د قابله گۍ د روزنې مرکز د لومړي ځل لپاره په يوه ولايت کې جوړ شو

چارواکي هيله لري دا لومړنۍ پروژه به د مور او ماشوم د مړينې لوړه کچه راټيټه کړي.

د قابله گۍ د روزنې مرکز د لومړي ځل لپاره په يوه ولايت کې جوړ شو

چارواکي هيله لري دا لومړنۍ پروژه به د مور او ماشوم د مړينې لوړه کچه راټيټه کړي.

Wednesday, 21 October, 2015

په پکتيکا کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، اکبر راحل ليکنه

د شنه چمن او گلانو ډک باغ لرونکې دوې ژيړ رنگه ودانۍ د افغانستان د سويل ختيځ ولايت، پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ملکي روغتون ترڅنګ پرتې دي.

سره له دې چې نوموړې ودانۍ له بهر نه ساده ښکاري، خو د ځايي کمپاينرانو په وينا د کلو د قابله گانو د زده کړې د مرکز اغېز يې تر مبالغه ډېر پورته دی. دمگړۍ هلته د ټول ولايت په کچه يوازې يوه ښځينه ډاکټره او څو نرسانې موجودې دي، چې د هېواد په نوموړې برخه کې کار کوي. 

د اورگون د ولسوالۍ اوسيدونکې، ٣٥ کلنه زرمېنه، چې د قابله گۍ د لومړي کال زده کړې يې بشپړې کړي، وايي: «زه باور لرم چې د دې مرکز ودانول د پکتيکا پر مېرمنو د لوی خدای احسان دی.»

نوموړی ولايت، چې ١٧٠ کيلومتره وړاندې د کابل سويل ختيځ ته پروت دی، د ښځو د روغتيا پالنې او بشري حقونو په ډگر کې ښه مخنيه نه لري. د نوي زيږېدلي ماشوم او د زوکړې دمخه مهال د څارنې د نشتوالي له امله د مور او ماشوم د مړينې کچه لوړه ده. په ټوله کې زياتره مېرمنې او نجونې زده کړې ته لاسرسی نه لري او د «بدو» په څېر دودونه، چې د لانجو د هوارۍ په موخه پکې يوه نجلۍ زيانمنې شوې کورنۍ ته واده کيږي، تر اوسه موجود دي.

د سرحوضې د ولسوالۍ اوسيدونکې او د قابله گۍ د کورس زده کوونکې، ١٨ کلنې حميدې وويل: «ډېر پخوا مې د ماشوم د زوکړې پر مهال د ميندو د مړينې په اړه اورېدلي وو. دې خبرې ډېره کړولم. له ماشوموالي مې د دې خوب ليده چې په دې وروسته پاتې ولايت کې ښځو ته د خدمت جوگه شم. اوس مې دا دی خوب په رښتيا کېدو دی.» 

حميدې وويل، د خپل کلي ډېرې نجونې يې هڅولي چې له هغې سره يوځای دې ښوونځي ته راشي.

هغې په دوام وويل: «کله چې بېرته کلي ته ځم، د هغه ځای خلک، په تېره بيا ښځې مې ډېردرناوی کوي. هغوی په رښتيا هم روغتيا څارنې ته اړتيا لري. له ما څخه ډېرې پوښتنې کوي او خپلې ستونزې راته بيانوي.»

د مرکز رئيسه، زهره محمودزاده وايي، د روزنې ښوونځی په دې ولايت کې د ښځو په وړاندې ستر گام دی.

هغې وويل: «دا په پکتيکا کې د ښځو لپاره ستر فرصت دی چې په دې عصري مرکز کې زده کړې وکړي. نه يوازې خپلو خويندو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي، بلکې د خلکو د چال چلن په بدلون کې خپله ونډه سرته ورسوي.»

يو ځل چې د شاوخوا شلو قابلو د زده کړې دوه کلنه دوره بشپړه شي، هره يوه به وکړای شي شاوخوا ٣٠٠٠ مېرمنو ته د قابله گۍ خدمتونه وړاندې کړي. 

د پکتيکا د عامې روغتيا رئيسې، ولي گل وويل: «د دې مرکز اصلي موخه دا ده چې په دې ولايت کې د مور او ماشوم د مړينې کچه راټيټه کړای شي. موږ له دې بهير سره مرسته کوو، ځکه موږ په پکتيکا ولايت کې يوازې يوه ښځينه ډاکټره لرو. هغه نشي کولای په يوازې سر آن د يوې ولسوالۍ اړتياوو ته ځان ورسوي.» 

دا مرکز، چې پروسږکال بشپړ شو، په لابراتوارونو، کمپيوټرونو او د کنفرانس په تاسيساتو ښه سمبال دی. زده کوونکي د زده کړې په دوې کلنې دورې کې په دې ودانۍ کې اوسيږي، انټرنيټ کاروي او د انگليسي د زده کړې فرصت لري.

گل وويل، د متحده ايالتونو د پراختيايي مرستو ادارې، د مرکز ټول لگښت، چې٨٣٠٠٠٠  امريکايي ډالر کيږي، چمتو کړی او په روغتيا وزارت پورې اړوند دی. په بل گام کې به ښځينه نرسانو ته د روزنې پروگرامونه پيل شي.

د نوموړي ولايت د ښځو د چارو رئيسې، بي بي حوا خوشيوال وويل، دا ښوونځی «په پکتيکا کې د ښځو د څو کلنو هڅو ستره بريا ده. کله چې قابلې فارغې شي، د ښځو نيمايي روغتيايي ستونزې به هوارې شي.»

خوشيوال وويل، په ٢٠٠١ کال د طالبانو له رانسکورېدو راوروسته له پرمختگ سره سره په پکتيکا کې د جنسيت تبعيض لا پر خپل ځای پاتې دی.

هغې وويل: «لويه ستونزه دا ده چې ښځې له زده کړې بې برخې دي. خلک خپلې لوڼې نه پريږدي چې ښوونځيو ته لاړې شي. که کوم څوک ورته اجازه هم ورکړي، نو له شپږم ټولگي پورته يې نه پريږدي. که چېرته په پکتيکا کې د زده کړې زمينه چمتو شي، نورې ټولې ستونزې مو هوارېدای شي.»

هغې وويل: «اوس په پکتيکا کې ښځې په غونډو او سيمنارونو کې گډون کوي. دا کار لس کاله دمخه ناشونی وو. ښځې اوس ښوونځيو ته ځي او د ليک لوست کورسونه لولي. دا کار بس نه دی. دا فرصتونه ښايي په ټولو ولسواليو کې چمتو شي.»

د مدني ټولنې فعال، ثمرگل ثمر وويل، د ښځو د حقونو پر پرمختگ سترگې پټيږي.

هغه وپوښتل: «څنگه دعوه کيدای شي په داسې يوه ولايت کې دې د ښځو په ژوندانه کې بدلون راشي چې لومړنيو روغتيايي خدمتونو ته پکې نشي رسېدای او په ولسواليو کې يې ښځينه ډاکتره، نرسه يا قابله نشته.»

ثمر ١٨ مياشتې دمخه يوې غميزې ته گوته ونيوه چې د اورگون د ولسوالۍ پر يوې ځوانې مېرمنې د ماشوم د زېږون خوږ لگيدلی و.   

هغه وويل: «کورنۍ يې هڅه کوله ښرنې ته يې راولي. درنه واوره اورېدله.  موټر په واورو کې بند شو. په پای کې ښځه مړه شوه. ماشوم يې هم په گېډه کې مړ شو. دا هغه شرايط دي چې د پکتيکا ښځې پکې اوسيږي او د يوې ولسوالۍ په کچه پکې يوه قابله نشته.»

ثمر هيله څرگنده کړه چې نوی ښوونځی به د روغتيا په ښه کولو کې مرسته وکړای شي.

هغه وويل: «زما په اند دا مرکز ډېر مهم دی. دا تر ټولو لويه بريا ده چې د پکتيکا ښځو لاسته راوړې ده. زه يې په اړه ډېر خوشبين يم.»

اکبر راحل په پکتيکا کې د آی ډبليو پي آر روزل شوی خبريال دی.

 

 

 

 

Frontline Updates
Support local journalists