د سړک د خوا خواړه روغتيا او ژوند له خطر سره مخامخ کوي

د کابل کاريګر د غير صحي خوړو په خوړلو چى د سړکونو پر خواو پلورل کيږي خپله روغتيا او ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

د سړک د خوا خواړه روغتيا او ژوند له خطر سره مخامخ کوي

د کابل کاريګر د غير صحي خوړو په خوړلو چى د سړکونو پر خواو پلورل کيږي خپله روغتيا او ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

Wednesday, 2 March, 2005
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

د سړک سر د خوړو، خوراک احمد علي څو پلا ناروغه کړى دى. يو ملګرى يي آن د همدى خوړو له امله له منځه تللى. هغه لا تر اوسه هم د سړک د خوا له خرڅوونکو څخه دغوايي د غوښى کباب رانيسي او خوري ځکه چى د نورو خوړو د رانيولو توان نه لري.


هغه وايي د خوړو پر مخ مچان کښيني او په دى سربيره د ګاډوخاورى او دوړي پرى کښيني او خواړه دومره غيرصحي کوي چى که چيرى يو پلا يي وخورى نو ناروغي حتمي خبره ده.


خو د نورو کابلي کارکوونکو په شان هغه د همدغو خوړو خوراک ته دوام ورکوي ځکه بله چاره نه لري. ډير کارکوونکي کولى شي د مياشتى يوازى له ٣٠ څخه تر ٥٠ ډالرو پورى عايد ولري. پداسى حال کى چى يو خوراک خواړه په رستورانت کى له دوو څخه تر دريو ډالرو پورى بيه لري. له همدى امله د سړک سر خوړو ته چى پر سل ګونو تبنګونو غورمه، وريجى، لوبيا، منتو او بولاني ايښي وي مخه کوي. ځکه د يوه خوراک بيه له ١٠ څخه تر ٢٠ سنټو پورى ده.


عبدالقيوم د افغان مهاجرو له ډلى څخه دى چى په دى وروستيو کى له پاکستان څخه هيواد ته راستون شوى. هغه وايي زه د ورځى ٦٠٠٠٠ افغانۍ (١،٢٠ امريکايي ډالر) عايد لرم چى پرى بايد اوه کسيزى کورنۍ وساتم. زه د دى مالي توان نه لرم چى په رستورانت کى خواړه وخورم. په دى پوهيږم چى د سړک د سر د خوړو په خوړلو ناروغه کيږم. له دى سره هم هره ورځ دا خواړه خورم ځکه چى بله چاره نه لرم.


داکټر حبيب الرحمن د عامى روغتيا له منسوبينو څخه يو تن وايي يوه حکومتي سروى چى د اګست په مياست کى تر سره شوى ، وښودله چى په سلو کى ٦٠ خواړه چى د سړکونو پر سر پلورل کيږي، پاتى شونى او ناپاکه خواړه دي او بايد ونه خوړل شي. دا خواړه د آميبي دردونو، جارديا، اسهال او نورو ناروغيو سبب کيږي.


احمد علي او ملګرى يي د غوايي غوښى کباب د خوړلو له امله د کابل په يوه روغتون کى بستر شول. ملګرى يي له همدى امله مړ شو او دى ښه شو.


دا خبرى په دى معنى نه دي چى د سړکونو د سر د خوړو پلورونکو مشتريان په دى خبره نه پوهيږي. دوى يي پخپله ويني چىپلورونکي چى د کباب سيخان يي پر ځمکه لويدلي وي او ناپاک غابونه بيا کاروي او خواړه په ناپاکو لاسونو پخوي. دوى يي په خپلو سترګو ويني چى تر څنګه يي د بيت الخلاګانو بدرفتونه سر خلاصه وي او دا چى هر ډول خواړه د تاوده لمر لاندى خسا کيږي. دوى همدارنګه پوهيږي چى په خوړو يي ناروغه کيږي. پلورونکى هم په دى پوهيږي.


محمد ظريف آش پلوري. آش د لوبيا، مستو او پريکړل شوي آش مخلوط دى. د نورو غرفو په شان هغه هم يخچال نه لري چى پاتى خواړه هلته د ورځى په اوږدو کى وساتي. هغه وايي هغه آش چى پاتى کيږي زه يي په يوه پاک لوښي کى اچوم او مخ يي پټوم تر څو د بلى ورځى له پاره بوى ونه کړي خو بيا هم هغه بوى کوي. د بوى د له منځه وړلو له پاره پکښى حوږه اجوم.


هغه وايي هغه غرفى چى غوښه پلوري هم همدغه کار کوي. هغوى يو کيلو غوښه په ٥٠٠٠٠ افغانۍ په قصابه رانيسي. او که پاتى شي د راتلونکى ورځى له پاره يي ساتي پرته له دى چى په کوم يخچال کى يي کيږدي.


حبيب الرحمن په دى باور دى چى د سړک د خوا د خوړو پلورلو وضع دومره خرابه ده چى که هر څوک څلور يا پنځه پلا خواړه وخوري بى له شکه ناروغه کيږي. هغه همدارنګه زياته کړه اړوند وزارت پلان لري د دغو خوړو پلورل بند کړي ځکه نور نو د دوى د شته والي له پاره اړتيا نه شته. د خوارو خلکو له پاره ښه دا ده چى وچه ډوډۍ يا ميوه وخوري. که خداى تعالى غوښتل د افغانانو ژوند به په راتلونکي کى ښه شي او دغو خوړو ته به اړتيا پيدا نه کړي.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists