د افغانستان د درېم جنس خلک

گوښه شوې ټولنه له ناپوهۍ، تبعيض او ناوړه چلن سره مخ ده

د افغانستان د درېم جنس خلک

گوښه شوې ټولنه له ناپوهۍ، تبعيض او ناوړه چلن سره مخ ده

In Bangladesh, unlike Afghanistan, third gender people have a recognised legal status (Photo: USAID)
In Bangladesh, unlike Afghanistan, third gender people have a recognised legal status (Photo: USAID)

شل کلن اجمل د افغانستان په ختيځ ولايت، ننگرهار کې اوسيږي. هغه نه نارينه دی، نه ښځينه. پر ځای يې اجمل په (درېم جنس) پورې اړوند دی. دا يوه داسې ډله ده چې اصلا نه د نارينه په تعريف کې راځي او نه د ښځينه.

په سيمه کې د دغه تعريف په اړه لرغوني دودونه موجود دي. دغه اصطلاح په هند، پاکستان او بنگله دېش کې په رسمي ډول پېژندل شوې ده. 

په زاړه پاله افغانستان کې په دغه اړه کوم احکام او قوانين وجود نه لري. هغه خلک چې له جنسيتي بڼې سره سمون ونه لري نرښځی وي له تبعيض او ناوړه چلن سره مخ کيږي.

اجمل په لړزېدونکې غږ وويل، ژوند يې بيخې خوار او نتلی دی.

هغه وويل: «مور او پلار مې زما له نورو وروڼو سره ښه چلن کوي، خو له ما سره زما د جنسيت له امله د مريې او يوه خدمتگار په توگه چلن کوي. هغوی ما د خپلو اوږو بار او کورنۍ ته شرم گڼي.»

اجمل ته په نهم ټولگي کې د نورو زده کوونکو ځورول د زغم وړ نه و، له دې امله يې ښوونځی پرېښود. اوس هغه په ډېر لږ مزد خپل کاله ته څېرمه له يو گنډونکي سره کار کوي.

اجمل وويل، په ننگرهار ولايت کې د درېم جنس شاوخوا ١٥٠ خلک موجود دي. هغه زياته کړه، زياتره خلک د خلکو د ناوړه چلن له امله خپله څېره چا ته نه ښيي.  

اجمل په ژړا خپلو خبرو ته دوام ورکړ: «خلک زموږ سپکاوی کوي او موږ ته د انسان په سترگه نه گوري. کله چې په خپلو ورځنيو کارونو پسې ځو، هغوی مو په لارو او کوڅو کې ځوروي. آن خپله کورنۍ مو راسره ښه چلن نه کوي. موږ هم الله پیدا کړي يو. زموږ په پيدا کېدو کې د الله حکمت پروت دی.»

د اجمل پلار، ٥٣ کلن گلاب وويل، هغه په خپل اولاد ډېر شرميږي.

هغه وويل: «کشکې اجمل، خدای نه وای راکړی يا په ماشومتوب کې مړ شوی وای، ترڅو خلکو راسره ناوړه چلن نه کولای. د هغه د راتلونکې په اړه ډېر کړېږم.»

په افغانستان کې د درېم جنس خلک په قانوني او ټولنيزې تشې کې ژوند کوي. په قانون او په ټولنه کې د ژورې ناپوهۍ له امله هغوی ته څوک هيڅ حق نه ورکوي. 

د آی ډبليو پي آر له خوا په دې اړه يو شمېر مرکه شوو چارواکو مازې خندا کوله او يا يې ويل، د دې موضوع په اړه خبرې کول ډېر شرم دی. 

په گاونډې هېواد، پاکستان کې په ٢٠٠٩ کال کې په سلگونو زرو خلکو د پېژندنې کارتونه تر لاسه کړل او د درېم جنس په نامه په رسميت وپېژندل شول.

د خيبر پښتونخوا يوه ټولنيز فعال او ژورناليست، مدثرشاه آی ډبليو پي آر ته په يوې تليفونې مرکې کې وويل، په پاکستان کې د درېم جنس څه دپاسه ٧٠٠٠٠٠ خلک موجود دي. 

سره له دې چې هلته د درېم جنس خلک گوښه شوې ډله ده او په ودونو کې د نڅا او يا د جنسي کارونو له لارې پيسې پيدا کوي، خو بيا هم په قانون کې حقونه ورکړل شوي دي. 

شاه وويل: «د خيبر پښتونخوا فدرالي ادارې تېره مياشت د درېم جنس خلکو ته يوه ځانگړې بودجه اعلان کړه.» نوموړي زياته کړه، د درېم جنس له پرله پسې مبارزو او هلو ځلو وروسته حکومت په دې اړه گامونه پورته کړل.

په افغانستان کې د درېم جنس د موضوع په اړه د کتنې وړ کوم فعاليت نه تر سترگو کيږي. آن بشري حقونو ته ځانگړې ډلې وايي، د دغه موضوع په اړه معلومات نه لري. 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون وويل، د درېم جنس د خلکو په وړاندې تبعيض داسې کومه موضوع نه ده چې هغوی دې ورسره مخ شوې وي.

د افغانستان په ختيځ کې د افغانستان د بشري حقونو استازې، هاشمې شريفي وويل: «زه په دې اړه نه معلومات لرم او نه پوهه. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون په دې اړه کومه پلټنه سر ته رسولې نه ده.»

د نوموړي کميسيون وياند، بلا ل صديقي هم آی ډبليو پي آر ته وويل: «د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون کومه څېړنه سر ته رسولې نه ده او نه يې د هغوی استازيتوب کړی دی. که چېرته هغوی د يوې ډلې په توگه خپلې اندېښنې موږ ته راورسوي، نو کميسيون به هغه لوړپوړو چارواکو ته وړاندې کړي.»

نوموړي ومنله چې د هغوی د حقونو د ساتلو لپاره بايد قوانين وجود ولري. هغه وويل: «زموږ وړانديز به افغان حکومت ته دا وي، ترڅو د درېم جنس د ډلو د حقونو د تامين په موخه اغېزمن پروگرامونه جوړ کړي.» 

قانوني موضوع ټاکلې ستونزه ده، ځکه د افغانستان عدلي سيستم د نارينه او ښځينه مجرمانو لپاره مختلفې سزاگانې په پام کې نيولې دي. 

د ننگرهار پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد، منگل شېرزاد وويل، دغه موضوع بايد په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو تر سقوط وروسته د افغانستان په نوي قانون کې ځای پر ځای کړای شوی وای.

نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل: «د افغانستان قانون جوړوونکو بايد د اساسي قانون د تسوېد پر مهال د  درېم جنس د خلکو حقوق پر هغې کې ځای په ځای کړی وای، خو پر دغه کار سترگې پټې شوې.»

د عدلي سيستم کارکوونکي اعتراف کوي، هغه مهال چې موضوع د جنسيت له بڼو سره د نه سمون په اړه راپورته شي، نو يوه قانوني تشه رامنځته کيږي.

د استيناف د محکمې رئيس، محمد ولي هاشمي آی ډبليو پي آر ته وويل: «په ځينو استثنايي موضوعگانو کې موږ د هغوی د جنس د معلومول لپاره د عدلي طب له رياست څخه مرسته غواړو. که د نارينه زيات خصوصيات يې درلودل، نو د نارينه سزا پرې پلې کيږي. که ښځينه زياتې ځانگړتياوې يې درلودې، نو ښځينه سزا پرې پلې کيږي.»   

هغه ونه ويل، هغه استثنايي موضوعگانې کومې دي چې پر بنسټ يې هغوی عدلي طب ته ورپېژندل کيږي.

د افغانستان د سرشمېرنې رئيس، عبدالقدير هم وويل، په هېواد کې د درېم جنس د خلکو شمېرنه ورته څرگنده نه ده.

هغه وويل: «په دې اړه کوم ځانگړی قانون وجود نه لري. موږ يوازې کولای شو هغوی د –خنثی- په نامه ثبت کړو. موږ له نورو حقونو او امتيازاتو سره کار نه لرو.»

اسلامي عالمان وايي، له پراخ تبعيض سره سره د درېم جنس والا خلکو په وړاندې په شريعت کې د تبعيض لپاره کوم بنسټ نشته.

ديني کارپوه، فضل الله ممتاز آی ډبليو پي آر ته وويل، اسلام د هغوی د جنس له پېژندنې پرته هر چا ته خپل حقونه ورکړي دي.

هغه وويل: «هر راز ناسم چلن، بد سلوک، ملنډې يا د هغوی سپکول او شرمول د اسلامي لارښوونو خلاف عمل دی. درېم جنس لرونکي خلک د الله مخلوق دی، پر هغوی خندل او ملنډې وهل په اسلام کې ستره گناه بلل کيږي، داسې ده، لکه د الله پر مخلوق چې ملنډې ووهل شي.»

هغه وويل، کله چې خبره د ميراث د حق په څېر د حقوقي موضوع په اړه راپورته شي، نو د درېم جنس خلک برابر حق وړي. نوموړي له املا امامانو وغوښتل چې د جمعې د ورځو په خطبو کې پر دې موضع  رڼا واچوي، تر څو خلک معلومات پيدا کړي.   

د درېم جنس د خلکو گوښه کول او له پامه غورځول زياتره د خپل پايښت لپاره د هغوی ناوړه جنسي اعمالو ته لاره هواروي.

د ټولنيزو چارو کارپوه، شفيع الله وويل، ناوړه گټه پورته کول او ځبېښاک په ټولنه کې يوه عادي موضوع ده.

هغه وويل: «تجربو څرگنده کړې ده چې د درېم جنس خلک زياتره د کورنۍ له خوا رټل کيږي او له کوره تېښتې ته اړ ايستل کيږي. په پای کې د خلکو له ناوړه جنسي تېرې سره مخ کيږي.»

د دې خبرې له امله د موسکا په وړاندې تل يو خطر موجود وي. نوموړې ځان ښځينه معرفي کوي او آی ډبليو پي آر ته وايي، اصلي نوم يې موسکان دی.

هغې وويل: «نه مې خوښيږي په هغې نامه ياده شم چې کورنۍ راباندې ايښی. د موسکا د نامه په يادولو خوشالېږم.» هغې زياته کړه، له زېږېدو وروسته مې کورنۍ پرېښې يم.

هغې وويل: «کله چې به مې سينگار وکړ، د کورنۍ هر غړي به راپورې خندل. دې کار زه ډېره په غوسه کولم.»

موسکا زياته کړه: «کله چې غواړم په جلال آباد کې خپل د درېم جنس له انډيوالانو سره وگورم، کورنۍ مې گواښوي او گوته راته څڼډي. هغوی راته وايي، ټولې کورنۍ ته شرم اړوم، بايد له دې کار څخه لاس واخلم.»

نوموړي په دوام وويل، د هغوی دښمني خطرناک بريد ته رسېدلې ده.

هغې وويل: «څو، څو ځلې مې راته کورنۍ د مرگ گواښونه کړي. يو ځل مې فکر وکړ چې په رښتيا دا کار کوي، ځکه زما شتون هغوی ته ډېر شرمناک دی.»

اوس چې موسکا د جلال آباد ښار د بازار په منځ کې د درېم جنس له يوې بلې انډېوالې سره  په يوې کرايي خونه کې اوسيږي، وويل، ژوند يې، له روان ناوړه چلن سره سره ډېر ښه دی.

هغه او انډيواله يې په ودونو کې ناڅي او يو موټی پيسې پيدا کوي. هغه غواړي په هر واده کې له ١٥ – ٤٠ ډالرو پورې لاسته راوړي.

د جنسي ځبېښاک گواښونه پر خپل ځای پاتې دي.

نوموړې په دوام وويل: «کله ناکله شتمن خلک بازار ته راځي او له موږ غواړي چې ساعت ورسره تېر کړو. کله خو آن پوليس راځي او د جنسي مقاربت غوښتنه راڅخه کوي.» 

Afghanistan
Human rights
Frontline Updates
Support local journalists