د بي بي سي د نوي کور، نوي ژوند ډرامې او د خلکو تاوده احساسات

مشهورو راديوي ډرامو د تېرو لسو کلونو په ناخوالو، کړاوونو او ټپونو باندې ښې پټۍ لګولي دي.

د بي بي سي د نوي کور، نوي ژوند ډرامې او د خلکو تاوده احساسات

مشهورو راديوي ډرامو د تېرو لسو کلونو په ناخوالو، کړاوونو او ټپونو باندې ښې پټۍ لګولي دي.

. يو ځوان ديوال ته ډډه لګولې او ژړل يي. يوه مېرمنه يوازې ولاړه وه او له خپل ځان سره يي خبرې کولې. له دويم پوړ څخه مې هم عجيبه اوازونه او لوړ غږونه اورېدل.



لومړی مې سوچ کاوه، چې ګوندې لاره مې غلطه کړې او د عقلي ناروغيو روغتون ته راغلې يم. خو وروسته مې فکر شو، چې زه خو د بي بي سي افغاني ښوونيزې پروژې ته راغلې يم. دا پروژه په خيرخانې مينې کې واقع ده. کوم شی، چې زما سترګو ته راتلو، هغه (نوي کور، نوي ژوند) ډرامې ته د لوبغاړو تمرين او ځان چمتو کول و. نوی کور، نوی ژوند د بي بي سي وتلې او مشهورې ډرامې دي، چې بي بي سي يي د افغانستان لپاره خپروي.



د ثبت او ريکارډولو په ستډيو کې دوه لوبغاړي ميکروفونونو ته ولاړ دي او خپله، خپله برخه تمثيلوي. ستډو يوې بزګرې کورنۍ ته پاتې کېده، چې غلبېل، منګي، چاټۍ، بېل، تسکوره، رمبی، يوه افغاني دودېزه دايره او په ډرامې کې نور کارېدونکي توکي او شيان په کې تر سترګو کېدل.



د نوی کور، نوی ژوند پروګرام د 1994 کال د اپرېل په مياشت کې رامنځته شو. نوموړی پروګرام د پاکستان په پېښور کې جوړېدو او د لندن له لارې خپرېده. د نوي يمو کلونو په تنظيمي او کورنيو جګړو کې او له هغې څخه راوروسته د طالبانو د واکمنۍ په پېر کې د نوي کور، نوي ژوند په ډرامې باندې د زياترو کورنيو د سينما، تلوېزيون او ورځپانو تنده ماتېدله، چې هغه مهال يي شتون نه درلود.



د نوي کور، نوي ژوند د پروګرام ايديتور، کاتب پاڅون وويل: ((افغانانو د کورنۍ جګړې، په تېره بيا د طالبانو د واکمنۍ په پېر کې، زياتې ستونزې ګاللې. د هغوۍ ژوند له غم او کړاو ډک و. موږ غوښتل خلک خوشحاله وساتو ترڅو خپل خپګان هېر کړي. له دې امله مو دا ډرامې جوړې کړې. موږ اورېدلی و، چې طالبانو هم هغې ته غوږکېښود او ډېرې يې خوښېدې.))



له واکه د طالبانو د لېرې کېدو وروسته بي بي سي د 2002 کال په سپتمبر کې خپل مرکز له پېښور څخه کابل ښار ته ولېږدولو.



د نوي کور، نوي ژوند په پروګرام کې اوس 108 تنه لوبغاړي کار کوي او د افغانستان په دوو رسمي ژبو پښتو او دري باندې خپرونې کوي. په همدې توګه د پښتو او دري ژبو د متن درې، درې ليکوالان، د هرې ژبې لپاره د متن او ديالوګ يو، يو اديتور او همدارنګه د ډرامو يو ليکوال شته.



بي بي سي دا ډرامې د انټرنيټ او د افغانستان د سيمه ييزو او همدارنګه د پېښور او کويټې د راديو ګانو له لارې خپروي، چې لا تراوسه زيات شمېر افغانان هلته ژوند کوي.



د نوي کور نوي ژوند دخپرونو لړۍ د افغانستان ورځنی ژوند غبرګوي او د لارښوونې او تفريحي برخې په کې شاملې دي. په هغې کې يو شمېر کرکترونه د ودونو، زېږېدنو، ناروغيو او کله ناکله د مړينو په صحنو کې تمثيل کوي.



د پاڅون د وينا له مخې د پروګرام له جوړېدو څخه تر اوسه پورې د 2000 په خواوشا کې کيسې خپرې شوي دي. د بي بي سي په يوې وروستۍ سروې کې جوته شوې وه، چې په سلو کې تر اويا پورې افغانان د نوي کور نوي ژوند ډرامې اوري. دا شمېره په خوست کې په سلو کې نوي او په کابل کې په سلو کې شلو ته رسيږي.



پاڅون وايي، د نوي کور، نوي ژوند ډرامې په تفريحي برخو برسېره د روغتيا، کرنې، د څارويو ساتنې، ښوونې او روزنې او کلتور په برخو کې معلومات وړاندې کوي او په دې توګه د خلکو په ژوند باندې رښتينی اغېز کوي.



هغه وويل: ((موږ يو کوچنی هلک وليد، چې پښه يي د ماين د چاودنې له امله له لاسه ورکړې وه. هغه ډېر خپه و او آن د ځان وژنې هڅه يي کړې وه. خو کله چې يي په ډرامې کې د جانداد د پښې له لاسه د ورکولو کيسه واورېده او پرځای ورته مصنوعي پښه واچول شوه او خياطۍ يي زده کړه. هغه هم همدې ته ورته کار وکړ او موږ ته يي ويل، چې ډرامې د هغه ژوند ډېر بدل کړی دی.))



د ننګرهار ولايت يوې اوسېدونکې، 23 کلنې نظيفې وويل، د نوي کور، نوي ژوند ډرامو د هغه د درې کلنې لور ژوند ژغورلای دی.



هغې آی ډبليو پي آر ته وويل: ((زما لور په نس ناستې اخته وه. موږ موټر نه درلود. له ښار څخه ډېر وړاندې اوسېدو. ما په يوې ډرامې کې اورېدلې و، چې که چېرته درمل ونه موندل شول، نو کوچني ته دې ارداوه (يخې کړای شوو اېشدلو اوبو کې د اوړو او مالګې ګډوله) ورکړ شي. وروسته راته ډاکټر وويل، که چېرته دې دا کار نه وای کړی، نو ښايي ماشوم دې له لاسه ورکړی وای.))



پاڅون وويل، موږ د نوي کور، نوي ژوند د موضوعګانو په اړه پرېکړې د راغلو ليکونو، په سيمې کې د ارزيابۍ د ډلې د سروې او له بسپنه ورکوونکو سره د منظمو خبرو اترو پر بنسټ کوو. نوموړې ډرامې ته د ملګرو ملتونو، برتانيي حکومت او اوکسفام په څېر بېلابېلې موسسې بسپنه چمتو کوي.



د ښځو حقونه، سياست، د ټولټاکنو وروستی بهير او په دې وروستيو وختونو کې د ايچ ای وي/ ايدس HIV/AIDS موضوعګانې د نورو په ډلې کې وتلې او مشهورې موضوعګانې دي.



د بي بي سي چارواکو ددې پروژې د بودجې په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه، خو د يو اټکل له مخې يي نوموړې پروژې يو کلنه بودجه له يو مليون امريکايي ډالرو څخه زياته وبلله.



د ملګرو ملتونو د کډوالو موسسه (UNHCR)، د ملګرو ملتونو د ښځو پراختيايي صندوق (UNIFEM)، چې په په ترتيب سره ددې پروګرام په سلو کې ديارلس بودجه تامينوي، دې ته مينه وال دي، چې له پروژې سره د مرستو کار ته دوام ورکړي. د UNIFEM د مطبوعاتو او جنډر د پورګرام مرستيال، محمد قاسم وويل: ((UNIFEM له ډرامې ډېر زيات خوشحال دی.))



د نوي کور، نوي ژوند د پروګرام يوه لوبغاړې، سويتا د کلي د مشر د مانديني رول لوبوي. هغه لا تر اوسه په پېښور کې اوسيږي او هره اوونۍ کابل د پروګرام د جوړولو لپاره راځي. هغه دا ستونزه په خوښۍ يادوي او وايي، له يوولسو کالو څخه وروسته نه شي کولای له هغې لاس واخلي.

هغې خپل اته مياشتنې ماشوم ته ګوته ونيوله او ويي ويل: ((ما ته دا ډرامه هغومره ګرانه ده، لکه څومره چې راته دا خپل ماشوم ګران دی. ډرامه زما يوولس کلن ماشوم دی.))



د آی ډبليو پي آر سيمه ييز ايديتور، حفيظ الله ګردش له نوموړي پروګرام سره له اتو کالو راهيسي کار کوي. هغه د برکلي د مشر، سرور په رول کې کار کوي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال به هغه هره اوونۍ پېښور ته ډ رامې د ثبت لپاره پېښور ته تللو. دا هغه مهال و، چې افغانانو نه پاسپورتونه درلودل اونه ويزې.



هغه په موسکا وويل: ((ما ته پاکستان ته د ننوتلو او وتلو ټولې ناقانونه لارې معلومې دې.))



هغه له دې لارې څخه ترخې خاطرې لري. يو ځل بايد هغه د غره له لارې تللی وای. په يوې بوږنوونکې پېښې کې په هغې موټر چپه شو، چې له امله يې دوه تنه مړه او نور 16 ټپيان شول. د هغه تره هم په دې پېښه کې ډېر سخت ټپي شوی و.



هغه وويل: ((زه به تل ستډيو ته په خپل وخت رسېدم.))



پنځه پنځوس کلنه محبوبه جباري د ډرامې د درې د برخې اډيتوره او لوبغاړې ده. هغه د نوي کور، نوي ژوند له پروګرام سره له هماغه پيل راهيسې کار کوي.



جباري وويل: ((ماته د وياړ خبره ده، په يوې داسې ډرامې کې کار کوم، چې تر اوسه يي څو څو ځلې نړيوالې جايزې وړي دي.))



د نوي کور، نوي ژوند ډرامې دوه ځلې د برونزو او يو ځل د سپينو زرو په مډالونو وياړلې شوي دي. همدارنګه يي د نيويارک په ښار کې د نړيوال فستيوال په کلنۍ غونډه کې درې ستاينليکونه تر لاسه کړي دي.



خو د افغانستان دننه په هر لور او هر کور کې د هر چا له خوا ستايل کيږي.

په کابل کې يو ټکسي چلوونکي، 23 کلن عتيق الله وويل: ((زه په خل ژوند کې يو د قدر وړ ميلمه لرم او هغه د نوي کور اونوي ژوند ډرامه ده. لوبغاړي په داسې لارو چارو تمثيل کوي، چې اوريدونکي ځانونه پخپله په صحنې کې احساسوي.))



د پکتيا د ولايت اوسېدونکی، 22 کلن ميرزا خان وايي، نوموړي ډرامې د هغه په ولايت کې د هر چا په خولو کې دي.



هغه وايي: ((ماشومان تر هغه چې دا ډرامې وانه اوري، نه بېده کيږي. زياتره خلک د بي بي سي خبرونو ته د نوي کور، نوي ژوند لپاره غوږ نيسي.))
Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists