د ځوانانو مناظره:ټاکنې يوه ستره ننگونه

د ځوانانو مناظره:ټاکنې يوه ستره ننگونه

Wednesday, 19 February, 2014

په افغانستان کې د عنايت الله عمري ليکنه

د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې واورېدل شول، چې د افغانستان د حمل ۱۶نېټې د ټاکنو برياليتوب په ښه امنيت، اغېزمنو څارونکو او د نړيوالې ټولنې په مرستې پورې تړلی دی.

د افغانستان د رڼو او عادلانه ټاکنو د بنسټ مشر، نعيم ايوب زاده، چې د رايو د ورکولو د مرکزونو څارونکې ډله ده، وويل،  د ټاکنو سرته رسول له پوښتنې پرته داسې يوه هېواد ته له ننگونې ډکه خبره ده، چې لا تر اوسه له نه پخلا کېدونکو مخالفينو سره په جگړې کې ښکيل دی. 

د نورو خنډونو په جمله کې د رايه ورکولو په اړوند د خلکو د پوهې نشتوالی او د ليک لوست د کچې تيټوالی دی. له دې امله ناشونې خبره ده چې څوک وويلای شي ټاکنې به په سوله ييز ډول سرته ورسيږي او يا دا چې رڼې او عدلانه به وي او که نه.

ايوب زاده د جنورۍ په ٢٧ په ابن سیناپوهنتون کې د مناظرې د څه دپاسه د سلو تنو گډون کوونکو محصلانو يوې ډلې ته وويل: "ډېر داسې عناصر شته چې ازادې او عادلانه ټاکنې تر سيورې لاندې راولي.

تر ټولو مهمې موضوعگانې د رايې ورکولو په مرکزونو کې د امنيت نشتوالی، د خلکو نه پوهاوی او د ليک لوست ټېټه کچه ده. که موږ وغواړو چې ازادې او عادلانه ټکنې دې ولرو، نو بايد هرو مرو ثبات، د ټاکنو سم او مسلکي څارونکي او د نړيوالې ټولنې مرسته ولرو."

د مسعود فيضي په نامه د غونډې يوه برخوال له ويناوالو وپوښتل، ايا د هغوی په اند د امنيتي اندېښنو له مخې افغانستان د ټاکنو د سرته رسولو جوگه دی او که نه؟

نورو گډون کوونکو د ټاکنو د خپلواک کميسون د بې پريتوب او خپلواکۍ په اړه پوښتنې وکړې.

ډ ټاکنو د کارکوونکو د انجمن رئيس، عبدالجبار سپند وويل، هغه "ډاډمن"دی چۍ رڼې ټاکنې به سرته ورسيږي.

هغه وويل: "د افغانستان روانه وضعه د ازادو او عادلانه رايو غوښتنه کوي. کېدای شي له ستونزو سره مخامخ شو، خو کولای شو ټاکنې ترسره کړو. د سياسي واک د لېږد لپاره دا تر ټولو ښه لاره ده."

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د څېړنو د څانگې مشر، محمد حسين سرامت وپوښتل چې ايا د ټاکنو خپلواک کميسون کولای شي له بهير څخه په اغېزمن ډول څارنه وکړي؟

نوموړي په نوموړي کميسون نيوکه وکړه چې د ٢٠٠٩ کال په ټاکنو کې د ايران او پاکستان د لاسوهنو په مخنيوي کې پاتې راغلی و.

نوموړي گډون کوونکو ته وويل: "ويلای شو چې تېرې ټاکنې عادلانه نه وې. د گاونډيو هېوادونو لاسوهنې ډېرې زياتې وې."

د ټاکنو د کميسون یو غړی، عبدالله افغاني له دې خبرې سره موافق نه و.

هغه وويل: "د ټاکنو خپلواک کميسون خپله خپلواکي ساتلې ده او دکوم بهرنی اغېز او فشار لاندی نشته."

 

عنايت الله عمري د کابل پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی. 

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists