د افغان بشري حقونو سازمان حساب ورکولو ته راکښل شو

هېوادوال وايي ډېرو هلو ځلو ته اړتيا ده چې د جگړې له ميراث سره مقابله وشي.

د افغان بشري حقونو سازمان حساب ورکولو ته راکښل شو

هېوادوال وايي ډېرو هلو ځلو ته اړتيا ده چې د جگړې له ميراث سره مقابله وشي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسون (AIHRC) تېره مياشت د آی ډبليو پي آر له خوا د جوړو شوو مناظرو په لړۍ کې تر يو څه سختو نيوکو لاندې راغی.

د بلخ، هرات او کاپيسا ولايتونو گډون کوونکو وويل، نوموړي سازمان په افغانستان کې د څه دپاسه دېرشو کلونو په جگړو کې د سرته رسېدلو جنگي جنايتونو له ميراث سره د مقابلې لپاره پوره هلې ځلې نه دي کړي.

په بلخ کې ويناوالو وويل، نوموړی سازمان بايد د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړي.

د مدني ټولنې فعال، ادريس برنا شکايت وکړ، د دې پرځای چې AIHRC د جنسيتي نابرابرۍ پراخې موضوعگانې هوارې کړي، مازې په ښاري سيمو کې يې د يو څو ښځو ستونزو ته ځان رسولی دی. 

هغه وويل: «کميسون د گوتو په شمېر ښارونو کې يوازې دلوستو ښځو پوهه زياتوي، چې په هيڅ ډول اغېزمن نه دي، ځکه د ښځو حقونه تر ډېره بريده په کلو او ولسواليو کې له خطر سره مخ دي.»

د رحمت شاه په نامه د اقتصادي چارو يو کارپوه د AIHRC پر مشرې، سيما سمر نيوکې وکړي چې له تېرو ١٢ کلونو په نوموړې څوکۍ پاتې ده.

هغه وويل، دې کار پر AIHRC د خلک باور ته زيان رسولی، نوموړی  زياته کړه: «زه گومان کوم افغانان به فکر کوي چې نوموړې د بهرنيانو له خوا پر دې څوکې گومارل شوې او پخپله د کميسون تر شا بهرنی قوت موجود دی.»

د بلخ په مناظره کې د AIHRC په استازيتوب تقي واحدي ومنله چې د امنيت نشتوالي زياتره په لرې پرتو سيمو او ولسواليو کې د هغوی د کار مخه ډب کړې ده.

د هرات په مناظره کې ميرويس اميني، چې د AIHRC په استازيتوب يې وينا کوله، د کميسون پر خپلواکۍ او استقلاليت ټينگار وکړ. نوموړي وويل، د هغې موخه په هېواد کې بشري حقونو ته د درناوۍ پراخول او همد ارنگه خپلو قانوني ازاديو ته د هېوادوالو لاسرسی دی. 

يو شمېر نورو ويناوالو ټينگار وکړ چې عادي افغانان د AIHRC په اړه ډېر لږ معلومات لري او رسنۍ زياتره د بشري حقونو د موضوعگانو په اړه زياتې ډانگ پيېلې نه ښکاري.

د هرات د ولايتي شورا غړي، سيد عظيم کبرزني وويل، کميسون نه دی توانيدلی دولتي موسسې وڅاري او د بشري حقونو سرغړوونکي په گوته کړي.

د سيمه ييزې مدني ټولنې د فعالانو په استازيتوب شفيق بهروزيان ومنله او ویی ویل : «افغانان د کميسون په اړه معلومات نه لري.» هغه وويل، آن هغو خلکو چې د AIHRC او د هغې د کارونو په اړه يو څه اورېدلي هم دي، هغه له لويديځ څخه يو را وارد شوی شی بولي. په کار دي چې د بشري حقونو هڅې د هېواد له وضعې سره برابرې وې. نوموړي په دوام وويل، هغوی بايد د پرگنو پراخ ملاتړ ولري.  

بهروزيان هم د سياسي موضوعگانو په اړه د کميسون د چوپتيا له امله نيوکې وکړې، ويې وپوښتل ولې هغوی خپل دريځ نه دی پياوړی کړی.  

په پام کې وه چې د ٢٠١١ کال د دسمبر په مياشت کې کميسون په افغانستان کې په وروستيو درې لسيزو کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه يو رپوټ خپور کړي. ويل کېدل په دې رپوټ کې د پخوانيو جنگ سالارانو نومونه هم وو چې اوس پر حکومتي لوړو څوکيو کار کوي. رپوټ خپور نشو. 

د کاپيسا ولايت د نجراب په ولسوالۍ کې ويناوالو شکايت وکړ چې هغوی بيخي د کميسون له ياده وتلي دي.

د نجراب د پراختيايي شورا مشر، عبدالجميل امين وويل، سره له دې چې دا ولسوالي ډېره پراخه سيمه لري او اوسيدونکو يې له زياتو سرغړونو څخه کړېدلي دي، AIHRC  له هغوی سره د مرستې لپاره هيڅ هم نه دي کړي.  

 

Afghanistan
Human rights
Frontline Updates
Support local journalists