افغان مېرمنې يوازې دزده کړې او روغتيا برخوکې کار کوي

ښځينه کارکوونکي په شمال ختيځ ولايت کې د دولتي سکتور دندو ته لږ لاسرسی لري.

افغان مېرمنې يوازې دزده کړې او روغتيا برخوکې کار کوي

ښځينه کارکوونکي په شمال ختيځ ولايت کې د دولتي سکتور دندو ته لږ لاسرسی لري.

د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې واورېدل شول، د لغمان ولايت حکومتي چارواکو ته پکار دي پر دندو باندې د ښځينه کارکوونکو په گومارلو کې کارنده گامونه پورته کړي چې په دولتي ادارو کې د جنسيت د نابرابرۍ موضوع هواره شي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون استازي، محب الله سرخرودي د مناظرې برخوالو ته وويل، د لغمان په ادارو کې ټول ٧٤٣١ تنه پر دندو گومارل شوي دي.

د دغه پوستونو يوازې ٥٢٧ تنه يې ښځې دي، هغه هم ټولې د زده کړې او روغتيا څارنې په ادارو کې کار کوي. 

سرخرودي وويل، حکومت ته پکار دي چې د دغه بهير د بدلون لپاره مثبت گامونه واخلي. هغه زياته کړه: «زموږ کميسيون تل زيار ايستلی چې د گومارلو په بهير کې ښځينه نوماندانو ته ځانگړې فرصتونه چمتو کړي، لکه د داسې څوکيو بېلول چې يوازې ښځې پکې په کار گومارل کېدای شي.»

د مناظرې برخه وال، دل اقا وويل، دا د منلو وړ نه ده چې ښځې يوازې د روغتيا او د زده کړې په ډگرونو کې دندې سرته رسوي.

سرخرودي يادونه وکړه، دا کار ټولنيز واقعيتونه څرگندوي.

هغه وويل: «ښځې د نورو ډگرونو په پرتله د زده کړې په ډگر کې کار کولو ته ډېرې لېوالې دي، ځکه کورنۍ يې په دې ډگر کې ورسره په کار کولو کې موافقې دي.»

د لغمان ولايت د ښځو د چارو رئيسې، نسيمې سادات د خلکو د معلوماتو د لوړولو د کمپاين په اړه غږ پورته کړ، چې ښځې وهڅول شي له کوره بهر کار کولو ته زړه ښه کړي.

هغې يادونه وکړه د ليک لوست د کچې تيټوالي هم ښځې په دولتي ادارو کې د دندو له سرته رسولو څخه بې برخې کړې دي. هغې وويل، د ولايت په زياترو سيمو کې نجونې زده کړې ته لږ لاسرسی لري.  

د افغانستان د خپلواکې ادارې د رفورم او ملکي خدمتونو د کميسيون (IARCSC) استازې، هاشمې شريف وويل، فساد او ډارول د دندو په موندلو کې د ښځو په وړاندې لوی خنډونه جوړوي.

هغې د خپلې تجربې له مخې يو شمېر بېلگې وړاندې کړې چې د خپلې دندې په اوږدو کې يې د زورواکو افرادو له خوا ورته د مرگ بېشمېره گواښونه رسيدلي دي. 

شريف يوه بله بېلگه وړاندې کړه: «ما غوښتل د يوې دندې لپاره په ننگرهار ولايت کې ازموينه ورکړم، خو ومې نشو کړای د غوښتنليک کومه فورمه تر لاسه کړم، ځکه هغه شخص چې تړاو يې درلود، وار دمخه پر هغې څوکۍ گومارل شوی و.»

د لغمان ولايت د وړتياوو (ظرفيت) د لوړولو رئيس، حفيظ الله اسد وويل، آن لوستې مېرمنې د افغانستان د محافظه کارانه دودونو تر اغېز لاندې راغلې دي، چې له کوره بهر کارکوونکو ښځو ته په ترخه نظر کتل کيږي.  

هغه وويل: «دا ستونزه د لغمان د مرکز په پرتله په ولسواليو کې نوره هم ناوړه ده. موږ له دې ټولو ستونزو سره سره تر خيل وس پورې زيار ايستلی چې په حکومتې ادارو کې د ښځو شمېر لوړ کړو.»

د هغه په اند يوه ستونزه دا ده چې ولايتي چارواکي پر لوړو پوستونو د خلکو د گومارلو واک نه لري. اسد وويل، که هغوی ته واک ورکړل شي، نو وبه کړای شي د جنسيت د نابرابرۍ په برخه کې په فعال ډول کار وکړي

Frontline Updates
Support local journalists