فضا کې خپلې رايې وکاروي."

جامي وويل، د حمل ۱۶نېټې ټاکنو ته "سل په سلو کې د امنيت تامينول"ستونزمنه خبره ده. په نورو هېوادونو کې د ولسمشريزې وروستيو ټاکنو څرگنده کړه چې آن په امن او خوندي هېوادونو کې د تاوتريخوالي مخنيوی څومره گران کار دی. 

هغه وويل: "هيڅوک، آن له افغانستان څخه په پياوړو هېوادونو کې، سل په سلو کې امنيت نشي تضمينولای. موږ ولېدل چې د پاکستان په وروستيو ټاکنو کې بمونه وچاودېدل او په ياد به مو وي چې ايران هم امنيتي ستونزې درلودې."

"آن د کابل په نوي ښار کې، چې ډېره خوندي سيمه ده، د ټاکنو په ورځ چاودنې وشوې. زه ډاډمن يم چې زموږ پوليسو، ملي اردو او د ملي امنيت ادارې په تېرو لسو کلونو کې ښې تجربې ترلاسه کړي دي. هيله من يم چې د رايې ورکولو په ورځ به هر څه تر کنترول لاندې وي."

د مناظرې برخوالو محصلانو په ټاکنيز بهير کې د پوليسو او حکومتي چارواکو د  لاسوهنې په اړه هم ډار څرگند کړ. هغوی وويل، پنځه کاله دمخه په ټاکنو کې ځينو ټاکلو لوړ پوړو اشخاصو لاسوهنه کړې وه.

جليلي په ځواب کې وويل: "په مخکنيو ټاکنو کې د پوليسو او نورو زورورو اشخاصو د لاسوهنې خبره سمه وه. موږ له امنيتي ځواکونو او حکومت څخه غواړو چې دا پلا د دې کار مخه ونيسي. د ولس خلک غواړي د دې ډاډ تر لاسه کړي چې پوليس د ټاکنو په بهير کې لاس نه وهي. که د درغليو بېلگې د خلکو تر سترگو شوې، بايد موږ ته خبر راکړي. هيڅوک نشي کولای د پوليسو په خوښه چاته په زور رايه ورکړي."

محمد الله ماکو د غزني پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

 

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists