توکميزو شخړو فارياب ځپلى دى

په شمال ولايت کې کوچنۍ پېښه د ازبکانو او پښتو ترمنځ په پراخ اخ وډب واوښته.

توکميزو شخړو فارياب ځپلى دى

په شمال ولايت کې کوچنۍ پېښه د ازبکانو او پښتو ترمنځ په پراخ اخ وډب واوښته.

.



تېره اونۍ يوه ورځ نوموړو دوو زلميانو يوه پېغله نجلۍ د فارياب ولايت مرکز، د ميمنې په ښار کې وليده. کېداى شي د هغې ښکلا جذب کړي وي، يا د ځوانۍ لېونتوب پسې اخيستي وي، ورنارې يې کړې، "مينه درسره لرم."



نجلۍ ورباندې غوږ ونه ګرولو او په چټکۍ کور ته لاړه چې خپله کورنۍ خبره کړي.



هلکان پښتانه او نجلۍ ازبکه وه. په سيمه کې لا له پخوا ژور قومي اختلافونه موجود وو او د ټولټاکنو د مبارز او له هغې راورسته حالت نور هم ترخه کړي و، مازې يوې بهانې ته اړتيا وه، چې ډېر ژر په قومي اخ و ډب بدل شي.



پايله دا شوه چې دوه تنه په کې ووژل شول او دېرش نور ټپيان شول. د والي د دفتر کړکۍ ماتې شوې او په پښتنو پورې داړوندو هټيو مالونه چور او وسوځول شول.



په دې نښتو کې ازبيک ميشته کلي، ده سيدان او پښتون ميشته، افغانکوټ دوې ګاونډې سيمې يو بل ته مخامخ شوې.



د توريالي په نامه د اندخوى يو اوسيدونکي آى ډبليو پي آر ته وويل، هغه پېښه يې په خپلو سترګو ليدلې وه چې ددې کړکيچ سپرغۍ يې وشيندلې.



هغه وويل: "دا هلکان بې تربيه وو. هغوى نجلۍ ته وويل: "مينه درسره لرو. هغې څه ونه ويل او په خپله لاره روانه وه. حيران يم چې څنګه داسې يوه وړه موضوع په يو لوى قومي تاوتريخوالي بدله شوه. په پايله کې يې د ميمنې اوسيدونکوته مالي زيان، قتل او بدمرغي رامنځته شوه."



توريالى د پېښې پړه نېغ په نېغه پر ازبکو او په ځانګړې توګه د عبدالرشيد دوستم د ملي جنبش په ګوند اچوي.



هغه وويل: "هرکله چې د پښتنو په اړوند څه شى پېښيږي، نوموړى ګوند زيار باسي خلک ولمسوي."



خو په ميمنه کې د اخ و ډب پر مهال جلا وطنه دوستم له ترکيې څخه په فارياب کې پر خپلو ملاتړو غږ وکړ، ددې پرځاى چې په خپل سر کوم کار سرته ورسوئ، غوره داده کرار واوسئ او د يوه قانوني هوارۍ په لټه کې شئ.

د فارياب د ولايتي شورا مشر او د ملي جنبش د ګوند غړي، محمد آصف پيمان په تاوتريخوالي کې د خپل ګوند له لاس وهنې څخه انکار وکړ.



په فارياب کې د محمد اسلم ګداز په نامه يو مدني کارکوونکي او د نجلۍ يو خپلوان د پېښې بل راز کيسه وکړه.



هغه وويل: "له نوموړو دوو ځوانانو سره تومانچې وې، پر موټر سايکلونو سپاره و، د نجلۍ د تښتولو هڅه يې وکړه، خو د نجلۍ د کورنۍ يو غړي يې مخه ونيوله. نجلۍ کورته راغله او خپلې کورنۍ ته يې کيسه وکړه. هغوى د والي دفتر ته په شکايت لاړل. کله چې يو ځوان پرې بريد وکړ ، نو يو مشر يې ورته وواهه او ويې وواژه."



هغه وويل، له دې پېښې وروسته اخ و ډب پيل شو او دايې ومنله چې تاوتريخوالي ته د ده سيدان اوسيدونکو زور ورکړ.



هغه وويل: "د هغوى حيثيت ته زيان رسيدلى و." هغه غوښتنه وکړه چې قاتل او هغه دوه تنه ځوانان دې د هغوى ته وسپارل شي او په چارواکو يې د غميزې د رامنځته کېدو پړه واچوله. هغه ټينګار وکړ: "پوليس ژر لاس په کار نه شول. هغوى لارو کوڅو ته د خلکو د راتوييدو د مخنيوي لپاره هيڅ ونه کړل. له دې امله اعتصاب په تاوتريخوالي واوښت."



د پېښې په اړه د ګداز څرګندونې د حبيب او حاجي محمد په نومونو دوو نورو پېښې ليدونکو شاهدانو له خوا وننګول شوې. هغوى آى ډبليو پي آر ته وويل چې پېښه اصلا د هغوى له هټۍ بهر رامنځته شوه. هغوى د توريالي خبره وکړه.



حبيب وويل: "هغه هلکان بې تربيه وو. بايد له نجلۍ سره يې خبرې نه واى کړى. خو تومانچې يې نه لرلې او موټر سايکل ورسره نه و. آن د موټر سايکل په سپرېدو نه پوهيدل."



د فارياب والي، عبدالحق شفق ددې پخلى وکړ چې مظاهره چيانو د دوو ځوانانو د تسليمولو غوښتنه وکړه، چې د ځوانې نجلۍ سپکاوى يې کړى و.



هغه وويل: "دا غوښتنه د قانون له مخې سمه نه ده. هغه دوه بې ادبه ځوانان چې د افغانکوټ او ده سيدان تر منځ د نښتې لامل شول، بنديان شوي او له قانون سره سم به سزا وويني."



شفق همدارنګه ټينګار وکړ چې حالات اوس تر کنترول لاندې دي او د ميمنې په لارو کوڅو کې يې "د مينې اظهار ته" د پاى ټکى ايښى دى.



خو له اخ و ډب يوه اونۍ وروسته له افغانکوټ څخه د ملي اردو او ملي پوليسو په ګډون سرتېرې راتاو شوي دى. آن په سيمه کې سرحدي پوليس ځاى په ځاى شوي دي. د افغان ملي اردو څرخي الوتکې د ورځې له خوا د سيمې دپاسه الوتنه کوي.



د عالم راسخ په مشرۍ يو پلاوى له کابل څخه د فارياب ولايت ته استول شوى او د دواړو لوريو ترمنځ به منځګړتوب وکړي.



د ملي اردو د شاهين د قول اردو قوماندان، جنرال مرادعلي مراد آى ډبليو پي آر ته وويل چې ځايي ځواکونه نور د سيمې د کنترول وسه نه لري.



هغه همدارنګه ددې پخلى وکړ چې د مظاهره کوونکو په ډلې کې وسله وال سړي وو او په امنيتي ځواکونو يې ډزې کړې وې. په نتيجه کې دوه افغان سرتيرې ټپيان شوي وو.



د فارياب د والي مرستيال وسله وال سړي د "ياغيانو" په نامه ياد کړل او د "افغانستان د دښمنانو" د زياتې ښکېلتيا ته يې ګوته ونيوه.



هغه وويل: "ددې پېښې تر شا لاسونه کار کوي چې د دوو کورنيو تر منځ دا کوچنۍ پېښه په يوې لويې قومي موضوع بدله کړي."



په شمال کې د قومې تاوتريخوالي له مخې ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ته د اګست د شلمې له ټولټاکنو وروسته ډېر لږ لمسون ته اړتيا وه ترڅو يوه وړه، آن بې زيانه پېښه، په يو لوى اخ و ډب بدله شي او د اردو او مرکزي حکومت د لوړې کچې لاسوهنې ته ضرورت رامنځته کړي.



د فارياب اوسيدونکي زياتره ازبکان دي. د پښتنو، تاجيکو او هزاره ګانو قومي لږه کي هم په کې اوسيږي.



په سيمې کې د اوږدې مودې راهيسې تضادونه شته. په افغانستان کې د نورو توکميزو ډلو په څېر، ازبکان د طالبانو د پېر ډېرې تيارې خاطرې لري. زياتره خلک دا مخالفت له ټولو پښتنو سره روا بولي. طالبان نژدې ټول پښتانه وو.



د اګست د شلمې نېټې ټولټاکنو، چې نه يوازې ولسمشر يې ټاکلو، بلکې د ولايتي شوراګانو غړي يې هم ټاکل، قومي مخالفتونه يې زيات کړل. په اصل کې ازبکانو د کرزي او دوستم تر منځ د ښو اړيکو په برکت د برحال ولسمشر، حامدکرزي ملاتړ وکړ.



د کرزي اصلي سيال، عبدالله عبدالله تاجيک توکمه دى او له شمالي ټلوالي سره نژدې تړاو لري. عبدالله په شمال کې ښې رايې يوړې، خو په فارياب کې يې د کرزي د ٥٨ سلنيو په وړاندې يوازې ٣٣ سلنۍ رايې تر لاسه کړې.



کمپاين، چې د خلکو توکميز ډار او تبعيض د له منځه وړلو غوښتنه يې کوله، مرسته يې و نه کړه او موجود نسبتا ښه حالت يې پسې ناوړه کړ. فارياب يو خاورين لوښى و او دې دوو بې فکره هلکانو د ازبکې نجلۍ په ځورولو دا لوښى مات کړ.



دې کار په شمال کې امنيتي وضعه لا پسې ناوړه کړه. کندوز د يو لړ بريدونو او له برتانوي ژورناليست له تښتونې وروسته، چې د هغه د افغان ملګري د مرګ لامل شو، د بهرنيانو لپاره د چېرته تګ ځاى نه و.



د بلخ ولايت مرکز، د مزارشريف ښار هم د ناکرارۍ په حالت کې دى. دلته غښتلى تاجک توکمه والي او د عبدالله ملاتړي، عطامحمد نور په يو پښتون او د کرزي په ملاتړي، جمعه خان همدرد پسې راخيستي دي.



په دې توګه د ميمنې ستونزې په ورته موقعيت کې شمېرل کېداى شي.



په مزارشريف کې يو شاعر او ليکوال، ابراهيم اميني وويل: "ملتپالې ډلې له کوچنيو قبيلوي موضوعګانو څخه د سياسي دليلونو له مخې ګټه اخلي. زموږ خلک نالوستي دي. د انتقادي تفکر کچه يې ډېره ټيټه ده. په هېواد کې مو د زياتو بدمرغيو ستر دليل همدا شيان دي."



پخپله بارز د والي مرستيال د ازبکو مظاهره کوونکو تر فشار لاندې ځکه راغى چې هغه په افغانکوټ کې اوسي او له نوموړو ځوانانو سره په خواخوږۍ تورن دى.



هغه وويل: "څنګه چې زه په افغانکوټ کې اوسيږم، هغوى په دې اند دي چې د نوموړو تورنو ملاتړ کوم. يوازې زما کور په افغانکوټ کې دى. زه په ټول فارياب پورې اړوند يم او د خلکو په خدمت کې يم."
Frontline Updates
Support local journalists