د جرمونو څپو افغان ولایت ځپلی دی

د سیمه ییز مشر د برخلیک په اړه له روان تاوتریخوالي سره اړونده ناکرارې.

د جرمونو څپو افغان ولایت ځپلی دی

د سیمه ییز مشر د برخلیک په اړه له روان تاوتریخوالي سره اړونده ناکرارې.

Atta Mohammad Noor votes in the 2010 parliamentary elections. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)
Atta Mohammad Noor votes in the 2010 parliamentary elections. (Photo: Majid Saeedi/Getty Images)

د بلخ ولایت اوسیدونکي وايي د ولسمشر له خوا د هغه ولایت د والي د ګوښه کېدو له امله د رامنځته شوي ولاړ سیاسي حالت په نتیجه کې امنیتي وضعه مخ په ناوړه کېدو روانه ده.

د مجاهدینو پخواني قوماندان، عطامحمد نور، له هغه دمخه چې د ۲۰۱۷ کال د نومبر په اتمه د ولسمشر، محمد اشرف غني له خوا له ولایت څخه ګوښه شو، د بلخ د والي په توګه ۱۳ کاله دنده سرته رسولې ده.  

نور، چې د جمعیت اسلامي ګوند یو مشر هم دی، له غني سره خپل تقابل ته دوام ورکوي او نه غواړي چې له دندې ګوښه شي.

د بلخ ستراتیژیک ولایت د افغانستان تر ټولو امن او غوړېدلی ولایت و، ځايي خلک اوس شکایت کوي چې جرایم مخ په ډېرېدو دی او وسله وال خلک ولس ډاروي.

د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ یوه اوسیدونکي، محمد باقر وویل، وسله وال بریدګرو په مزارشریف ښار کې د پولیسو له پوستې څخه یوازې د ۵۰ متره په واټن کې له هغه څخه د پیسو د شوکولو هڅه وکړه.  

هغه آی ډبلیو پي آر ته وویل: «د ماښام شپږ بجې وې، د حضرت علي کرم الله وجهه له روضې سره نژدې د ټکسيانو په تمځای کې مې په خپل مبایل کې خبرې کولې. دوه تنه مې ولیدل چې په یوه کرولا موټر کې زما خواته راغلل. کله چې راورسېل، ويې ویل، موبایل دې راکړه! کله چې مې ورنه کړ، د ټوپک خوله يې راته راواړوله او ډزه يې راباندې وکړه. ګولې مې پر ښې پښې ولګېده او هغوی وتښتېدل.»

باقر وویل،  پر وسله والو سړیو يې شک درلود چې له پولیسو سره تړاو لري، ځکه پر هغه د برید پر مهال د پولیسو په څېرمه پوسته کې پولیسو هیڅ غبرګون ونه ښود.   

هغه وویل: «ځینو پخوانیو جهادي قوماندانانو له معاش ورکولو پرته یو شمېر غټ ورمېږي استخدام کړي، دغه قوماندانانو ورته ویلي چې وګرځي او ځانونو ته پخپله پیسې پیدا کړي. له دې امله هغوی پر خلکو بریدونه کوي او پیسې ترې اخلي.»

په بلخ پوهنتون کې د کرنې د پوهنځي یو محصل، علي عارفي، چې مزارشرف ته څېرمه په سجاده کارته کې اوسیږي، د وروستیو جرمونو یو بل قرباني دی.

هغه وویل: «د سهار اته بجې وې، پوهنتون ته روان وم. دوه تنه موټرسایکل سپاره زما په لور راغلل. ويې ویل، موبایل دې راکړه، کله چې مې مقاومت وکړ، د ټوپک ډزه يې وکړه او پر کیڼه پښه يې وویشتم. له نېکه مرغه ګولۍ مې پر پښه سرسري ولګېده او یوازې پوستکی يې راته ټپي کړ.»

عارفي وویل، کله چې خلکو ډزه واورېده رامنډې يې کړې او وسله وال سړي وتښتېدل. درې ورځې د بلخ په ابن سینا روغتیون کې بستر او درملنه یې وشوه. هغه وویل، اوس هم چې سهار له کوره وځم، ډېر ډاریږم.

په دې وروستیو وختونو کې، د منصور هوټل د ننوتلو په دراوزه کې د ځانمرګي برید په ګډون یو لړ بمي بریدونه هم تر سره شوي، چې یو تن پکې وژل شوی او دوه تنه يې ټپیان کړي وو. یوه میاشت وروسته یو موټر بم دوه نور خلک ووژل او پنځه يې ټپیان کړل.     

د نومبر په دېرشمه د دوو پولیسانو په ګډون یوولس تنه هغه مهال ووژل شول چې یوه موټر سوار د ابن سینای بلخي روغتون مخې ته د پولیسو پر موټر یو لاسي بم وغورځاوه.  

په بلخ کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسون رئیس، قاضي سید محمد سامع وویل: «ټوپک والا په لسګونو جرایم او له بشری حقونو څخه سرغړونې سرته رسوي چې زموږ د ډېرې اندېښنې لامل دي.»   

هغه وویل، سره له دې چې د جرمونو کره شمېر په لاس کې نشته، خو وايي، د هغه په اند په دې وروستیو وختونو کې د ولایت په مرکز او همدارنګه په ولسوالیو کې وسله والې سرغړونې ډېرې شوې دي.

د ځينو په باور، که چېرته ناقانونه وسلې ټولې شي، نو د سرغړونو د کچې له را ټیټيدو سره به مرسته وکړي.   

ځایي سیاستپوه، عبدالقادر مصباح وویل، زورواکي ګڼ شمېر سړي پر وسلو سمبالوي چې د افغانستان له ترینګلي حالت څخه ګټه پورته کړي. هه په دوام وویل، د ستونزې یوه برخه په پراخه کچه د وسلو وېش دی.

«د دې ناتار د هوارۍ یوازنۍ لاره د وسلو د جواز وېش دی. په دې کار به له قوماندانانو سره د ناقانونه وسلو شمېر معلوم شي او حکومت به يې ټولې کړاې شي.»

د بلخ د پولیسو ویاند، شېر جان دراني وویل، ناقانونه وسلې هغوی ته په پراخ ډول وېشل شوي، ترڅو د خپل خوښې ګامونه پورته کړي.    

هغه وویل: «که چېرته په بلخ ولایت کې کوم سوداګر یا د ولایتي شورا غړی د قانوني وسلې د ګرځولو حق لري، نو د دې تر څنګ له پنځو زیاتې غیر قانوني وسلې لري. دا ټول د بېنظمۍ لامل کیږي.»

دراني په دوام وویل: «که عادي خلک، سوداګر، قانون جوړوونکي، د ولایتي شورا غړي او نور حکومتی چارواکي له پولیسو سره همکاري و نه کړي، د بلخ د امنیه قومانداني نشي کولای له وسله والو څخه وسلې راټولې کړي.»

په ورته وخت کې نور د ولایتي ادارې د مشر په توګه کار ته دوام ورکوي او په خپل دفتر کې غونډې رابلي او بې شمېره جلسې جوړوي.

د بلخ د ولایتی شورا مشر، محمد افضل حدید، چې د وسله والو د شمېر د زیاتېدو خبره مني، وايي، دا ستونزه يې له [عطامحمد] نور سره شرېکه کړې ده. هغه ورته په ځواب کې ویلي چې موضوع به هواره کړي.

Frontline Updates
Support local journalists