د افغانستان په سويل کې دهيروينو له کارونې سره مبارزه

.په زابل کې [پر نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره] د يو نوي کلينيک ژمنه شوې وه، خو د هغې تر شا لاملونه ژورې ريښې لري

د افغانستان په سويل کې دهيروينو له کارونې سره مبارزه

.په زابل کې [پر نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره] د يو نوي کلينيک ژمنه شوې وه، خو د هغې تر شا لاملونه ژورې ريښې لري

Drug use is now common in Zabul and other Afghan provinces. (Photo: IWPR)
Drug use is now common in Zabul and other Afghan provinces. (Photo: IWPR)

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آرتر روزنې لاندې خبريالانو، نيازمحمد زيارمل او عبدالقيوم عاجز ليکنه 

د اوږدې تورې ږيرې خاوند، محمد هاشم څېره ځوانه ښکاري او پر هغه کړاو يې پرده غوړولې چې دې ورسره لاس او گرېوان دی.

هغه مهال چې د افغانستان په سويل کې د آی ډبليو پي آر خبريال هغه وموند، د خځلو په ډېرۍ کې څانگې وانگې پروت و او په ډېره سخته يې سترگې غړولې.

هغه وويل: "وږی يم، ډوډۍ يا پيسې راکه."

هاشم وويل، څو کاله دمخه ايران ته د کار لپاره لاړ، هلته د اپينو او هيروينو په کارولو اخته شو او د نشه يي توکو له کاروونکو سره يې په يوې کوټې کې واړول.

هغه خپله مرکه په دې ټکي پای ته ورسوله: "روغتون ته مې يوسه، غواړم روغ شم!"

په زابل کې ډاکټران  وايي پر اپينو او هيروينو باندې د روږدو کسانو شمېره مخ په ډېرېدو ده. ځايي چارواکي وايي، د درملنې يو سم او مسلکي مرکز ته خورا سخته اړتيا شته. اوس ټينگه ژمنه شوې چې داسې يو کلينيک به جوړ شي.

يو شمېر نور خلک وايي، اصلي او لوی لامل بېوزلي ده، مخکې تر دې چې د نشه يي توکو د کاروبار مخه نيول کيږي، بايد د هغې غم وخوړل شي. 

د هيروينو کاروونکي، اسمعيل آی ډبلي پي آر ته وويل: "زه نه د کرنې ځمکه، نه کوم کسب، نه پيسې او نه کومه دنده لرم. لومړی به مې چرس څکول، وروسته راته چا دا پوډر راکړل، چې له څکولو وروسته يې خبر شم په نړۍ کې څه تېريږي. دا داسې برېښي چې په يوې غم لړلې لار روان يم. اوس غواړم بس يې کړم، خو دا سې څوک نشته چې مرسته راسره وکړي."

هغه وويل: "يوازنی شی چې ځوروي مې، دادی چې د هر چا بدې ايسم."هغه وويل کورنۍ يې شړلی او او کور ته يې نه پريږدي.

د زابل ولايت د عامې روغتيا رئيس، دکتور لعل محمد توخی وايي پر نشه يي توکو د اخته کسانو شمېر ورځ په ورځ زياتيږي. 

توخي وويل: "زيات شمېر خلک په روغتون کې د هيروينو له امله بستر شوي دي. موږ څومره چې کولای شو، مرسته ورسره کوو. نور څه نشو کولای، ځکه پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره ځانگړی روغتون يا کلينيک نه لرو."

توخي وويل، په کابل کې د عامې روغتيا وزارت په پرنسيپ کې منلې چې د درملنې لپاره يو روغتون جوړ کړي.

د نوموړي ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس، ذبيح الله وويل، کابل ژمنه کړې چې کلينيک به په روان لمريز کال کې جوړ شي. 

ذبيح الله ومنله چې له نشه يي توکو سره د مبارزې رياست په دې وروستيو وختونو کې په کار پيل کړی او تر اوسه يې د روږدو کسانو شمېره نه ده راټوله کړې. هغه ويل: "زه دومره ويلای شم چې د روږدو کسانو شمېره مخ په ډېردو ده." 

د عامې روغتيا د وزارت او د ملگرو ملتونو د موسسو د شمېرو له مخې په ملي کچه شاوخوا ٩٦٠٠٠٠  افغانان په نشه يي توکو روږدي دي.

ذبيح الله وويل، د قاچاق ستره شبکه، چې بهر ته د هيروينو د لېږد او دننه په زابل کې د خرڅلاو عمده دنده په غاړه لري، څنگه فعاليت کوي.

هغه وويل: "تر هغه چې بېروزگاري او د کوکنارو کرکيله ختمه نشي، پر نشه يي توکو د روږدېدو مخنيوی به ناشونی وي. ستونزه ورځ په ورځ زياتيږي."

د هغه ولايت د پوليسو مشر، غلام نبي روغ ليوني وويل، د هغه افسرانو د ځايي خرڅلاو او په پوله کې د قاچاق د مخنيوي لپاره کوټلي گامونه اخيستي دي. هغه وويل، کوچني معامله کوونکي پخپله په ناوړه حالت کې واقع دي.

د نشه يي توکو د وزارت مرستيال، ابراهيم ازهر په دې باور دی چې يوازې د درملنې د مرکز جوړول کفايت نه کوي.

هغه وويل: "دا سمه ده چې د کلينيک جوړېدو ته اړتيا شته. موږ پتېلې چې يو کلينيک په زابل کې جوړ کړو. خو دا د حل اساسي لار نه ده. تر هغه چې بېروزگاري او بېوزلي له منځه لاړه نشي، خلکو ته د کاروبار زمينه برابره پيدا نشي، هغوی نورو هېوادونو ته [د کار] په خاطر لاړ نشي، تر هغه چې په کورنيو کې د تاو تريخوالي مخه ونه نيول شي او د جوماتونو امامان په دې اړه مرسته ونه کړي، پر نشه يي توکو د روږدېدو مخنيوی ناشونی کار دی."

په زابل کې يو ديني عالم، محمد ايوب دامني چې امامان د نشه يي توکو د روږدېدو په مخنيوي کې مرسته کولای شي.

هغه وويل: "په اسلام کې هر نشه راوړونکي څيز حرام دی، سرته رسوونکي يې بايد سزا وويني. دا د ديني عالمانو دنده ده چې له خلکو سره کار وکړي او په دنيا او اخرت کې يې د [نشه يي توکو]  پر زيانونو وپوهوي."

نيازمحمد زيارمل او عبدالقيوم عاجز په زابل کې د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريالان دي. له کابل څخه مينا حبيب هم په دې ليکنه کې مرسته 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists