د ځوانانو مناظره: د رايې اچولو د درغليو خطر له ورايه بريښي

د ځوانانو مناظره: د رايې اچولو د درغليو خطر له ورايه بريښي

په افغانستان کې د محمدخان ریحان لیکنه

د پکتيا پوهنتون محصلانو د حملپه ټاکنو کې د احتمالي درغليو په اړه اندېښنه څرگنده کړه.

د دسمبر په ١٧ د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې گډون کوونکو محصلانو له ويناوالو وپوښتل چې د رايې د ورکولو د روڼتيا او شفافيت په اړه کوم گامونه پورته شوي او د کومو تگلارو له مخې خلک کولای شي د رايو د ناسمو کارولو په اړه رپوټ ورکړي.

په پکتيا کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسیون د څانگې د ارزونې او څارنې مسوول، سيد حبيب الله عابدي په برالا وويل، چې "ښايي بهير له ستونزو خالي نه وي."

خو هغه ټينگار وکړ، تاريخي ټاکنې، چې له مخې به يې د افغانستان په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره واک په سوله ييز ډول يو نوي ټاکل شوي ولسمشر ته سپارل کيږي، د خلکو د وياړ او افتخار نښه ده.

هغه د مناظرې برخوالو ته وويل: "ښايي ټاکنې له ستونزو خالي نه وي، ځکه دا بهير موږ ته نوی دی. نړيواله ټولنه په دې ډگر کې لويه تجربه لري. دا د افغانانو لپاره د وياړ ځای دی چې له ستونزو سره سره په دې ټاکنو کې برخه اخلي."

په پکتيا پوهنتون کې د جوړې شوې مناظرې نور ويناوال د فرهنگي چارو ماهر او د مدني ټولنې فعال، عبدالهادي حماس، د حقوقو او سياسي علومو استاد، رحمت الله لېوال او د پکتيا ولايت د ټاکنو په خپلواک کميسیون کې د عامه پوهاوي د څانگې مشر، شېرعلي فيضي وو.

د حقوقو د پوهنځي محصل، جهادالله وپوښتل د ټاکنو څارنه د کومې ادارې دنده ده او څنگه شکايتونه ثبتيږي. هغه وويل، د هغه زياتره انډيوالان د رايې ورکولو د څارنې په اړه معلومات نه لري.

حماس وويل، د ټاکنو خپلواک کميسیون د ټاکنو مسؤوليت لري، په داسې حال کې چې د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو کميسون د فساد د ادعاگانو د څېړلو دنده پر غاړه لري.  

هغه وويل: "په مخکنيو ټاکنو کې يو شمېر شکايتونه ثبت شوي وو، خو چايې په اړه هيڅ اقدام ونه کړ. دا پلا خلک د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو له کميسیون څخه ډېره تمه لري. کميسیون به هرې راولاړې شوې پوښتنې ته ځواب وايي."

فيضیبرخوالو ته ډاډ ورکړ چې د ٢٠٠٩ په پرتله اوس د افغانستان د ښو او اغېزمنو ټاکنو د سرته رسولو جوگه دی.

نوموړي په ټينگار وويل، د درغليو په اړه به هر مستند شکايت په جدي ډول تر کتنې لاندې ونيول شي او له برخوالو يې وغوښتل چې د ټاکنو له خپلواک کميسیون سره مرسته وکړي.  

هغه گوته وڅنډله: "که د ټاکنو د خپلواک کميسیون او خلکو تر منځ همکاري نه وي، نو د رڼو ټاکنو سرته رسول به ډېر ستونزمن وي. همکاري په دې بهير کې ډېر اهميت لري."

محمدخان ريحان د پکتيا پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

 

 

 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists