د افغانستان په شمالي سیمو کې کورنۍ د داعش له ډاره تښتي

مرستندویه موسسې تر فشار لاندې دي چې کډوالو کورنیو ته خواړه، استوگنځایونه او زده کړه چمتو کړي.

د افغانستان په شمالي سیمو کې کورنۍ د داعش له ډاره تښتي

مرستندویه موسسې تر فشار لاندې دي چې کډوالو کورنیو ته خواړه، استوگنځایونه او زده کړه چمتو کړي.

IWPR
IWPR

د جوزجان ولایت چارواکي گوته څنډي چې د درزآب او قوش تیپې د ولسوالیو په زرگونه خلک د جگړې له امله تښتي او سیمه ییزې ادارې هغوی ته د بنسټيزو خدمتونو د چمتو کولو جوگه نه دي.

له اسلامي دولت (IS) سره تړلو مخالفانو په شمالي ولایتونو کې د پښو ايښودلو ځای موندلی دی. له طالبانو سره د هغوی نښتو ځايي وگړي لاپسې تهدید کړي او له امله يې ۱۱۰۰۰ کورنۍ د ولایت مرکز ته تښتېدلي دي.  

د جوزجان د ولایتي شورا مشر، بابر ایشچي وویل، سره له دې چې بشردوستانه مرستې په لاره دي، خو د ناتار د زیاتوالي له امله سیمه ییزې سرچینې بسنه نشي کولای.

هغه وویل: «موږ په دې ساړه ژمي کې د بېځایه شوو کورنیو حالت ډېر اندېښمن کړي یو، چې له یو مناسب استوگنځي پرته په خیمو کې اوسیږي.»

بېځایه شوې کورنۍ د یاغیانو د تاوتریخوالي له امله تښتي، ملېشې ښځې تښتوي، جنسي تيری پرې کوي او د کلیوالو کورونو ته اور اچوي.  

د کشمیر په نامه یو سړي وویل، تهدید هم د طالبانو او هم په اسلامي دولت IS پورې تړلو ډلو له خوا موجود دي، چې له امله يې هغه په درزآب کې د خپل کور پرېښودو ته اړ ایستلي دي.

هغه وویل: «د جگړې پر مهال زما پلار او د کورنۍ نور څو تنه مړه شول. مجبور شوم کور پرېږدم او په مرکز کې، چې نسبتا ارام دی، واړوم.»

کشمیر، چې خپل ټول دار او ندار يې پرېښي، وویل، هغه او کورنۍ يې مرستې ته سخته اړتیا لري.

هغه وویل: «موږ خوړو، د څښلو اوبو او ماشومانو ته د اوسیدو لپاره یو تاوده ځای ته اړتیا لرو. هغه مرسته چې چمتو شوې زموږ اړتیا نشي پوره کولای او نه مو ستونزې هوارولای شي.»

د اسلامي دولت IS  د وسله والو تر بریدونو لاندې ښځې د پراخ جنسي تجاوز کیسې کوي.  

د راحلې (مستعار نوم) په نامه یوه ښځه په درزآب ولسوالۍ کې له خپل کلي سردرې. څخه د ولایت مرکز، جوزجان ته تښتېدلې ده. هغې آی ډبلیو پي آر ته وویل، په IS  پورې تړلې جگړه ماران د خلکو کورونو ته ننوځي، نارینه گان وژني او ځوانې نجونې تښتوي.

راحلې وویل: « IS زموږ کور ته راننوتل، زما اوښی يې مړ کړ، خور مې يې له ځان سره یوړه او جنسي تجاوز يې پرې وکړ او اوس یې له لسگونو نورو نجونو سره یوځای له ځان سره ساتلې ده.» هغې زیاته کړه، سره له دې چې دا کار په ټوله ولسوالۍ کې کیږي، خو خلک له ډېره شرمه د هغې په اړه خوله نه خوځوي.

د نوموړي ولایت د کډوالو او راستنیدونکو چارو سرپرست، سید طالب سادات وویل، د آقچې، قوش تېپې او درزآب د ولسوالیو نژدې۱۲ زره کورنۍ د جوزجان ولایت مرکز ته کډه شوي دي.

د دغو کورنیو له ډلې څخه ۷۵۰۰ کورنیو ته د خوړو او ماشومانو ته يې د تودو جامو په گډون مرستې او همدارنگه خیمې، د پخلنځي او د لومړنیو مرستو وسایل چمتو شوي دي.

سادات وویل، له ۴۰۰۰ کورنیو سره مرستندویو موسسو مرسته کړې او پاتې نورو ته يې حکومتي موسسو بشردوستانه مرستې وېشلي دي.

«د نورو پاته شوو بېځایه شوو کورنیو سروې روانه ده او کله چې پای ته ورسېده، د مرستندویو موسسو سره په همکارۍ به مرستې ورته ووېشل شي. موږ به هم تر خپل وس پورې ورسره مرسته وکړو.»

سادات وویل، ، د ملگرو ملتونو په گډون شاوخوا لسگونه مرستندویه ټولنو زموږ له ریاست سره په گډه مرسته بېځایه شوو کورنیو ته خواړه، د څښلو اوبه او همدارنگه نغدې پیسې چمتو کړي دي.

د مرستندویو موسسو له ډلې څخه د اکتید ACTED په نامه یوې موسسې وویل، هڅه کوي ډاډ تر لاسه کړي چې بې ځایه شوي ماشومان له زده کړې څخه بې برخې پاتې نشي.

د ACTED ولایتي ادارې سرپرست مشر، امان الله وویل، هغوی وکړای شول ۲۰۰۰ زده کوونکو ته د لوست ځای چمتو کړي.

هغه وویل: «اړمنو بېځایه شوو کورنیو ته د ښوونځيو د ودانیو د جوړولو تر څنگ موږ ۷۰۷ تختې شړۍ او ۱۰۱ دانې خېمي بسپنه کړې ده.» هغه زیاته کړه، په پام کې ده چې په نژدې راتلونکې کې نورې غیر خوراکي مرستې هم چمتو کړي.

د جوزجان د ولایت ویاند، محمد رضا غفوري وویل، د هغه په اند وضع اوس تر کترول لاندې راغلې ده.

ځینو اړمنو کورنیو د دریو میاشتو لپاره خواړه تر لاسه کړي او د وېش لړۍ روانه ده.

هغه وویل: «د ناروغیو د سرایت د مخنیوي په خاطر بېځایه شوو کورنیو ته روغتیايي گرځنده کلینیکونه جوړ شوي دي.»  هغه زیاته کړه، په پام کې لري چې په نژدې راتلونکې کې کوچنیانو ته د لیک لوست د زده کړې کورسونه جوړ کړي.

Frontline Updates
Support local journalists