د تازه ميوى د سوداګرۍ پيل

د افغانستان يو له ډيرو نامتو پخوانيو صادراتو څخه يو ځل بيا په ښه ډول پيل شويدى

د تازه ميوى د سوداګرۍ پيل

د افغانستان يو له ډيرو نامتو پخوانيو صادراتو څخه يو ځل بيا په ښه ډول پيل شويدى

د لس ګونو کلنو راهيسى د افغانستان خونده ورى او غوښنى ميوى د ټوله نړى په بازارونو کى ارزښت لرى. همدا ميوى د هوا، مځکى او سمندر له لارى د نړ ۍ بيلابيلو برخو ته ليږل کيږي او افغانستان ته د سختو اړتيا وړ عايداتو د راوړلو سبب کيږي. خو جګړى او بى ثباتى په اغيزه من ډول همدا ارزښناکه سوداګرۍ د منځه وړى وه.


د طالبانو د رژيم په راتګ سره د نوموړى سوداګرى حالت د بدو څخه بدتره شو. حاجى محمد شريف چى د هيواد په شمال کى د ميوى د باغونو باغوان دى، د طالبانو د واکمنى په وخت کى مجبوره وو چى پايتخت کابل ته د ځان سره د يوى کوچنى کڅوړى د مميزو د راوړلو دپاره د دفاع د وزارت څخه اجازه تر لاسه کړي.


نوموړي د جګړى او سولى راپور ورکولو ټولنى ته وويل: همدا قانون طالبانو پر ځان او خپلو ملګرو نه عملى کاوه، خو ما بايد اجازه تر لاسه کړى واى.


د طالبانو د واکمنى په دوره کى د شمال د اتحاد سره د جګړى له امله د بغلان، کندز، مزارشريف او پروان د ولايتونو څخه ميوى کابل ته راوړل کيداى نه شواى.


د نوموړو ولايتونو ميوى د سالنګ د تونل له لارى چى د هيواد د شمال برخى د کابل سره وصلوى، هم نه شواى راوړل کيداى، ولى چى نوموړى تونل د طالبانو لخوا د پايتخت په لورى د هغوى د غليم د پرمختګ د مخنوى له امله بند کړاى شوى وو.


طالبانو د هيواد په شمال کى د جګړو په وخت کى د ميوى پر هغو باغونو بريدونه کول چى مالکانو ئى د شمال د اتحاد ملاتړ کاوه. طالبانو پر نوموړو باغونو اوبه بندى کړى وى، دباغونو د ميوو ډکو ونو ته ئى اور ور اچوه او باغوانانو ته به ئى اجازه نه ورکوله چى پاته ميوى بازارونو ته راوړي.


خو د طالبانو د رژيم د نسکوريدو راهيسى، باغوانان په آزادى سره خپل کارونه پر مخ بيائى چى د ميوى د زياتوالى سبب شويدى او د ميوو سيمه ايزه بيى ئى را ټيټى کړيدي. دا کار د ميوى د ارزښناکه سوداګرۍ د پيل سبب شويدى.


افغان سوداګرو د سوداګرى يوه اتحاديه جوړه کړيده چى پکښى د ميوى او ترکارى (٤٠٠) کوچنۍ اتحادئى شاملى دي. همدارنګه د کابل د ښار څخه دباندى د کولوله پشتى او تهيۀ مسکن تر منځ يو نوى د ميوى مارکيټ جوړ شويدى چى تر اوسه پکښى (٨٠٠) هټى او کوکى پرانستل شويدى.


د نوموړى سوداګرى د اتحادئى منسجم نجيب الله وويل: د طالبانو په واکمنى کى يوازى (٣٥٠) تنو ته د ميوى د سوداګرى اجازه ورکړه شوى وه، خو اوس (٧٠٠) تنو د ميوى د سوداګرى د فعاليتونو اجازه تر لاسه کړيده. هغه زياته کړه: د (٣٠) څخه زياتو نويو کمپنيو بهرنيو هيوادونو ته د ميوى صادرول پيل کړيدي.


حتى متحده ايالتونو ته د افغاني ميوى د ممکنه صادراتو په هکله خبرى کيږي. نجيب الله وويل: که امريکى ته زموئږ د ميوى صادرول پيل شى، نو افغاني بزګران به تشويق شى او هغوى به د کوکنارو د کرلو څخه لاس واخلى.


د تيرو دولسو مياشتو راهيسى د افغانى ميوى په صادراتو کى د پام وړ پرمختګ راغلى دى. تازه ميوى لکه انګور، زردالو، خټکى، انار او مڼى چى يو وخت په ټوله نړى کى ئى شهرت درلود، يو ځل ئى بيا دوبى، هند، پاکستان او تاجکستان ته صادرول پيل شويدي.


د افغانى ميوى تقاضا او غوښتنه يو ځل بيا زياته شويده او کابل د سوداګرو څخه ډک دى چى د ميوى د قراردادنو او تړونونو په هکله خبرى کوي.


د ادريس مجيب د تازه ميوى د سوداګرى د مرکز رئيس حاجى اختر محمد وويل: پخوا د ميوى سوداګر افغانستان ته د جګړى له امله نه راتلل، خو اوس د هغوى يو زيات شمير دلته راغلي دي. نوموړي زياته کړه: موئږ سږ کال هند ته د خټکيو او دوبى ته د هوا له لارى د نورو تازه ميوو په بيا صادرولو ډير خوښ يو.


هغه وويل: هره ورځ د تازه ميوى (٨٠) لارى موټران پاکستان ته ځي او هم د افغانستان او تاجکستان تر منځ د پولى د پرانيستو له امله منځنى اسيا نوموړى جمهوريت ته د تاشکرغان د انارو وړل پيل شويدى.


افغان سوداګر مير احمد چى پس له شلو کلنو څخه ئى د لومړي ځل له پاره دوبى ته په کارتنونوکى د نامتو اميرى زدالوو په صادرولو پيل کړيدى، وويل: هغه بهرني سوداګر چى دوبى ته راځي، يوازى افغانى ميوى خوښوي.


خو د هيواد د سړکونو خراب حالت د ميوى د سوداګرۍ د بيا پر پښو د دريدلو مخه نيولى ده. د نجابت خان د کمپنى رئيس آغا، چى هره ورځ هند ته يوه لارۍ خټکي ليږي، وويل: موئږ د هند سره په سوداګرى کى ستونځى لرو، ولى چى د کابل او تورخم تر منځ د لوى لارى حالت ډير خراب دى. نوموړى زياته کړه: که همدا لويه لاره ترميم کړه شى، نو هندي سوداګر به د افغاني ميوى په واردولو کى ډيره علاقه څرګنده کړي.


په ټرانسپورټي او مخابراتي سيسټمونو کى د پرمختګ له امله ډير مالونه بازارونو ته راوړل کيږي. د بغلان د خټکيو يو سوداګر محمد طاهر وويل: د سالنګ د تونل د پرانيستو له امله په هر شى کى پرمختګ راغلى دى.


نوموړي زياته کړه: پخوا د لاريو ګاډي د بغلان څخه کابل ته د باميان د ولايت د حاجى ګک د خرابى لارى څخه تلل او دوى ورځى وخت ئى نيولى چى ټوله ميوه به خرابه شوه.


هغه وويل: اوس چى د سالنګ تونل پرانستل شويدى، يوه لارۍ کابل ته په يوه ورځ رسيږي او له همدى امله د ميوى بيه ډيره را ټيټه شويده. نوموړي زياته کړه: تير کال د خټکيو يو سير (اوه کيلو) په (٥٠٠٠٠) افغانى وو، خو سږ کال په نيمه بيه خرڅيږي.


د ميوى په بيه کى ټيټوالى د هر چا دپاره يو ښه خبر نه دى. داسيس خان چى په پايتخت کابل کى په يوه کراچى يا ړيړى کى ميوه خرڅوي، وويل: د ميوى د بيى د ټيټوالى له امله زما کار او بار ډير خراب شويدى، ولى چى ما د طالبانو په وخت کى د ورځى يو لک افغانى ګټلى، خو اوس د ورځى يوازى (٥٠٠٠٠) افغانى لاس ته را وړم.


دانش کړوخيل د جګړى او سولى د راپورونو د ورکولو د ټولنى خبريال دى.


Tajikistan, Pakistan
Frontline Updates
Support local journalists