د آی ډبليو پي آر خبريال د افغانستان په شمال کې تر بريد لاندې دی

خبريال، سيد يعقوب ابراهيمي وايي د هغه ورور پرويز په شمال کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د يو رپوټ له امله بندي او په مرګ ګواښل شوی دی.

د آی ډبليو پي آر خبريال د افغانستان په شمال کې تر بريد لاندې دی

خبريال، سيد يعقوب ابراهيمي وايي د هغه ورور پرويز په شمال کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې په اړه د يو رپوټ له امله بندي او په مرګ ګواښل شوی دی.

.



سيد يعقوب ابراهيمي پخپله د استخباراتو د چارواکو له خوا تر زيات فشار لاندې راغلی. د هغه کور تالاشي شوي او د نامعلومو کسانو له خوا ورته د تليفون له لارې د مرګ ګواښونه شوي دي.



د هغه ورور، کامبخش د اکتوبر د مياشتې له 17 را په دې خوا د غيراسلامي مقالو د ليکلو او د هغې د وېشلو له امله بندي شوی دی. هغه د داسې يو بنسټ له لرلو څخه غاړه غړوي.



د افغان ژورنالستانو د حقونو ټولنې دا پرېکړه غندلې، چې د پروېز قضيه له دولتي محکمو پرته د ديني عالمانو يوې ډلې ته د غور او څېړنې لپاره سپارل شوې ده. د ديني عالمانو شورا نوموړي ته د مرګ د سزا د ورکولو سپارښتنه کړې ده.



يعقوب د تېرو څلورو کلونو راهيسي د آی ډبليو پي آر لپاره د افغانستان له شمالي برخو څخه رپوټونه چمتو کوي. په دې مودې کې هغه له ډېرو حساسو موضوعګانو سره تماس نيولی، لکه دزورځواکانو پرله پسې ناوړه کارونه، چې د مرکزي حکومت د بېوسلې کولو له هڅو سره سره د ملېشو ځواک ورسره دی او د قانون په حاکميت غوږونه، نه ګروي.



په تېرو دوو مياشتو کې هغه په شمال کې د تنظيمونو او افرادو په هکله څو رپوټونه خپاره کړي، جې ځايي خلکو په جنايتونو، ظلم او وحشت تورن کړي دي.



هغه څرګده کړه: "هغه خلک چې ماته ګواښونه کوي رسما زما په وړاندې څه شی نه لري. داسې کوم شی نه و، چې هغوی پرې ما ونيسي او بندي مې کړي."



هغه وايي، پرځاي يي هغوی د هغه کشر ورور په نښه کړ، جې د مزارشريف د بلخ د پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي محصل او د ځايي ورځپاڼې، جهان نو د ورځپاڼې خبريال دی.



په هغه باندې د هغه مطلب په هکله تور لګېدلی، چې د اکتوبر د مياشتې په نيمايي کې له انترنيت څخه رااخيستل شوی او د همدغه پوهنتون يوشمېر محصلينو ته ويشل شوی و. هغه وويل، له هغه وروسته چې نوموړی مطلب چاپ (پرينټ) شو، نو د (سيد پروېز) نوم ورزيات شو، په داسې حال کې چې هغه په دې کار کې هيڅ لاس نه لري.



پروېز له چارواکو سره دمخه کومه دوسيه نه لري.



هغه د دولت د ملي امنيت د چارواکو له خوا بندي شو. په داسې حال کې چې داسې جرم بايد محکمې ته استسول شوی وای او د قاضيانو له خوا پرې فيصله شوې وای.



دهغې پر ځای د پرويز په وړاندې تورونه د بلخ ولايت د عالمانو شورا ته وړاندې شول او دې شورا د ارتداد او کفر په تور د هغه د اعدام سپارښتنه وکړه.



دا لا څرګنده نه ده، د شواهدو هغه کچه چې شورا پلټلي يا يي تر لاسه کړي، دا تورونه ثابتولای شي. او نه هم دا جوته ده، چې د مرګ د سزا سپارښتنه د قانون له مخې څه مانا لري.



يعقوب په دې باور دی، چې د هغه ورور د هغه پراخې ګواښونې يوه برخه ده، چې هغه ورته په شمال کې د هغه له خوا د يو شمېر ټاکلو سياسي او ملېشه وزمو تنظيمونو د زور د افشا په وړاندې د غبرګون نوم ورکړ.



د پروېز له بندې کېدو راهيسې يعقوب د ملي امنيت د چارواکو له تاوتريخو الي سره مخامخ دی. د هغه کوراو دفتر يي لټولی، دهغه د کمپيوتر فايلونه يي ليدلي او په هغه باندې يي زور اچولای، ترڅو هغه سرچينې په ګوته کړې، چې له مخې يي يعقوب آی ډبليو پي آر ته مطلبونه ليکلي دي.



د يعقوب د رپوټ ليکلو له ډار پرته کار دا مانا ورکوي، چې هغه له اختلافونو سره نا اشنا نه دی. خو دهغه د ورور بندي کېدل په هغه باندې د يو سخت فشار څرګندونه کوي.



يعقوب له مزارشريف څخه په يوې تليفوني مرکې کې وويل: "زه له آی ډبليو پي آر سره د کا رله امله څو، څو ځلي ګواښل شوی يم. ما په شمال کې له بشري حقونو څخه د سرغړونو او د بېلا بېلو ډول تر منځ د اخ وډب او جګړو په هکله رپوټونه ليکلي دي. دا زما مسلک دی. ما په ګواښونو باندې غوږونه، نه دي ګرولي او خپله دنده مې پرمخ وړې ده."



"خو په دې وروستيو وختونو کې (راباندې) فشار زور اخيستی دی."



يعقوب د تليفون او انتنيټ له لارې له ناڅرګندو خلکو له خوا ګواښونه ليدلي دي. هغه تعقيب شوی دی. د پټېدو پر مهال د ملي امنيت چارواکي د ماښام په تياره کې د هغه د لټولو لپاره د هغه کور ته راغلي و.



يو مهال په يو تليفون کې هغه ته ويل شوي و: "موږ تا پېژنو، چې څوک يي. موږ پوهيږو، چې ته چېرته يي. موږ تا وژنو!"



هغه مهال چې د ملي امنيت چارواکو پرويز بندي کړ، د يعقوب دفتر يي هم کولپ کړ، چې د هغه ټول اسناد او فايلونه په کې و.



يعقوب وويل: "د اکتوبر په 28 هغوی زما کوټه په بل مخ واړوله. هغوی زما کمپيوتر چک کړ. هغوی دا کار ولې وکړ.؟ هغوی زما کتابچې هم وليدلې، چې په ولايتونو کې ما د يو شمېر خلکو د تليفون شمېرې په کې ليکلې وې."



"هغوی آی ډبليو پي آر ته زما د ليکل شوو رپوټونو ټولې نسخې وکتلې. هغوی غوښتل زما کتابچه له ځان سره يوسي. ما هغوی ته وويل: "تاسو دلته د غير اسلامي مطلبونو د پيداکولو لپاره راغلي ياست. زما کتابچه له هغوی سره هيڅ تړاونه لري. ما ورته وويل، که تاسو زما کتابچه واخلئ، نو په رسنيو کې به له تاسو څخه شکايت وکړم. هغوی په پخپلو منځونو کې پس پسکې پيل کړې او کتابچه يي بېرته راکړه."



پوليسو هغه يو شمېر مطلبونه چې يعقوب له انترنيټ څخه د ښځو د حقونوپه اړه اخيستي و او د ويل دورانت ليکنه "د مدنيت کيسه" ظبط کړې.



د پروېز موضوغ د مدني ټولنې د ډلو او د بشري حقونو د فعالينو پام ځانته اړولای دی.



په کابل کې د ژورنالستانو د دفاع د کمېټې مشر، ضيا بوميا آی ډبليو پي آر ته وويل، چې د هغه کمېټه نوموړې موضوع له نژدې څخه څاري.



هغه وويل: "د يو شمېر هغو افرادو او ډلګيو ګټې چې له ګواښ سره مخامخ شوي دي غواړي د پروېز په وړاندې توطيه جوړه کړي."



بوميا سپارښتنه وکړه، چې رسمي محکمې بايد ددې قضيې جرړې وڅېړي.



د هغه په اند د ديني عالمانو شورا په دې موضع باندې د پرېکړې هيڅ قانوني واک نه لري.



هغه وويل: "تر هغه پورې چې په افغانستان کې اساسي قانون او محکمې موجودې وي د شورا عالمان په چا باندې د مرګ د سزا د اورولو واک نه لري."



نوموړې زياته کړه: "دا کار د نور موسسو په کار کې څرګنده لاسوهنه ده. د پروېز دوسيه بايد هغه (دولتي) کميسون ته وړاندې شسي، چې د رسنيو له قانون څخه سرغړونې څېړي. هغوی بيا کولای شي نوموړی دولتي محکمې ته وړاندې کړي. په موضوع باندې د بل چا پرېکړه قانوني نه ده او موږ يي غندو."



د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسون وياند، فريد حکيمي له دې خبرې سره يوه خوله دی، چې له عدلي محکمې پرته نور څوک د پرېکړې د صادرولو حق نه لري.



هغه وويل: "په مزارشريف کې زموږ څانګه موضوع تعقيبوي. داسې کارونه بايد د اساسي قانون او (نورو) قانونون لاند ې وڅېړل شي. ابتدايه محکمه او ستره محکمه بايد داسې قضيې وڅېړي. دا د هغوی دنده ده."



د بلخ د پوهنتون يو بل محصل، نصير آی ډبليو پي آر ته وويل، هغه په دې پوهيده چې د هغه د همټولګيوال په وړاندې يوه توطيه روانه ده



هغه وويل: ."پروېز په ټولګي کې يو تکړه زده کوونکی دی. هغه په هرچا ګران دی. خو داسې يو شمېر شته چې د هغه په وړاندې دښمنۍ ته لمن وهي. هغه مهال چې لوی څارونال زموږ د ليدلو لپاره راغلی و ، يو شمېر خلکو د پرويز په هلکه منفي تبليغات خپاره کړل، خو موږ زياتو محصلينو ته رښتيا څرګنده ده."



يعقوب پوهيږي، چې پرويز د يو په لاره اچولو کمپيان قرباني دی، ترڅو د هغه د خبريالۍ غږ چوپ کړي.



يعقوب وويل: "زما يو شمېر ملګري، چې نه غواړم نومونه يي واخلم، ما ته ويلي، چې يو شمېر لوړ پوړي چارواکي په دې موضوع کې لاس لري."



هغه زياته کړه: "هغوی وايي، ما د شمال د قوماندانانو په وړاندې يو کمپاين پيل کړی اوله دې لارې غواړم ددې رپوټونو د خپرولو له لارې شمال بدنامه کړم. زه بايد چوپ کړای شم."



"هغوی ددې کا رلپاره پروېزغوره کړ."



يعقوب زياته کړه، د هغه رپوټونو زيات اغېز کړی دی. نوموړي وويل: "کله چې ما دا کار پيل کړ، نو څو څو ځلې مې له ليکنې څخه لاس واخيست. هغه ډېر خطرناک و."

Frontline Updates
Support local journalists