د مخالفينو د بياروزنې د پروگرام پاتې راتگ

د مخالفينو د بياروزنې د پروگرام پاتې راتگ

Tuesday, 24 December, 2013

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، ساحل منگل ليکنه

د آی ډبليو پي آر يوې څېړنې جوته کړې چې په  جنوب ختيځ ولايت، پکتيا کې د پخوانيو مخالفينو د روزنې له پروگرام څخه ناسمه گټه پورته شوې ده.

د نومړوي پروگرام لپاره د ١٧٠٠٠٠ امريکايي ډالرو له جملې څخه ١٢٠٠٠٠   يې لادرکه دي. ځايي حکومتي چارواکي وايي په دې پروژه کې يې د څرگندو ناقانونيو څرک لگولی او په کابل کې يې خپل لوړپوړي چارواکي له دې موضوع څخه خبر کړي، خو کومه نتېجه يې ورکړې نه ده.   

د سيد کرم [په ولسوالۍ کې] اته مياشتنۍ روزنيزه پروژه د کار او ټولنيزو چارو د وزارت د ٢٥٠٠٠٠ امريکايي ډالرو په مالي مرسته جوړه او د ٢٠١٢ کال د می په مياشت کې پلې شوه.

د (ROSSA– د زده کړې او مهارت لپاره د باوري خدمتونو موسسه) په نامه له يوې کابل مېشتې موسسې سره تړون لاسليک شو، په نوموړې ولسوالۍ کې عادي ژوند  ته راستانه شوو ٢٠٠ پخوانيو مخالفينو ته حرفوي او مسلکي زده کړه چمتو کړي چې له امله به يې هغوی بېرته د جگړ ليکو ته ورونه گرځي. 

د نوموړې پروژې وړانديز (پروپوزل)، چې آی ډبليو پي آر ليدلی، وايي ROSSAموافقه کړې، پخوانيو مخالفينو ته لس مسلکي اوحرفوي کورسونه جوړوي او په ترکاڼۍ، خياطۍ، برمه کارۍ، د برښنا د مزو په تمديد او د موټرو د ماشين په ترميم او جوړولو کې روزنه ورکوي.

په پام کې وه چې پروژوي فعاليتونه به له گومارنې او چمتووالي څخه وروسته د دوو مياشتو په بهير کې  پيل شي. د حرفوي زده کړې په موده کې به د کورس برخوالو ته د مياشتې سل ډالره او استادانو ته درې سوه ډالره معاش ورکول کيږي. نور پاتې ١٢٠٠٠ ډالره د درسي توکو او نورو لگښتونو لپاره بېل شوي وو.

د تدريس او زده کړې له شپږ مياشتنې دورې وروسته د کورس برخوالو ته د هغوی د ټاکلې رشتې او مسلک سره سم د کار وسايل ورکول کيدل، ترڅو هغوی وکړای شي پر خپلو پښو ودريږي. شل زره ډالره د دې موخې لپاره بېل شوي وو.

د پکتيا د کار او ټولنيزو چارو رياست د پروژې په پېل کې ١٧٠٠٠٠ ډالره نوموړې موسسې ROSSAته ولېږدول. نور پاتې ٨٠٠٠٠ ډالر د پکتيا ولايت د مالي چارو په رياست کې وساتل شول چې د کار په پای کې به نوموړې موسسې ته ورکول کيږي.

د آی ډبليو پي آر له پلټنو څرگنديږي چې ROSSA  په سر کې د ترلاسه شوو ١٧٠٠٠٠ ډالرو له جملې څخه يوازې ٥٠٠٠٠ ډالره لگولي دي. 

استادانو او زده کوونکو ته تر ډېره بريده معاشونه نه دي ورکړ شوي او ټولگي په اړيتا وړ توکو سمبال شوي نه دي.

يو چارواکي ادعا کوي چې کورس ته ټاکل شوي زده کوونکي د پخوانيو جنگياليو له ليکوڅخه نه دي غوره شوي او د سيد کرم ولسوالۍ عادي اوسيدونکي دي.

د سيد کرم ولسوال، نياز محمد کريم آی ډبليو پي آر ته وويل، د پروژې په لومړيو درېو مياشتو کې هغه ته د زده کوونکو او همدارنگه استادانو له خوا شل عريضې او شکايتونه رارسېدلي دي. د کريم په وينا ټولې ادعاگانې يوازې پر يوه څيز راڅرخي او د هغه په وينا، "په دې کورس کې له فساد پرته بل شی نشته." 

آی ډبليو پي آر د نوموړو عريضو نقل تر لاسه کړی دی.

کريم وويل: "په نوموړې موسسې کې تر دې بريده فساد موجود دی چې استادانو او شاگردانو ته آن د هغوی معاشونه، نه دي ورکړل شوي."

د ٢٠١٢ کال په جولای کې کريم له نوموړو ادعاگانو څخه د پکتيا ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست او د اقتصاد رياست او همدارنگه د پکتيا د والي دفتر خبر کړ او د کورسونو د ودرولو غوښتنه يې وکړه.

هغه په درېو مکتوبونو کې ليکلي وو: "د ROSSAد کورسونو فعاليتونه شفافيت نه لري. زده کوونکو ته معاشونه، نه دي ورکړ شوي، په ټولگيو کې درسي توکي نشته، د موسسې کارکوونکي کار ته نه راځي او د استادانو او زده کوونکو کاري پلان وجود [مهالوېش] نه لري. څومره ژر چې ممکن وي د سيد کرم [د ولسوالۍ] کورسونه بايد وتړل شي."

د کريم د مکتوب په ځواب کې د پکتيا والي، جمعه خان همدرد د ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست ته د ٢٠١٢ کال په سپتمبر کې څرگنده لارښوونه وکړه، چې وايي: "د سيد کرم د ولسوالۍ د اوسيدونکو د شکايتونو له مخې دې په نوموړې ولسوالۍ کې لس کورسونه وځنډول شي." 

د همدرد د حکم له مخې د کار او ټولنيزو چارو رياست ROSSAموسسې ته د فعاليتونو د ځنډولو لارښوونه وکړه، خو د هغه د وينا له مخې نوموړې ناحکومتي موسسې دا کار ونه کړ.

د پکتيا ولايت د کار او ټولنزو چارو رئيس، عبدالصمد مصلح دا مني چې د هغه رياست د نوموړو حرفوي زده کړو پروژه،  په سم ډول نه ده څارلې.

هغه وويل "هغه مهال چې موږ کورسونه وتړل، د موسسې کارکوونکو په ناقانونه ډول هغه بېرته پرانيستل."

مصلح وويل، کله چې له استادانو او زده کوونکو سره د مرکې په موخه سيد کرم ته لاړم، "ما په خپلو سترگو وليدل چې په نوموړو کورسونه کې د زده کوونکو د عملي کارونو لپاره نه لوازم وو او نه خام توکي."

نوموړي خپلې موندنې په کابل کې د کار او ټولنيزو چارو په وزارت کې خپلو لوړپوړ چارواکو ته ورسولې، خو کوم اقدام تر سره نشو.

کله چې ترې پوښتنه وشوه، ولې د هغه خپل رياست د ستونزې دهوارۍ لپاره گام پورته نه کړ، ويې ويل: "موږ د پوليسو په څېر وسله وال نه يو چې موسسه دلته راکاږي او ورته ووايي د زده کوونکو پيسې په بشپړ ډول ورکړي."

نوموړي زياته کړه: "غلا او فساد د موسسې کارکوونکو کړی، نه زموږ ادارې."

د ناحکومتي موسسې د څارنې دنده د اقتصاد وزارت پرغاړه ده. د پکتيا ولايت د اقتصاد رئيس، محفوظ احمد آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه دا خبره مني چې پراخ فساد شوی دی.

احمد وويل، کله چې ورته څرگنده شوه ناسم اسناد ورته استول شوي، له خپل وزارت څخه يې په کابل کې غوښتنه وکړه چې د ROSSAپه وړاندې قانوني اقدام وکړي.

خو، "کله چې کابل کوم گام پورته نه کړ، زه هم غلی کېناستم."

آی ډبليو پي آر له شپږو تنو استادانو سره خبرې وکړې او ټولو د سرچينو د نشتوالي او د حق الزحمې ستونزه بيا ن کړه.

د محمدالله په نامه يو استاد، چې د ترکاڼۍ دنده تدريسوي، وويل، هغه ته نه د کار خام توکي او نه د کار سم وسايل ورکړ شوي. 

هغه وويل: "ما په تدريس کې له دوو ترښځو (تېشو) او دوو څټکونو څخه کار اخيستی."

د موټر د ماشين د ترميم يو استاد، گل محمد، چې شلو تنو زده کوونکو ته د موټر تخنيک ورزده کوي، وويل، [د سيدکرم] ولسوال، کريم ته د پرله پسې عريضو له امله يې وکړای شول د ROSSAله موسسې څخه يوازې سل ډالره تر لاسه کړي.

احمد او مصلح آی ډبليو پي آر ته وويل، زده کوونکي د پخوانيو مخالفينو له ليکو څخه، چې د سولې له بهير سرهيوځای شوي، نه دي غوره شوي. د روزنې د پروگرام عمومي موخه همدغه ټکی دی. 

مصلح وويل: "که رښتيا ووايم، هغوی دا کار نه دی کړی. حقيقت دادی چې زموږ زور پر موسسې نه رسيږي."

آی ډبليو پي آر د ٢٠٠ زده کوونکو له ليکې څخه له اتلسو زده کوونکو سره د بېلگې په توگه مرکه وکړه. ټولو وويل کورسونه تر دې کچې نيمگړي دي چې هغوی د وخت له ضايع کېدو پرته نور څه ونه ليدل.

د کندرخيلو د کلي اوسيدونکي، ١٨ کلن نجيب الله د برښنا د مزو د غځولو په کورس کې شپږمياشتې تېرې کړې، خو ويې ويل چې د زده کړې د لوازمو د نشتوالي له امله يې هيڅ څه زده نه کړل.

د وحيدالله په نامه د ترکاڼۍ د کورس يو بل زده کوونکي وويل، څو مياشتې استاد له يوې ترښځې او څټک پرته بل شی نه درلود.

آی ډبليو پي آر په کابل کې د ROSSAله رئيس، ډاکټر رومل سره د مرکې په خاطر شپږ ځله مراجعه وکړه، خو هره پلا ورته دا وويل شول چې هغه ډېر بوخت (مشغول) دی.

له هغه وروسته چې آی ډبليو پي آر د پيسو د ناسم لگښت په اړه ورته ځينې راټول شوي لاسوندي وښودل، رومل خپل يوه کارکوونکي ته، چې مجيب الرحمن نوميده، د مرکې کولو لارښوونه وکړه.  

مجيب الرحمن ومنله چې د پروژې پيسې غلا شوي دي، خو ويې ويل،  دا د هغوی د ادارې غلطي نه ده.

هغه وويل: "موږ منو چې ROSSAد څو مياشتو راهيسې د دوو سو تنو زده کوونکو او لسو تنو استادانو معاشونه، نه دي ورکړي او د اړتيا وړ توکي او وسايل پېرودل شوي نه دي."نوموړي وويل، لامل يې دا و چې پيسې د ROSSAدوو تنو کارکوونکو غلا کړې وې.

هغه وويل، کله چې د ROSSAمرکزي دفتر ته د غلا پته ولگېده، نو د هغوی لاسونه يې له کاره ونيول. د کارکوونکو نومونه يې ياد نه کړل.

مجيب الرحمن د پکتيا ولايت پر حکومتي چارواکو هم پړه واچوله چې د پروژې په اړه يې د بدنامۍ اوازې خپرې کړې. هغه وويل، دا کار هغه مهال رامنځته شو چې هغوی ته پيسې ونه رسيدې. هغوی مرکزي حکومت ته رپوټ ورکړ چې د پروژې کار بريالی دی.   

په دې اړه، چې ولې د ښکېلو کسانو نومونه نه يادوي، مجيب الرحمن وويل، که نومونه يې واخلي، نو پروژې ته به لا نور زيان هم ورسيږي او هغه اتيا زره ډالره به ترلاسه نه کړي چې اوس په مالي رياست کې ساتل کيږي.

مجيب الرحمن ومنله چې د کورس په اړه شکايتونه شته، خو ويې ويل هيڅکله داسې تضمين نه و چې روزنيز پروگرام به په بشپړ ډول له پلان سره سم پلی شي.

هغه زياته کړه: "زموږ پروژه هټۍ نه وه چې توکي توليد کړي او ويې پلوري."

ساحل منگل په پکتيا کې د آی ډبليو پي آر له خوا يو روزل شوې خبريال دی.

دا رپوټ د ننگرهار او ارزگان په پروژه کې د آی ډبليو پي آر د افغان ډله ييزو رسنيو د انتقادي رپوټ ورکولو د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شو.

Afghanistan
Rule of law
Frontline Updates
Support local journalists