د افغان ژورنالیزم بېخونده حالت

د بودجې د کموالي له امله د رسنیو په ډګر کې د دندو تشه رامنځته کيږي.

د افغان ژورنالیزم بېخونده حالت

د بودجې د کموالي له امله د رسنیو په ډګر کې د دندو تشه رامنځته کيږي.

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبریال، خان محمد دانشجو لیکنه
افغاني ژورنالستان وايي د رسنيو په ډګر کې د نړيوالو پولي مرستو کمېدل د وروستۍ لسیزې بریا او ډېری دندې ګواښوي.
په ۲۰۰۱ کال کې له واکه د طالبانو له ګوښه کېدو وروسته په افغانستان کې له پنځوسو څخه زیاتو تلویزیوني کانالونو او همدارنګه له سلو څخه زیاتو رادیوي ستیشنونو او شاوخوا اووه سوو ورځپاڼو او مجلو په خپرونو پیل کړی دی. 
ژورنالستان وايي له ۲۰۰۸ کال راهیسې له رسنيو سره نړيوالې مرستې مخ په کمېدو دي او زیات شمېر خبریالانو خپلې دندې پرېښې دي.
يو شمېر خلک ګوته څنډي که لويديځې مرستې ودریږي، نو پر ځای به يې ګاونډي هېوادونه، ایران او پاکستان په پټه مرسته پيل کړي، رسنۍ به تر خپل اغېز لاندې راولي او په بیه به يې واخلي.
پژواک خبري رسنۍ، چې د آی بليو پي آر له خوا رامنځته شوې، د افغانستان تر ټولو لویه خپلواکه خبري رسنۍ ده. د هغې د مشر، دانش کړوخېل په وينا يې د مالي ستونزو له امله د ۱۳۰ تنو ژورنالستانو له ډلې څخه ۷۰ تنو خپلې دندې پرېښي دي. 
پژواک زیار باسي چې د خپل پاتې کارکوونکو معاشونه رپوټونو ته د حق الزحمې د ورکړې له لارې بشپړ کړي، خو کړوخېل وايي څرګنده نه ده چې دا کار به تر کومه پورې دوام ومومي.
ورته کمښت په نورو ځايونو کې هم تر سترګو کیږی. د پژواک له خوا د راټولو شوو معلوماتو له مخې، یوازې د می په میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ازادو او خپلواکو رسنیو شاوخوا درې سوو تنو کارکوونکو ژورنالستانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.
د لوګر په ختیځ ولایت کې د مقصود عزیزي په نامه ژورنالست په پژواک کې خپله دنده له لاسه ورکړې او خپلې راتلونکې ته اندېښمن دی.
په تېرو لسو کلونو کې هغه ته څرګنده شوې چې يو شمېر ملګرو يې پیسو ته د اړتیا له امله له تړاو لرونکو رسنیو سره په کار پيل کړی. هغه وايي اوس کورنۍ ته د ډوډۍ د موندلو په موخه به له «هر هغه چا سره کار وکړي، چې معاش ورکړي.»  
د «نی» په نامه يوه غير حکومتي ډله، چې د خپلواکو رسنیو او د بیان ازادۍ د ودې او پرمختیا لپاره کار کوي، وايي، دا دواړه له خطر سره مخامخ دي.
د «نی» رئیس، صدیق الله توحیدي وويل: «ناپلوي رسنۍ د ړنګېدو په درشل کې دی. باید پام ورته واړول شي.»
توحیدي وويل، که لويديځ مرسته کوونکي خپله پښه وباسي او ګاونډي دولتونه دا تشه ډکه کړي، نو په تېرو لسو کلونو کې به د افغان ژورنالیزم ستره بریا په اوبو لاهو شي.  
هغه ګوته وڅنډله: «هغه رسنۍ چې ايران او پاکستان ته سرونه ټيټ کړي، ښايي خپل فعالیتونه د لویدیځ د ګټو او همدارنګه په افغانستان کې د بیان د ازادۍ او دموکراسۍ په وړاندې سخت کړي.»
په کابل کې لا له وړاندې داسې ګونکوسې روانې دي چې ګوندی ایران او پاکستان افغان ژورنالستان ګومارلي دي. د اپرېل په میاشت کې د ملي امنيت د لوی ریاست ویاند، لطف الله مشعل يو شمېر ټاکلې رسنۍ ايران او پاکستان ته په کار کولو تورنې کړې.
د می په شپږمه د ملی امنیت لوی رياست اعلان وکړ چې د فارس خبری رسنۍ يو خبريال يې نیولی دی. هغه تهران ته د حکومتي محرمو اسنادو په ورکولو تورن شوی و. 
سیاسی شنونکی او د افغان قانونپوهانو د شبکې مشر، عبدالستار سعادت په دې اند دی چې دواړو هېوادونو لا له وړاندې په افغانستان کې خپلې رسنۍ رامنځته کړي دي.
په کابل کې د ازادۍ د رادېو مشر، رحیم الله سمندر ګوته وڅنډله که چېرته په ۲۰۱۴ کال کې د ناتو ترمشرۍ لاندې پوځونو له وتلو وروسته نړیوالې مرستې کمې شي، ګاونډي دولتونه به په ډېره اسانۍ خپل اغېز واچولای شي. 
هغه وويل: «د ګاونډیو هېوادونو او د هغو سیاسي ګوندونو تر ملاتړ لاندې ټاکلې رسنۍ به، چې د افغانستان د ګټو پر وړاندې کار کوي، نورې هم پیاوړې شي. داسې اندېښنې موجودې دي چې دا رسنۍ به د دموکراسۍ په وړاندې د یوې وسېلې په توګه وکارول شي.»
ایرانی دپلوماتانو د لاسوهنې په اړه له آی ډبليو پي آر سره له خبرو کولو ډډه وکړه، خو د پاکستان د سفارت د مطبوعاتي څانګې کارکوونکي، غلام محمد وويل، هېواد يې په افغانستان کې نه کومه رسنۍ رامنځته کړې او نه يې له کومې هغې سره مرسته کړې ده. هغه وويل له افغان ژورنالستانو سره د سفارت اړيکې یوازې د هغوی پوښتنو ته په ځواب ویلو محدودې دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین، مبارز راشدي خوشبین و چې مالي مرستې به له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته هم دوام ومومي. هغه وويل، وزارت يې زیار باسي «نوي مرسته کوونکي به وهڅوی» او «په کار کې به يې زیات شفافیت رامنځته کړي.» 
د پارلمان غړې، شينکۍ کړوخېل وايي د مرستو شفافیت پخوا يوه ستونزه وه. هغې ادعا وکړه، زیاته مرسته هغو رسنیو خپله کړې چې د جنګ سالارانو او نورو زورواکانو په لاس کې دي.
هغې وويل، سره له هغې «د افغانستان رسنۍ لا تر اوسه ځوانې دي او زیات مسلکیت ته اړتیا لري. له دې امله نړيواله ټولنې ته لازمه ده خپلو مرستو ته دوام ورکړي.»
د رحیم ملکزي په نامه خبریال په دې اند دی چې زیات شمېر افغانی رسنیو لا له وړاندې جوړ جاړی کړی؛ زياتره يې د سیاسی ګوندونو له خوا تاسیس شوي یا په ځانګړو ډلو پورې تړاو لري، یا د ایران او پاکستان له خوا مرسته تر لاسه کوي.  
هغه ګوته څنډي، د نړيوالو مرستندویانو له مرستو پرته به وضعه لا پسې ناوړه شي.
هغه وويل: «که نړیواله ټولنه له هغوی سره مرسته ونه کړي، هغو ژورنالستانو چې تر يوې کچې يې تر اوسه خپل ناپلویتوب ساتلی، وبه نشي کړای د هغو رسنیو په وړاندې خپل دریځ وساتي چې د ګاونډیو هېوادونو یا د بېلا بېلو ډلو او ګوندونو په مرسته چلیږي.»
د متحده ایالتونو حکومت له ۲۰۰۱ کال راوروسته د رسنیو تر ټولو لوی مرسته کوونکې سرچینه وه. په کابل کې د [متحده ایالتونو] سفارت آی ډبلیو پي آر ته يو بیان لیږلی او وايي په جرمني کې د ۲۰۱۱ کال په سپتمبر کې د افغانستان د راتلونکی په اړه کنفرانس کې د متحده یالتونو د بهرنیو چارو وزیرې، هیلری کلنټن یادونه وکړه، مرسته کوونکي هېوادونه پخپله له مالي ستونزو سره مخامخ شوي دي.
په بیان کې راغلي: «له هغه څه سره چې په بن کې ورسره ټولو موافقه وکړه، هغه په بيړه او يو دم د مرستو نه بندول و.»
په بیان کې راغلي د نړيوالې پراختیا لپاره د متحده ایالتونو ادارې په افغانستان کې په رسنیو باندې له ۲۰۰۲ کال راهیسې له ۵۶ ملیونو څخه زیات امریکايي ډالر لګولي دي. په ۲۰۱۰ – ۲۰۱۱ مالي کال کې د سفارت عامه چارو څانګې له افغان رسنیو سره د پروګرامونو او فعالیتونو په سرته رسولو، روزنه او د ظرفیت په لوړولو کې  شاوخوا ۲۷ ملیونه ډالر لګولي دي. همدا راز يې ۵. ۱۷ ملیونه ډالره د ځنو  پوهنتونونوسره مرسته کړې ده.
ټولې رسنۍ د مرسته کوونکو په مرستو پورې تړلي نه دي. يو شمېر يې د سوداګریزو اعلانو د خپرولو له لارې خپل کاروبار په بریالي ډول پرمخ وړی دی.
مجاهد کاکړ د طلوع د تلویزیون، طلوع خبري سروېس او لمر تلویزیون د خبرونو او سیاسي پروګرامونو مشر دی. هغه ټینګار کوي دا درې کانالونه د بهرنیو مرستو له بندیدو تراغېز لاندې نه راځي، ځکه هغوی د اعلانونو له لارې خپل لګښت پوره کوي. هغه وويل، د ارمان اف ایم او اراکوزیا رادېوي ستیشنونه به هم اغېزمن نشی، چې د هماغه موبي ډلې (Moby Group) غړیتوب لري. 
په همدې وخت کې کاکړ ومنله چې د رسنیو د ډلې له خوا ځينې ګومارل شوي کارکوونکي وزګار شوي، ځکه د خصوصي پانګې د کمېدو له امله د اعلانونو عواید لږ شوي دي.
خان محمد دانشجو په کابل کې د آی ډبلیو پي آر له خوا يو روزل شوی خبریال دی. 
 

Media
Frontline Updates
Support local journalists