د ځوانانو مناظره: خوست ژمنه کوي چې ټاکنې به له سرخوږۍ پرته سرته ورسيږي

د ځوانانو مناظره: خوست ژمنه کوي چې ټاکنې به له سرخوږۍ پرته سرته ورسيږي

په افغانستان کې د رحيم گل نايل ليکنه

د افغانستان د سويل ختيځ، خوست ولايت رايه ورکوونکو محصلانو د ولسمشرۍ لپاره په دويم پړاو ټاکنو کې د خپل گډون ژمنه تکرار کړه.

محصلانو د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې د وينا پر مهال وويل، هغوی ته پته لگېدلې چې د هېواد د راتلونکې بڼې د جوړولو لپاره د دويم پړاو ټاکنې ډېرې مهمې دي.

څرنگه چې د اپرېل د پنځمې نېټې په ټاکنو کې هيڅ يوه نوماند پنځوس جمع يوه رايه نه وه پوره کړې، له دې امله په کار ده چې د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي تر منځ د جون د مياشتې په ١٤ نېټه بيا ټاکنې وشي. 

يوه قومي مشر، حيدر گل منگل د خوست د ښار د "لينکولن د زده کړې په انيستيتوت"کې گډون کوونکو ته وويل: "موږ له گڼو رايه ورکوونکو سره ليدلي او د ټاکنو د اهميت په اړه مو ورسره خبرې کړي. خلکو د خپل گډون ډاډ راکړی دی."

د ټاکنو د خپلواک کميسون د سيمه ييز دفتر د عامه خبرتيا د څانگې مشر، صاحب الدين ځدراڼ دويم پړاو ټاکنو ته د خپل چمتو والي په اړه خبرې اترې وکړې.  

د می د مياشتې د ۳۱نېټې غونډې ته د وينا پر مهال هغه وويل، د ټاکنو ټول توکي ځای په ځای شوي او د خوست د امنيتي چارو کارکوونکو ډاډ راکړی چې ټاکنيز مرکزونه او رايه ورکوونکي به ښه خوندي وي.

ځدراڼ وويل: "موږ چمتو يو. ټاکنې به له کومې ستونزې پرته سرته ورسوو. موږ له امنيتي چارواکو سره څو څو ځلې ليدلي، هغوی ډاډ راکړی چې ټاکنې به له کومې ستونزې پرته پرمخ ولاړې شي."

رحيم گل نايل د خوست پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists