دافغانستان په ختيځ کې مېرمنې د زده کړې غوښتنه کوي

د لويانو د زده کړې له پروگرامونو سره سره په ننگرهار کې د ليک لوست زده کړه نيمگړې ده.

دافغانستان په ختيځ کې مېرمنې د زده کړې غوښتنه کوي

د لويانو د زده کړې له پروگرامونو سره سره په ننگرهار کې د ليک لوست زده کړه نيمگړې ده.

IWPR
IWPR
Monday, 1 December, 2014

په افغانستان کې د ايمل ظاهر ليکنه

د ختيځ ولايت ننگرهار مېرمنې شکايت کوي چې د ځايي حکومت چارواکي هغوی ته د زده کړې د کورسونو د جوړولو په اړه پر خپلو کړو ژمنو نه دي درېدلي.

په ننگرهار کې ٥٧٢٠٠٠ هلکان او ٣٣٠٠٠٠ نجونې په نژدې ٩٠٠ ښوونځيو کې لوست لولي. له يوه لوري د زده کوونکو د شمېرې لوړوالی په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د حکومت له رانسکورېدو وروسته هڅو نتيجه ده. له بل لوري په شمېر کې د جنسيت بې موازنه گي په دې ولايت کې د ځانساتو ارزښتونو او په لرې پرتو سيمو کې د امنيتي ستونزو موجوديت په گوته کوي، چې لا تر ننه ښوونځيو ته د يو شمېر نجونو د ورتگ مخه نيسي. 

زيات شمېر نارينه گانو، په تېره بيا ښځو لوړو زده کړو ته لاره نه ده موندلې. هغوی غواړي خپلې اړوندې زده کړې سرته ورسوي.

د ننگرهار د کامې د ولسوالۍ اوسيدونکې، ساجدې وويل: «د [پخواني ولسمشر حامد] کرزي د حکومت له رامنځته کېدو وروسته موږ ډېر تمې درلودې او په دې اند وو چې زموږ ژوندانه ته به سم پام ولاړول شي، خو هيلې مو سرته ونه رسېدې.»

ساجدې لوستل زده نه کړل، ځکه کورنۍ يې په دې اند نه وه چې زده کړه نجونو ته اهميت لري.

د نفس گل په نامه يوې بلې مېرمنې پر چارواکو د امکاناتو د چمتو کولو غږ وکړ.

هغې وويل: «حکومت بايد مېرمنو ته د ليک لوست د زده کړې کورسونه ډېر کړي. بايد په هر کلي کې د زده کړې فرصتونه چمتو کړي چې له دې وروسته موږ نالوستې پاتې نشو.»

د ننگرهار درېمې اوسيدونکې مېرمن، بس بي بي وويل، هغه مېرمنې چې ليک لوست کولای شي، نه يوازې د کور په کارونو کې مرسته کولای شي، بلکې ښه مور هم ترې جوړيږي. 

هغې پر ولايتي ادارې او د پوهنې پر رياست پړه واچوله، چې ښځو ته د ليک لوست د چمتو کولو د فرصتونو موجوديت هسې يوه درواغ خبره ده.

په ننگرهار کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون په څانگه کې د ښځو د دفاع د برخې مشرې، هاشمې شريف ومنله چې موجود فرصتونه هيڅ وړتيا نه لري. 

هغې وويل: «لا اوس هم په ښار او لرې پرتو سيمو کې ښځو د زده کړو په وړاندې خنډونه پراته دي. حکومت بايد دې ټکي ته زيات پام واړوي، چې که کومه ښځه وغواړي، بايد زده کړه ترلاسه کړای شي.»

د ښځو د چارو د ولايتي څانگې سرپرستې، صابرې وويل، د اټکل له مخې د ننگرهار ٦٠ سلنه مېرمنې زده کړې ته لاسرسی نه لري.

د ننگرهار د ليک لوست د زده کړې د پروگرام مسؤول، محمد اکرام اسحاقزي ومنله چې له ښځو سره د مرستې لپاره ډېر کار ته اړتيا ده. هغه په ټينگار وويل، له ٣٠٠٠ تنو څخه زياتې مېرمنې اوس د ليک لوست کورسونو ته راځي او ځانگړي ښوونځي ورته جوړ شوي دي. تر اوسه له دې ښوونځيو څخه د فارغو شوو څه دپاسه ٢٦٠٠ مېرمنو له ډلې څخه ١٤ تنه پوهنتون ته تللي دي.

اسحاقزي وويل، د ښځو د ليک لوست پروگرام د ننگرهار له ٢٢ ولسواليو څخه په څلورو ولسواليو؛ خېوې، کامې، سره رود او بهسودو کې پر مخ وړل کيږي. په پام کې ده چې د کورسونو شمېر وغځول شي.

د ننگرهار د والي مرستيال، محمد حنيف گرديوال وويل، هغه د دې حقيقت له امله خوشال دی چې زيات شمېر ښځې غواړي ښوونځيو ته لاړې شي. هغه د لويانو د کورسونو د شمېر د زياتوالي ژمنه وکړه. 

هغه وويل: «دا ښه خبره ده چې نالوستې ښځې د زده کړې غوښتونکي دي. موږ يې هرکلی کوو. اړوندې څانگې به له يو بل سره خپل کارونه همغږي کړي او په راتلونکې کې به خپل کارونه پراخ کړي.»

ايمل ظاهر د ننگرهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر يو روزل شوی خبريال دی.

Frontline Updates
Support local journalists