د افغانستان د منځنيو پېړيو تاريخي کلا د نړېدو له گواښ سره مخامخ ده

.ځايي اوسيدونکي وايي يو تاريخي مهم ځای، چې د کلونو کلونو جگړو او د پوځونو د پرله پسې کارونې له امله يې زيان ليدلی، له پامه ايستل شوی دی

د افغانستان د منځنيو پېړيو تاريخي کلا د نړېدو له گواښ سره مخامخ ده

.ځايي اوسيدونکي وايي يو تاريخي مهم ځای، چې د کلونو کلونو جگړو او د پوځونو د پرله پسې کارونې له امله يې زيان ليدلی، له پامه ايستل شوی دی

The Bala Hissar fort in Gardez, southern Afghanistan. (Photo: Sahil Mangal)
The Bala Hissar fort in Gardez, southern Afghanistan. (Photo: Sahil Mangal)
The site is still a military facility, 900 years after it was built. (Photo: Sahil Mangal)
The site is still a military facility, 900 years after it was built. (Photo: Sahil Mangal)
Local people say it should be handed over to civilian control and saved for posterity. (Photo: Sahil Mangal)
Local people say it should be handed over to civilian control and saved for posterity. (Photo: Sahil Mangal)

 

په پکتيا ولايت کې داى ډبليو پى ار تر روزنى لاندېخبريال، ساحل منگل ليکنه

په سلگونه افغانان تېره مياشت د نوي کال د لومړۍ ورځې د لمانځلو په موخه د پکتيا ولايت مرکز، د گرديز بالاحصار ته ورغلي وو. 

کورنيو د کال نوې ورځ لمانځله او ځوانانو له ډولونو سره يوځای اټن کاوه. خو يو څه خپه شان ښکارېدل، ځکه د تېرو کلونو په څېر سږکال هم د بالاحصار دننه پرې نښودل شول. 

دا پخوانۍ کلا چې څه ناڅه نهه سوه کاله دمخه جوړه شوې، لا تر ننه د پوځي قطعاتو د استوگنې ځای دی. نوموړې کلا د افغانستان د ملي دفاع د وزارت په لاس کې ده او عام خلک نشي ورننوتلای.

د پکتيا ولايت ځايي خلک او چارواکي ټول دا مني، نوموړې کلا بايد د ملکي حکومتي چارواکو په واک کې وي، چې وکړای شي د نورې ويجاړتيا او ورانۍ مخه يې ونيسي، ويې رغاوي او په يو مناسب وخت کې يې مينه وال او گرځندويان د ليدلو لپاره جلب کړي.   

د هجرت الله په نامه د گردېز يوه اوسيدونکي وويل، د پوځيانو له خوا د بالاحصار کارول نوموړې کلا ته يو پرله پسې گواښ دی. دا کلا بايد د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رياست ته وسپارل شي.

هغه وويل: "د دې [کلا] په څېر نور تاريخي ځايونه بايد ورغاول شي او زموږ د تاريخ ياد پرې تازه شي. خو له بده مرغه هغه د له منځه تللو په حال کې دي."

سره له دې چې د کلا دېوالونه له بهر څخه روغ ښکاري، خو دننه يې له څلورو برخو څخه شاوخوا درې برخې د زلزلو او په افغانستان کې د درې لسيزو جگړو له امله زيانمنې شوې دي.

د عثمان په نامه يوه ځايي اوسيدونکي وويل: "بالاحصار ته زيات زيان د پوځ د موجوديت له امله رسېدلی، ځکه [په ١٩٨٠ کلونو کې] د شوروي اتحاد د يرغل بر مهال به پرې مجاهدينو توغندي اورول. کله چې [په ١٩٩٢ کال کې] واک د مجاهدينو لاس ته ورغی، هغوی په نوموړې کلا کې ټانکونه چول، هغه به يې ټوټې ټوټې کول او پاکستان ته به يې وړل. د چاودنو له امله د ودانۍ په زياترو برخو کې چاودونه او درزونه رامنځته شوي دي." 

په ٢٠٠١ کال کې د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې له يرغل يو کال وروسته، نوموړې کلا د پکتيا د والي، پاچاخان ځدران او د هغه مخالف قوماندان د پوځونو ترمنځ د جګړې ډگر و.

د افغانستان په ټولو برخو کې مهمو تارخي ځايونو ته د وروستيو نښتو په بهير کې د عصري وسلو د کارولو له امله ستر زيان اوښتی دی. د بلخ ولايت په مرکز، مزارشريف کې "قلعۀ جنگي"ته د طالب بنديانو د ٢٠٠١ کال د پاڅون په وړاندې په پوځي يرغل او بمبارۍ کې ډېر زيان ورسېد. نوموړې کلا تراوسه د ملي اردو د سرتېرو په واک کې ده.

ليکوال او ژورنالست، رفيع الله حق پرست وويل، که د قلعۀ جنگي او د کابل د دارالامان ماڼۍ په څېر نورو ويجاړو شوو ځايونو د بيارغاولو پلان په مخکې وي، نو د دې اړتيا ليدل کيږي، چې په تگلارې کې يې بدلون راشي. 

هغه وويل: "دا بې معنا کار دی چې په تاريخي سيمو کې پوځونه ځای په ځای شي. د هېواد په يو شمېر سيمو کې د اردو د شتون له امله زياتو تاريخي ځايونو ته زيانونه اوښتي دي. بالاحصار بايد له بيارغاونې وروسته د پکتيا د تاريخي توکو د موزيم په توگه وکارول شي. په دې کار به نه يوازې هغه وساتل شي، بلکې د گرځندويانو د پام وړ به هم وگرځي."

د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، محمدشفا مشفق له دې وړانديز سره موافق دی، چې دمگړۍ د هغې ساتنه او پاملرنه شونې نه ده. 

هغه وويل: "موږ اوس د دې تاريخي ځای د حالت په اړه اندېښمن يو."هغه زياته کړه، د اطلاعاتو او فرهنگ رياست په کابل کې د اطلاعلاتو او فرهنگ وزارت او په بالاحصار کې د اردو مسؤولينو ته د بالاحصار د سپارلو په اړه رسمي ليکونه استولي دي.    

د ٢٠٣ قول اردو وياند، ډگرمن، احمدجان مخلص وويل، نوموړي غوښتنليک ور رسېدلی او د ملي دفاع وزارت ته يې استولی دی.

هغه وويل: "موږ به د ملي دفاع د وزارت لارښوونې پلې کړو. د شتمنيو ملکيت تر اوسه د افغان حکومت د وزارتونو تر منځ په سمه توگه څرگند نه دی. کله چې په دې اړه کومه لارښوونه راغله، له هغې سره سم به پرېکړه وکړو."

د پکتيا د ولايتي شورا غړې، ښايسته جانې احدي وويل، په دې اړه يې هڅې جاري ساتلي چې بالاحصار د [دفاع] د وزارت له واکه بهر کړي. 

هغې وويل: "زموږ پروسږکال د شورا څو تنه غړي د اطلاعاتو او فرهنگ د وزير [سيد مخدوم رهين] ليدلو ته ورغلي وو. هغه ژمنه وکړه چې د [نوموړې کلا] کنترول تر لاسه کړي، خو لا تر اوسه نه ده عملي شوې."

د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د تاريخي ابداتو د ساتنې رئيس، عبدالاحد عباسي وويل، د ملي دفاع له وزارت سره د [بالاحصار] د ممکنه تسليمۍ پر موضوع خبرې شوي دي.

هغه وويل: "د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت ته د گرديز او د کابل د بالاحصار د انتقال په اړه د جمهوري رياست فرمان صادر شوی دی. د ملي دفاع وزارت ددې فرمان عملي کولو ته چمتو نه دی. که په تاريخي ځايونو کې پوځي قطعات موجود وي، نو مرستندويه ادارې د بيارغاولو له پروگرام سره مرسته نه کوي."

د گرديز اوسيدونکي وايي، د بالاحصار شاوخوا ته د خپل سر کورونو د جوړېدو له امله کلا ته د زيان رسېدلو خطر هم متوجه دی.

د رحمت الله رحيمزي په نامه يوه ځايي اوسيدونکي وويل، "زه په دې اړه د پوليسو ماموريت ته د شکايت لپاره ورغلم. هغوی وويل دا د هغوی مسؤوليت نه دی. کله چې مې افغان اردو ته شکايت وکړ، هغوی هم وويل، دا کار د هغوی له دندې سره تړاو نه لري. په پای کې ما هم لاس واخيست."

د پکتيا ولايت په خپل وار وايي د بالاحصار د ساتنې لږ امکانات شته. د والي مرستيال، عبدالولي ساعي ژمنه وکړه چې د سيمې له شاوخوا څخه به د خاورو او ډبرو د وړلو کار ودروي.  

هغه وويل: "موږ پر نورو پلانونو سربېره د بالاحصار د غونډۍ شاوخوا نيالگي کېنوو، ترڅو د لا ړنگېدو مخه يې ونيول شي او شنه پاتې شي."

ساحل منگل د افغانستان په سويل کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists