د هرات ټاکنو د ايران لاسوهنه رابرسېره کړ

ځينې نوماندي ادعا کوي،.ايرانيانو ټاکنو ته د ولاړو هغه يو شمېر نوماندو ملاتړ کړى، چې د تهران د ګټو د ساتلو ژمنه يې کړې ده.

د هرات ټاکنو د ايران لاسوهنه رابرسېره کړ

ځينې نوماندي ادعا کوي،.ايرانيانو ټاکنو ته د ولاړو هغه يو شمېر نوماندو ملاتړ کړى، چې د تهران د ګټو د ساتلو ژمنه يې کړې ده.

Thursday, 14 October, 2010

په هرات کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، شاهپور صابر ليکنه

په هرات کې د رايو ورکولو په بهير کې د يوې ايران پلوه موسسې د غير عادلانه نفوذ په اړه ادعا د افغانستان په چارو کې د ګاونډي دولت د رول په وړاندې د تاوتريخوالي څرګندونه کوي.

د هرات يو شمېر نوماندو د سپتمبر له شلمې نېټې ټاکنو څخه دوه ورځې وروسته يوه مطبوعاتي غونډه راوبلله او د هرات په ښا رکې د شيعه په يوې لويې ټولنې پورې اړوندې موسسې، صادقيه مدرسې کړنې يې وغندلې، چې د ايران پلوه نوماندو لپاره په کمپاين تورنې شوې وې.

د محمد نصير احمديان په نامه د هرات يو نوماندي ادعا کړې چې د صادقيې د مدرسې چارواکو په فعال ډول د هغو افرادو ملاتړ کړى چې په هرات کې د ايران قونسلګرۍ غوره کړي. هغوى دا کار غندلى او ويلي يې دي چې د رايو ورکولو په بهيرکې يې د کمپاين د نه کولو له اصل څخه د سرغړونې له امله د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو کميسون ته خبر ورکړى دى.

په هرات کې د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو د کميسون مشر، احمد سعيد حقيقي وويل، هغه اجازه نه لري رسنيو ته د ادعا شوو شکايتونو په اړه تفصيلي معلومات ورکړي.

خو احمديان د دوو نوماندو نومونه واخيستل، چې ويل يې د ايران قونسلګرۍ يې ملاتړ کړى دى. سره له دې چې پايلې لا تر اوسه اعلان شوي نه دي، خو دوى دواړه د برياليتوب ادعاوې کوي.

د احمديان له خوا يو نوم اخيستل شوى شخص، احمد علي جبراييلي د ايران د ملاتړ د ترلاسه کولو خبره رد کړه، ويې ويل ادعاګانې هغه چا کړي چې پوره رايې يې تر لاسه کړي نه دي. .

هغه وويل: "احمديان داسې درېځ نه لري، چې ادعاګانو ته يې غبرګون څرګند کړم. هغه څوک چې پر ما له بهرنيو هېوادونو سره د همکارۍ تور لګوي، هغه افراد دي چې پخپله په دې هېوادونو پورې تړلي دي او د هغوى په پيسو خپل انتخاباتي کمپاين کوي."

احمديان ادعا کوي په هرات کې د ايران د قونسلګرۍ کارکوونکو په هغو غونډو کې ګډون کړى وو، چې د ټاکنو نوماندو ورته ويناوې کولې.

هغه همدارنګه ادعا وکړه چې ايراني قونسلګرۍ د صادقيې د مدرسې له ٥٠٠ څخه تر ٧٠٠ پورې زده کوونکي او فعالين له پولې څخه ايران ته اړولي او ايران پلوو نوماندو ته د کمپاين په اړه يې روزنه ورکړې ده.

د صادقيې د مدرسې يو چارواکي، جعفر توکلي دا تورونه رد کړل، ويل يې ددوى مدرسې هغوى ته د غبرګون ښودلو ته اړتيا ونه ليدله، ځکه دا تورونه هغه سياستوالو پورې کړي چې په ټاکنو کې يې سمه پايله تر لاسه کړې نه ده.

په هرات کې د ايران د قونسلګرۍ يو چارواکي، حسين مير سکندري وويل، د احمديان ادعاوې ناسمې دې، زياته يې کړه هغه دداسي بې بنسټه تورنو په وړاندې غبرګون څرګندولو ته چمتو نه دى، چې د کوم لاسوندي له وړاندې کولو پرته يې پورې کړې دي.

احمديان وويل، هغه په خپلو خبرو ولاړ دى او ډار يې څرګند کړ چې کېداى شي کوم خطر ورته پېښ کړي. وايي هغه زياته اندېښنه لري او د هغو خلکو يو لست يې څارنوالۍ او امنيتي چارواکو ته سپارلى، چې کېداى شي ژوند ته يې د پاى ټکى کښيږدي.

دا توپيرونه په افغانستان، په تېره بيا د هېواد په لويديځه څنډه هرات کې، د ايرانيانو اغېز ته د يو زيات شمېر خلکو ژور شک څرګندوي. ايران په نوموړي ولايت کې، چې له پولې ١٦٠ کيلومتره وړاندې پروت دى، د تاريخي قوي اړيکو له مخې ډېره پانګه اچولې او کلتوري او فرهنګي اړيکو ته يې وده ورکړې ده.

د هرات يو بل نوماندي، مصباح هراتي وويل: "له ټاکنو دمخه يو شمېر افرادو او موسسو له ايران سره اړيکي ونيولې. دا طبيعي خبره ده که چا له کوم ځاى سره اړيکې نيولې وي، نو کولاى شي د هغه مؤکل ملاتړ هم تر لاسه کړي."

د افغاني چارواکو د رپوټونو په ګډون، د متحده ايالتونو د ٢٠٠٧ کال د استخباراتي اسنادو له مخې، چې زياته برخه يې په دې وروستيو وختونو کې د [ويکي ليک] له خوا خپاره شول، ايران څلور مليونه امريکايي ډالره د افغان پارلمان لږ ترلږه ٩٠ غړو ته ورکړي دي.

په هرات کې د ولي محمد حديد په نامه يو ژورنالست او سياسي شنونکي وويل، د هغه په اند له ټاکنو څخه راوروسته په مطبوعاتي غونډو کې راغلې ادعاګانې د باور وړ دي.

هغه وويل: "ايرانيان به په افغان پارلمان کې د خپلې خوښې او ايډيالوژۍ پلوو خلکو د شتون مخالف نه وي. هغوى له هرو ممکنو لارو ګټه اخلي چې په افغان پارلمان کې [خپل پلويان] ځاى کړي."

زيات شمېر عادي هراتيان هم د ايران د نفوذ په اړه اندېښنه لري.

د هرات اوسيدونکي دېرش کلن خالد شکيب وويل: "ايران تل د مدرسو، ښوونځيو، کتابتونونو، موسسو او نورو ترنامه لاندې استخباراتي فعاليتونه سرته رسولي دي.زما په اند د ايران لاسوهنه د پاکستان په پرتله مرګوني ده. افغانان بايد ژر تر ژره د ايران تر شک لاندې توطئې شنډې کړې ." 

Iran, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists