خپلسرې روغتيايي څارنه

په نسخو کې ليکل شوي درمل لا له وړاندې د کوڅواو سړکونو په سر پراته دي، په داسې حال کې چې ډاکټران (پلورونکي) يي زياتره يا له سره نه پوهيږي او يا هم لږه زده کړه لري.

خپلسرې روغتيايي څارنه

په نسخو کې ليکل شوي درمل لا له وړاندې د کوڅواو سړکونو په سر پراته دي، په داسې حال کې چې ډاکټران (پلورونکي) يي زياتره يا له سره نه پوهيږي او يا هم لږه زده کړه لري.

بېوزلي او د روغتيا څارنې دړې وړې سيستم په کابل کې يو زيات شمېر افغانان دې ته اړباسي، چې د سړک پر سر له نالوستو درمل پلورونکو اوتېرايستونکو ډاکټرانو څخه د درملو په اخيستلو خپل چانس وآزمايي او خپله ناروغي پرې ورغوي.


يو پنځلس کلن هلک، حليم الله چې د کابل ښار په مرکزي برخه کې په يوې ټوکرۍ کې درمل پلوري خپلې اوږې وڅنډلې او ويي ويل: "(زما له درملو) چې چا ته هره ستونزه پيدا شي، مسووليت يي پر خپلې غاړې دى."


نوموړى هلک ډېر چالاکه ښکاري. هغه وايي: "زاړه، ځوانان، نارينه او ښځې له موږ څخه درمل رانيسي." حليم الله وويل، هغه اود هغه پلار له عمده فروشۍ څخه درمل رانيسي او بيا يي په انفرادي اشخاصو پلوري.


يو بل اووه لس کلن هلک، آغا شيرين، چې د پول خشتي جومات په ګاونډ کې ځينې ټاکلي درمل پلوري، وايي، معمولا بېوزلي او نالوستي خلک له هغه څخه درمل پيري. زياتره د درد او خوب ګولۍ خلک غواړي. هغه وايي، په يو شمېر کليو کې هټيوالو ته هم درمل چمتو کوي، چې هغوى يي په خپل وار په نورو خلکو پلوري. هغه ادعا کوي، تر اوسه يي د چا له خولې نه دې اورېدلي، چې دده درملو دې چاته زيان رسولى وى.


د غزني ولايت اوسېدونکى، عبدالباقي بشيري بيا بل راز کيسه کوي. هغه وايي، دهغه ورور محمد جميل له هغه وروسته، چې درې کاله وړاندې يي، د ملاريا ګولۍ اخيستې وي، بېرته خپل پخواني حالت ته نه دى راغلى. هر څه چې هغه د درملو په نوم خوړلي دي، د هغه په مغزو يي اغېزه کړې او اوس محمد جميل له ځان سره له خبرو کولو پرته په نور څه نه پوهيږي.


بشيري آى ډبليو پي آر ته وويل: "اوس زموږ پښېماني او افسوس کوم ځاى نه نيسي. زه ټولو خلکو ته دا سپارښتنه کوم، چې د ډاکټر له نسخې پرته دې هېڅ درمل نه اخلي."


کله ناکله بې مسلکه ډاکټران هم د ستونزو د رامنځته سبب ګرځي. د سروبي په ولسوالۍ کې ملا سيد محمد وويل، يو سړي په يوکلي کې ځان د ډاکټر په جامو کې خلکو ته معرفي کړى و. هغه يوازې تر لومړنۍ دورې پورې زده کړې کړې او د لومړنيو مرستو يو څو کورسونه يي لوستي و. نوموړي ځينو ناروغانوته ناسم درمل ورکړې و، چې په پاى کې يي کلى پريښود او وتښتېد.


سيد محمد وويل، د هغه زوى هغه مهال په پښه ګوډ شو، چې دې سړي ورته ناسمه ستن وهلې وه. هغه به د پېچکارۍ يوه ستن څو څو ځلې کاروله. سيد محمد وايي: "کله چې به ستن پڅه شوه، نوهغه به يي په يوې ډبرې تېره کړه. هغه به په ډېره سخته ستن د ناروغ په غوښه کې ننه ايستله او په دې توګه به يي ورته پېچکاري کوله.


د باميانو د ولايت اوسيدونکې، سامعه همکار هېڅکله درملوته اړتيا نه ده پيدا کړې. هغه وايي: "يوه ورځ سخته ټوخېدم. ميړه مې راته وويل، چې درمل وخورم. له المارۍ څخه مې يو شربت راوخيست او ومې څکلو." هغې زياته کړه، په پاى کې: "زما په نس کې ماشوم ته زيان ورسېد او له نورو ستونزو سره هم مخامخ شوم."


د کابل ښار د ميوند د روغتون ډاکټرې انجيلا وويل، هغوى ته داسې ناروغان راځي، چې کانګې کوي او داسې درمل يي خوړلي وي، چې په قانوني توګه بايد دډاکټر د نسخې له مخې وخوړل شي.


دعامى روغتيا د وزارت د درملو (فارمسي) چارو رئيس، محمد کاظم وايي، داسې ستونزې زياتره په کليو او بانډو کې رامنځته کيږي، چېرته چې مسلکي کارکوونکي وجود نه لري. په دغه راز سيمو کې د ډېرو لږو طبي معلوماتو لرونکي اشخاصو درناوى کيږي. کاظمي وايي: "په ړندو کې د يوې سترګې والا پاچا وى."


د عامى روغتيا وزارت د خپلو محدودو منابعو له مخې ددې توانايي نه لري، چې د غير قانوني درملو د پلورولو مخه ونيسي او په هېواد کې د بېوزلۍ د کچې په پام کې نيولو سره زيات شمېر خلک له دې پرته بله لاره نه لري، چې له غير مسلکي ډاکټرانو څخه مرسته وغواړي او يا هم د سړک د سر درمل راونيسي.


يو غريب کار، رحمت الله، چې د ميوند روغتون بهر د يو درملتون مخې ته ولاړ و، وويل: "زه پيسې نه لرم. د ډاکټرانو فيس اتيا يا سل افغانۍ دى. کارنشته، دبېوزلۍ له امله مې مېرمن دوه مياشتې وړاندې خپل ماشوم ضايع کړ. زه په خپل سر درملتون ته ځم او د اړتيا وړ درمل رانيسم."


سره له دې چې روغتيايي څارنه په دولتي روغتونونو کې په وړياتوګه چمتو کيږي، خو رحمت الله وايي، چې ډاکټران زياتره ناروغان خپلو شخصي کتنځيو ته غواړي. کله چې دا ناروغان هلته لاړ شي، نه يوازې د ډاکټر فيس بايد ورکړي، بلکې دلوړې بيي درمل هم بايد راونيسي.


درمل جوړوونکى مير عنايت الله، چې په کابل پوهنتون کې يي زده کړې، کړي دي، په بې قانونه توګه د درملو د پلورلو پړه د پيسو، ډاکټرانواو کلينيکونو په نشتوالي او همدارنګه په هېواد کې د بيسوادۍ د کچې په لوړوالي اچوي.


عنايت الله ټينګار کوي، چې هغه په شخصي درملتون کې د ډاکټر له نسخې پرته دغه راز درمل ، په تيره بيا د ملاريا او د لويي تبې (محرقې)، نه پلوري.


يو شمېر نور بيا ددې خبرې پروا نه ساتي. يو اتلس کلن ځوان، کمال الدين وويل، هغه په خپل شخصي درملتون کې د درملو پلورونکي په توګه کار کوي. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "تر هغه چې نوى درمل جوړوونکى ومومو، زه به د درمل پلورونکي دنده پر مخ بيايم. تراوسه چې مې پر چا درمل پلورلي، کومه ستونزه نه ده راپيدا شوي.""


Frontline Updates
Support local journalists