د تيري اوونى مضامين

په ارتداد تورن ورځپاڼه ليكونكى له خپلې ليكنې نه پښيمانه نه دى

د تيري اوونى مضامين

په ارتداد تورن ورځپاڼه ليكونكى له خپلې ليكنې نه پښيمانه نه دى

Wednesday, 16 November, 2005

ورځپاڼه ليكونكى په يوې غير اسلامي ليكنې پښيماني نه ښيي، چې ښايي د ژوند په بيه يي پاى ته ورسيږي.


د يوې افغاني خپرونې مسوول مدير، مير حسين مهدوي، له هغه وروسته چې په كفر ويلو تورن شو، له كابل بهر په يو پټ ځاى كې له خپلو مخالفو نظرياتو څخه د دفاع په خاطر د يو كتاب په ليكلو بوخت دى.


نوموړي د اّى أبليو پي اّر له خبريال سره په يوې ځانګړي مركې كې وويل، چې د خپل اختلافي مضمون په چاپولو، چې د هغه د بندي كيدو سبب شوه، "يوه شيبه پشيماني" هم نه شيي. نوموړى د خپل كتاب د ليكلو په هكله وايي: "تولي دولتي او غير دولتي خبري رسنة زما په ضد ليكني كوي، زه د يو انسان په توكه حق لرم، له ځانه دفاع وكړم او خلك له رشتياوو خبر كړم."


مهدوي د اّفتاب د خپروني مسوول مدير اود هغه مرستيال علي رضا پيام د تير جون په مياشت كي د خپلې يوې ليكنې له امله په كفر ويلو تورن او د اتو ورځو لپاره په بند كې اچول شوي وو. په دې مضمون كې يې پخواني جكړه ماران غندلي وو، چي اوس د حكومت په لوړو څوكيو كې كار كوي.


ولسمشر حامد كرزي، د هيواد د منځمهالي اداري مشر، د نړيوالو موسسو له خوا ترفشار وروسته د هغوى د خوشې كيدو لارشوونه وكړه، خو قضا لاتر اوسه د هغوى د تعقيب او څارني هڅه كوي.


هغوى دواړه له هغې وروسته چې دا شخړه رامنځته شوه، كابل ته نه دي راستانه شوي. د نوموړو په غياب كي ستري محكمي د هغوى په هكله يوه فتوا صادره كړه او په كې يې د هغوى د اعدام غوشتنه وكړه.


مهدوي له اّي أبليو پي اّر څخه د هغوى د اوسيدو د ځاى د نه شوولو غوشتنه كړي، خو ويل يې چې پيام او د هغه نور ملكري، چې د ورحپانې له بنديدو وروسته تشتيدلي، روغ رمت او خوندي دي. نوموړى 31 كلن ورحپانه ليكونى د خپلي كورنى له غړيو سره په غير مستقيمه توكه اړيكي ساتي.


مسوول مدير څرګنده كړه، هغه غواړي چي يو كتاب وليكي او په هغه كې د پخوانيو جكړه مارانو د ظلم او ناروا په هكله خلكو ته زيات معلومات وركړي، چي د هغه د ليكنې"فاشيزم مقدس" ترسرليك لاندې پرې ډيري خبري شوي دي.


هغه ډاډ خركند كړو، چي كتاب به يي د كال تر پايه چاپ شي، خو شك يې درلود چې كه چيرته په افغانستان كې د چاپ موقع تر لاسه كړي.


مسوول مدير پنحه كاله په ايران كې په مذهبي مدرسو كې د اسلام د مختلفو فرقو او مذهبونو په هكله زده كړې، كړې دي.


د هغه تر ټوله ستره ادعا داده چې اسلام د افغانستان دننه او بهر په نور اسلامي نړى كې د هغه چا له خوا په ناسمه توګه كارول كيږي، چې غواړې په قدرت كې پاتې شې. نوموړى په دې باور دى، چې د هغه هيوادوال دې ته ليوال دي، چې آن د خپلو مشرانو په هكله د كوتنيونو اوريدو ته غوإ كيدي.


مهدوي د خپلې قضيې په هكله هغه خلك غندي، چې د خپلو عملونو د رواكنلو لپاره اسلام د يوځال په توكه كاروي او په هغو ليكوالانو بريدونه كوي، چې په خپلو ليكنو كي د هغوى دا اعمال او كړنې غير اسلامي كني، خو وايې، چې هغه د خپلې ليكنې په هكله د يو جدي د غبركون هيله نه لرله، ځكه چې هغه پخوا هم داسي مخالف مضامين خپاره كړي وو.


دا مضمامين د شمال تلوالې په كارنامو باندې د تبصرو په كأون، د هيواد په رسمي نوم پورې د"اسلامي" كلمې له ورزياتولو خخه عبارت دي. دا او داسي نوري ليكنې د مهدوي له خوا د مارچ او اپريل په مياشتو كې خپرې شوې دي او د نامعلومو كسانو له خوا ورته د مرك كواشونه شوي وو.


مهدوي ومنله چي دا يوه خطرناكه لاره ده، خو ټينګار يې كاوه چي هغه نه ډاريږي. هغه آّن وايي، چې د محكمې پريكړه مني، خو په دي شرط چي د سياستوالو او شرعي قانون تركنترول لاندي نه وي.


هغه د خپلو نورو هغو انډيوالانو په هكله انديشمن دى، چې په كابل كې د چارواكو په هكله د ناخوشة آّوازونه پورته كوي. هغه وايي: "زه د هغه چا د سرنوشت په هكله انديشمن يم، چې كه چيرته د ورته (مشابه) بې عدالتيو په باب څه ووايي، نو له ورته ستونزو سره به مخامخ شي.


د مطبوعاتو نوى قانون، چې د ولسمشر كرزي او د هغه د كابينې په ميز باندې پروت دى، د خبريالانو قضيې يو ځانكړي كميسون ته وړاندي كوي، چي د اطلاعاتو او كلتور وزير به يې مشري كوي. دا كميسون به د ځارنوالى يا محكمې په ځاى د جزا د وركولو پريكړه كوي. دا قانون يو منځمهاله اقدام دى او ددې لپاره رامنځته شوى، چې د جزا د قانون په وړاندي د ژورنالستانو ساتنه وكړي، چې په زياترو مادو كې هغوى په نښه كړاى شوي دي.


خو داسي نه شكاري، چي دا كار به له مهدوي سره مرسته وكړاى شي، چې په هكله يې لا له خوا پريكړه صادره شوې ده. مسوول مدير اوس د اطلاعاتو او كلتور له وزارت سره په دې هڅه په خبرو بوخت دى، چې كه وكړاى شي، د يوې خوندي لارې په پيدا كولو بيرته كابل ته راستون او كار له سره پيل كړي.


Frontline Updates
Support local journalists