د بشري حقونو د لوست زده کړه

په دى هڅه چى د جګړى ټپونه مرهم او هيواد يو موټى شي افغان ماشومانو ته به د بشري حقونو اصول ور تدريس شي.

د بشري حقونو د لوست زده کړه

په دى هڅه چى د جګړى ټپونه مرهم او هيواد يو موټى شي افغان ماشومانو ته به د بشري حقونو اصول ور تدريس شي.

Monday, 21 February, 2005

افغانستان په دى اصل پوه دى چى بشري حقونه په دغه دودپاله ټولنه کى ژورى ريښى نه لري او د ٢٣ کلنى وحشي جګړى پر مهال په شديده ټکول شوي ، نو په ښوونځيو کى د هغو لوست اجباري کوي.


انتقالي حکومت چى مشري يي د ولس مشر حامد کرزي له خوا کيږي هيله لري چى د بشري حقونو پر اساساتو د افغانانو روزنه به د جګړى ټپونه مرهم او ، د راتلونکيو نښتو مخه به ونيسي او هيواد به پداسى حال کى متحد او يو موټى کړي چى د مليتو نو او توکميزه اړيکو له امله لاهم سره ويشلى دى.


د افغانستان د بشري حقونو له خپلواک کميسون څخه محمد فريد حميدي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: که چيرى يو سړى پخپلو حقونو ونه پوهيږي ، نو هغه بۀ يي هيڅکله هم تر لاسه نه کړي. او هغه څوک چى پر خپلو حقونو پوهيږي ، هڅه به وکړي چى نور ترى محروم نه کړي.


دا کميسون له يوه کال څخه زياته موده وړاندى د طالبانو د سخت دريزه رژيم له ړنګيدو وروسته د افغانستان د راتلونکي له پاره د بن د موافقو د يوى برخى په توګه جوړ شوى و. د کميسون موخه دا ده چى په ولاياتو کى چى ځينى يي لا هم د کابل د مرکزي حکومت له کنترول څخه بهر د غښتليو جنګ سالارانو تر تسلط لاندى دي سيمه ايز دفترونه جوړ کړي.


د کميسون د غړو په وينا ، دا ټول قومندانان چى ځينى يي د غير قانوني پاټکونو او پوستو په درلودو چى په مليونونو ډالر ګمرکي ماليه راټولوي، مطبوعات کنترولوي، خپل شخصي زندانونه لري چى د هغو په وسيله له بډايو او شتمنو پيسى راکاږي او له واک څخه نورى ناوړه ګټى اخيستنى کوي، ټولو موافقه کړى چى له څارونکو سره به همکاري کوي.


حميدي وويل: کميسون به په بيلا بيلو برخو کى کار کوي او پر ځينيو ځانګړو موضوع ګانو لکه، د ښځو او ماشومانو حقونو او ښوونى او روزنى ته به پام کوي.


دوى به له دى امله په کار ډير بوخت وي ځکه په داسى يوه هيواد کى چى ډيرى ماشومان چى عمر يي له پنځو کلونو کم دى د تعليم د تر لاسه پر ځاى ، دى ته مجبوره دي چى ټول وخت کار وکړي، يا دا چى کوڼدى د سيمه ايزه دودونو له امله دى ته اړ ايستل کيږي چى د خپل ارواښاد خاوند له خپلوانو سره واده وکړي آن که هغوى کوچني ماشومان هم وي، او يا دا چى د د هيواد په ځنيو برخو کى ښځى د طلاق ورکولو حق نه لري.


کميسون به همدارنګه د انتقالي عدالت پر موضوع غور کوي چى د جنوبي افريقا د حقيقت او په خولاينى له تجربو او نورو ادارو له جوړولو څخه رامنځ ته شوي چى د تير وخت پر جرمونو قضاوت وکړي او هغه وڅيړي.


حميدي وويل په افغانستان کى به يو ريفراندم تر سره کيږي تر څو پريکړه وکړي چى آيا د هغو جنايتونو او بشري حقونو د سرغړونو په اړه چى د جګړى پر مهال تر سره شوي ، هغو ته سزا ورکړل شي او يا هغه وبخښل شي، او يا د دواړو يوه ډول ترکيب څرنګه چى په جنوبي افريقا کى و.


وروسته له دى چى کميسون د ښوونى او روزنى د وزارت ملاتړ او موافقه تر لاسه کړه چى بشري حقونه په ملي تعليمي نصاب کى د يوه مضمون په توګه د نوي تعليمي کال له پيل څخه چى د مارچ په ٢٤ نيټه پيليدونکى دى ور معرفي کړي ، دا ښوونه او روزنه ده چى کميسون ورته لومړيتوب ورکوي.


دا پروګرام به د يوى امتحاني پروژى په توګه په لږو ښوونځيو کى پيل شي ، او هغه مهال به د هيواد ټولو ښوونځيو ته وغزول شي چى داسى احساس وشي چى ښه پر مخ ځي.


کو چنيو ماشومانو ته به د لمړنيو حقونو په هکله لوست ورکول کيږي د بيلګى په توګه: د بيان آزادي او د نورو خلکو نظر او مفکورو ته درناوى .


د لوړو ټولګيو د زده کوونکو مضمون به ډير پيچلى وي ، او پکښى به د ساري په توګه د ټولى دنيا د بشري حقونو د اعلاميو مضامين، د سولى گټى او هغه زيانونه چى د جګړى له امله رامنځ ته کيږي تدريس کيږي .


د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه پروفيسر محمد عبدالاحرار رمزپور وويل: نوى پروګرام به په ځانګړي توګه د دموکراسي او د سياسي بهير په برخه کى د افغانانو د روزنى له پاره پداسى حال کى ګټور وي چى د هيواد په تاريخ کى د لومړي ځل لپاره بشپړ دموکراتيک انتخابات په راتلونکي کال کى تر سره کيدونکي دي.


هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: دا کار به همدارنګه د خلکو تصور ته د بشري حقونو او ملي يووالي نظر هم راولي. هغه زياته کړه: چى د بشري حقونو مضمون دى همدارنګه په پوځي او د پوليسو د اکاډمي په پوهنتونونو کى تدريس شي.


د ښوونى او روزنى د وزارت د روزنى د څانګى د مرستيال ذبيح اله عصمتي په وينا ، يو له مهمو شيانو چى زده کوونکي به يي له دى زده کوي پداسى حال کى د تراهګرى پر ضد جګړه ده چى د القاعدى بقايا، طالبان او نورى ناراضي چريکي ډلو په هيواد کى خپل ځواکونه سره يو کړي او د هغو بهرنيو ځواکونو پر ضد يي د جنګ اعلان کړى چى د امنيت د تامين له پاره راوړل شوي دي.


هغه وويل زده کوونکي به پر خلکو د تراهګرۍ د منفي اغيز په اړه وپوهيږي او دا چى تراهګري يا تروريزم يوه وژونکى پديده ده چى په فعاله يي بايد پر ضد جګړه وشي. دوى به دغه راز د ملي يووالي پر ګټو وپوهيږي ، چى د افغانستان د راتلونکي ټولنى د موجوديت له پاره ډيره ضروري ده.


د بشري حقونو د نړيوال سامان امنيسټي انترنيشنل ( يا د بخښنى نړيوال سامان) څخه مارګريت ليدنر وايي: دوه لمړني پروسى په دغه مضمون کى د خلکو د روزنى له پاره نغښتي دي.


هغى وويل: لومړي دا چى په بشري حقونو وپوهيږي، او دوهم دا چى د هغو قدرداني وکړي. که لومړى يي عملي شي نو د دوهم د عملي کولو له پاره به مناسب شرايط برابر شي.


بشري حقونه د هرى ټولنى اساس جوړوي. که چيرى خلک پرى وپوهيږي ، نو د تشدد په وړاندى مقاومت کولى شي. د ټولنى هر غړى که نر وي او که ښځه بايد پر خپلو او د نورو پر حقونو وپوهيږي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists