د آی ډبليو پي آر له رپوټ وروسته د سړک د جوړولو پروژې ته پام واړول شو

ځايي اوسيدونکي وايي له اوږدې مودې راهيسې د هغوی پر اړتياوو سترگې پټې شوې وې، خو اوس يې اندېښنو ته د حکومت پام اوښتی دی

د آی ډبليو پي آر له رپوټ وروسته د سړک د جوړولو پروژې ته پام واړول شو

ځايي اوسيدونکي وايي له اوږدې مودې راهيسې د هغوی پر اړتياوو سترگې پټې شوې وې، خو اوس يې اندېښنو ته د حکومت پام اوښتی دی

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د خوست په ولايت کې د سوداگرو مشران او چارواکي وايي د يوې لويې لارې د جوړولو په اړه د هغوی کمپاين ته، چې لا پر لاره روان دی، د آی ډبليو پي آر له رپوټ وروسته نوې انگېزه ورکړل شوه.

له پاکستان سره په گډه پوله پرته د غلام خان د سرحدي پولې د تگ راتگ لاره افغان سوداگرو ته ډېره مهمه ده. هغوی شکايت کوي، حکومت د دې ٣٢ کيلومتري سړک په جوړېدو کې، چې د خوست له ښار څخه پر پولې پرتې پوستې پورې غځېدلی، ناغيړي کوي. د سړک د جوړېدو پروژه د دسمبر په مياشت کې پيل شوې او ځايي چارواکي ټينگار کوي چې د جوړېدو کار يې روان دی.

نوموړی رپوټ د  تر سرليک لاندې خپور شوی و.   

د سوداگرو ځايي مشران وايي، له آی ډبليو پي آر سره له مرکو کولو وروسته يې په کابل کې له حکومتي چارواکو سره وکتل اوگوته يې ورته وڅڼډله، که د سړک د جوړونې په کار کې چټکتيا رانشي، نو دوی به د ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په ټاکنو کې ونډه وانخلي او کابل ته غځېدلې لاره به د لاريونونو په کولو بنده کړي. 

د خوست د هټيوالو د ټولنې مشر، کرامت خان خپلواک وويل: "له هماغه شېبې څخه، چې د آی ډبليو پي آر خبريال راسره مرکه وکړه، ځوانان او سوداگر مې وهڅول، د غلام خان د ترانزيتي رسمي منل شوي سړک د جوړولو لپاره خپلې غوښتنې پياوړې کړي. کله چې دا هر اړخيز رپوټ خپور شو، زموږ هوډ يې نور هم پوخ کړ. له نېکه مرغه دې کار چارواکي وهڅول چې د غلام خان د سړک په اړه سوچ وکړي."

خپلواک وويل، هغه پر دې پوهيږي چې د دې ليکنې له امله کابل پر خپل چلن يو ځل بيا کتنه وکړه.

هغه وويل: "موږ دمخههم په کابل کې له چارواکو سره يو لړ غونډې کړې وې، خو په دې اړه تر دې کچې جدي نه وو. داسې ښکاري چې اوس د هغوی پام دې سړک ته اوښتی دی."نوموړي زياته کړه: "ډېرو رسنيو د غلام خان د سړک په اړه رپوټونه خپاره کړي وو، خو د آی ډبليو پي آر رپوټ په کابل او خوست کې، هم له چارواکو او هم له سوداگرو سره، د مرکو له لارې ډېره ښه لاره نېولې وه. له دې امله يې ښه اغېزه وکړه."

د خوست د والي وياند، مبارز محمد ځدراڼ د رپوټ له ليکونکې، احمدشاه څخه په ليکلي ډول مننه وکړه، چې موضوع ته يې بېړنی اړخ ورکړی و.

ځدراڼ ليکلي و: "زه د آی ډبليو پي آر د رپوټ ممنون يم. هر چارواکی له لوستلو وروسته قانع کوي."

د خوست ولايت د پرچون پلورونکو د ټولنې مشر، حاجي دين ولي وويل: "موږ هيڅکله په دې باور نه وو چې د غلام خان موضوع دې دومره توده شي... خبر د ماليې وزارت ته ورسېد او د هېواد اقتصاد ته يوه لويه موضوع ترې جوړه شوه."

په خوست ولايت کې د فيض الله غمخور په نامه ليکوال او د مدني ټولنې فعال د رپوټ له خپرېدو وروسته د ماليې له وزير، حضرت عمر زاخېلوال سره ولېدل.

هغه وويل: "ما د هغه د قناعت لپاره هغه ته د آی ډبليو پي آر د خپاره شوي رپوټ يو نقل او د غلام خان ترانزيتي لارې په اړه نور اسناد ورکړل."

غمخور وويل: "هغه د پخوا په پرتله ډېره مينه وښوده."غمخور وړاندې وويل، وزير ژمنه وکړه چې په نژدې راتلونکې کې به د خوست ولايت ته لاړشي او په پوله پروت نوی گمرک به پرانيزي.

غمخور وويل، رپوټ سوداگر او د مدني ټولنې ډلې وهڅولې، چې سره راغونډې شي او پر خپل احساس کابل وپوهوي. 

په خوست کې يو شمېر نورو خبريالانو د هغې ستاينه وکړه او د دويچې ويلې خبريال، فريدالله ظاهر وويل: هغه "ښه تنظيم شوی، متوازن او هراړخيز"رپوټ و، چې "هيڅ يوه پوښتنه يې بې ځوابه نه وه پرېښې."  

د بي بي سي او رويترز خبريال، الياس وحدت وويل، د مسلکي رپوټ د ورکولو موخه پر ټولنې مثبت اغېز لري. هغه وويل: "د آی ډبليو پي آر رپوټ دا پايله تر لاسه کړه. که چېرته ژورناليزم دا لاره تعقيب کړي، نو خلک به ارزښت ورکړي."

Frontline Updates
Support local journalists