د زندان په اړه پوښتنو او پلټنو سرغړونى بربنډى کړى

سيمه اييزه قومندانان د افغانستان په ولايتونو کى پر قاضيانو فشار واردوي چى خلک په بى بنياده تورونو زنداني کړي.

د زندان په اړه پوښتنو او پلټنو سرغړونى بربنډى کړى

سيمه اييزه قومندانان د افغانستان په ولايتونو کى پر قاضيانو فشار واردوي چى خلک په بى بنياده تورونو زنداني کړي.

په افغانستان کى يوى حکومتي پلټنى رابرسيره کړى چى ځينى قومندانان د زندانونو څخه د ګټى په اخيستو شخصي نفوذ زياتوي او له بډايو اوسيدونکو څخه پيسى تر لاسه کوي چى يو يي خو آن خپل شخصي زندان لري.


يو پنځه کسيز پلاوى د پروان او کاپيسا ولايتونو ته چى د کابل په شمال کى دي ورليږل شوى و چى د فساد او واک څخه د ناسمى کار اخيستنى د راپورونو پلټنه وکړي . دوى د پلټنى په ترڅ کى په هر يوه ولايت کى لس زندانونه وموندل چى سيمه اييزه قومندانانو قضائيه چارواکي دى ته اړ ايستي چى خلک پرته له محاکمى زنداني کړي او ډيرى داسى قضيي يي اوريدلي چى له زنداني کسانو سره ناسم چلند کيږي.


د پلاوي ريس نادر علي محدوى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته د دى اوونۍ په لمړيو کى وويل چى په دغو ولايتونو کى زموږ کار نژدى دوى مياشتى دوام وکړاو په دغه موده کى موږ له ټولو کوچنيو او لويو سيمو څخه ليدنه وکړه. هغه څه چى زموږ توجه راجلب کړه زندانونه او قومندانان و.


هغه وويل اوس موږ يو راپور ليکو چى کابينى ته به وړاندى شي او هغوى به پريکړه وکړي چى څه کوي.


د سيمه اييزه چارواکو په وينا د پلاوي غړي له څو وزارتونو څخه انتخاب شوي و چى پکښى د عدليي او ماليي وزارتونه هم راځي چى ورته لارښوونه شوى وه چى په سيمه کى د اوضاع په اړه له خلکو څخه د قومندانانو له خبرتيا پرته اختنى پوښتنى وشي چى په نتيجه کى يي په زندانونو کى د ناسم چلند او سرغړونو په هکله معلومات تر لاسه کړ.


پلاوي وموندله چى د پروان ولايت د غوربند په ولسوالۍ کى يو زندان چى د دوو غرونو تر منځ په يوه ګوښه سيمه کى يي موقعيت درلود او د سيمه اييز قومندان شخصي زندان و چى د قضائيه بهير سره يي هيڅ ډول تړاو نه درلود. هغه مهال چى پلاوى زندان ته ورغى قومندان وويل ټول زندانيان طالبان دي خو زندانيانو پخپله دا خبره په کلکه رد کړه.


د کاپيسا ولايت په مرکزي زندان کى چى پلاوى يي د ليدنى له پاره د سيمه اييز قومندان له خوا بلل شوى و ، زندانيانو د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل دوى ته د سيمه اييز قومندان له خوا خبردارى ورکړ شوى و چى که چيرى هغو کسانو ته چى له زندان څخه ليدنه کوي شکايت وکړي نو شديده سزا به ورکړ شي.


له خبرداريو سره سره يو شمير زندانيانو په لوړ آواز د دوى د غيرقانوني توقيف او ناسم چلند په اړه د پلاوي له رارسيدو سره سم چى د عسکرو له خوا يي ملتيا کيده په شکايت کولو پيل وکړ. د پلاوي د هغو ژمنو سره سره چى د خوشى کيدو هڅه به يي وکړي ، هڅيدلو زنداني کسانو سره نور زندانيان هم يو ځاى شول.


له زندانيانو څخه يوه تن چيغه کړه چى سيمه اييزه څارنوالانو له قومندانانو سره په پټه مرسته کړى او په پاى کى موږ اوږده موده په زندان کى تيروو.


دوى وويل يو شمير بډاى خلک د سيمه اييزه قومندانانو په حکم په بى بنياده تورونو زنداني شوي او دى ته اړ ايستل شوي چى د خپلى رهايي له پاره بډى ورکړي.


ملا قسيم چى د خپل تره زوى له پاره يي خواړه او جامى راوړي وويل: هغه مهال چى له څارنوال څخه مو پوښتنه وکړه چى ولى مو زموږ خپلوان په غيرقانوني توګه زنداني کړى ، هغه ځواب ورکړ دا په موږ پورى اړه نه لري او د سيمه اييز قومندان کار دى . هغه وويل چى موږ ته يي ګواښ کړى و چى بايد هغه څه وکړو چى دوى يي وايي.


هغه مهال چى پر زندانيانو د لګول شويو تورونو په هکله د تبصرى له پاره د پروان ولايت د محکمى له ريس عبدالمنان څخه پوښتنه شوه هغه پلاوي ته وويل موږ په دى پوهيږو چى له زندانيانو سره ډير بد چلند شوى خو هيڅ هم نه شو کولى ځکه چى موږ ټوپکونه نه لرو. قانون د وسلو په وړاندى ناتوانه دى.


يوه ١٨ کلن هلک پداسى حال کى وژړل چى سيمه اييز قومندان يي پدى تورن کړ چى دهغه د وژلو هڅه يي کوله او بيا يي هغه په جعلي شواهدو زنداني کړ.


هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل پرته له دى چى زه پرى وپوهيږم د سيمه اييز قومندان د اکا لور له ما سره مينه درلوده. هغه پر نجلۍ فشار واچوه چى له يوه بل کى سره واده وکړي. پداسى حال کى چى زه له کوڅى تيريدم هغه پر ما ډزه وکړه. زه روغتون ته يوړل شوم او بهرنيو ډاکترانو وکولى شو چى زما ژوند وژغوري.


پداسى حال کى چى پر ګيډى يي د ګوليو ټپونه ښودل هغه وويل چى ښه شوم قومندان بيا بندي کړم. پر ما تور ولګول شو چى يو داسى کس مى وژلى چى هغه پخپله په سيند کى ډوب شوى و. زنداني هلک چى پخپله يتيم و او د خپلو کوچنيو خويندو او ورونو سرپرستي يي کوله د هغوى د برخليک په اړه يي ژور خپګان څرګند کړ. هغه وويل زه نه پوهيږم چى دوى به څنګه وي ځکه نهه مياشتى کيږي چى ترى کوم احوال نه لرم.


په پروان کى يوه زنداني سيدهاشم وويل، له دى امله زنداني شوى چى يوه خپلوان يي له سيمه اييز روغتون څخه پيسى غلا کړي. هغه همدارنګه وويل يو کال کيږي چى بندي دى او په دغه موده کى په مکرره توګه وهل او ټکول شوى دى. دا چى زما د قضيي په هکله څوک نه غواړي واوري دليل يي دا دى چى زما څخه بيا بيا د بډو غوښتنه کيږي.


خليل چى د غلا پر مهال يي د ساتونکي (پيره دار) دنده درلوده وايي د وهلو ټکولو وروسته دى ته اړ ايستل شوى چى اقرار وکړي. هغه وويل موږ ته اکثره په زندان کى خواړه نه راکول کيږي او هغه مهال چى کورنۍ مو خواړه راوړي نو د زندان ساتونکي يي اکثره پخپله خوري.


د کاپيسا په ولايت کى د جاويد په نامه يوه زنداني وويل وروسته له هغى بندي شو چى له هغى نجلى سره يي واده وکړ چى په ايران کى يي ليدلى وه. له واده څخه يوه ورځ وروسته هغه د نجلۍ په تښتونى تورن شو او په زندان کى واچول شو.


دا پلاوى يو له هغو ګڼ شمير پلاو څخه و چى د ولس مشر حامد کرزي له خوا ولايتونو ته استول شوى و تر څو د هغو راپورونو پلټنه وکړي چى سيمه اييز قومندانان او چارواکي غير قانوني پاټکونه لري او په سيمه کى له تيريدونکو سوداګرو څخه ماليي اخلي.


د خلکو د شکايتونو پر بنسټ د دغو راپورونو له لوستو وروسته حامد کرزي تيره مياشت له ١١ ولايتونو څخه ٢٨ جګ پوړي چارواکي چى پکښى د پوليسو ګڼ شمير ريسان هم و چى په يو لړ تورونو ګرم و چى پکښى د لرغونو آثارو او مخدره موادو قاچاق، د ګمرکي عوايدو غلا، وهنو ټکونو، لوټمارۍ او د مرکزي حکومت د دايرکتيفونو له پامه غورځول هم راځي.


کرزي چى د جون په مياشت کى د ولس مشر او د انتقالي حکومت د مشر په توګه انتخاب شو د ټولو ولايتونو واليانو او چارواکو ته خبردارى ورکړ چى که چيرى د ناسم ګام په اخيستو ونيول شي نو د ورته برخليک سره به مخامخ شي او په سيمو کى د دوهم ځل له پاره د پلټنو د تر سره کيدو له پاره يي حکم وکړ.


د پلاوي مشر محدوى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل زه يقين لرم چى کابينه به په دغو دوو ولايتونو کى چارواکو ته يو څه ووايي او ټوله نړۍ به د دغه چارواکو په هکله ډير ژر وپوهيږي.


Frontline Updates
Support local journalists