افغاني کوچنيان له لويانو پرته د ايران له پولوڅخه رااړول کيږي

په سلګونه ماشومان له کورنيو پرته له ايران نه افغانستان ته شړل شوي دي.

افغاني کوچنيان له لويانو پرته د ايران له پولوڅخه رااړول کيږي

په سلګونه ماشومان له کورنيو پرته له ايران نه افغانستان ته شړل شوي دي.

Children at a refugee camp near Sar-e Pol for Afghans recently returned from Iran, 2009. (Photo: UN Photo/Eric Kanalstein)
Children at a refugee camp near Sar-e Pol for Afghans recently returned from Iran, 2009. (Photo: UN Photo/Eric Kanalstein)

په افغانستان کې د آى ډبليوپي آر د خبريال، سيد وحيد هاشمي ليکنه

دولس کلن عبدالمجيد د هرات ولايت د انصارو د کډوالو د کمپ  په يو ګوټ کې يوازې ناست دې او پټ پټ ژاړي.  هغه په افغانستان کې يوازې دى، موراو پلار او اووه  تنه خويندې او ورونه يې ټول په ايران کې پاتې دي.

هغه وويل، يوماښام يې د سمنان په ولايت کې خپل کورته نژدې په يو پارک کې له ملګرو سره لوبې کولې، چې ونيول شو.                

هغه وويل: "پوليسو ووهلم او راته ويې ويل چې له دښمنو ډلو سره تړاو لرې. ما سوګند وکړ، له هيچا سره تړاو نه لرم. په پاى کې يې له اتو ورځو بند څخه وروسته افغانستان ته وشړلم."

عبدالمجيد په سورو سورو ژړل او ويل يې چې په افغانستان کې هيڅوک نه پېژني.

هغه وويل: "هره شپه خوب ګورم چې مور، پلار او خويندې او ورونه مې راپسې ګرځي. هر سها رپه ژړا له خوبه پاڅيږم."

عبدالمجيد د افغان د سلګونو کوچنيانو له ډلې څخه يو دى چې د اسلام کلا د بندر له لارې له ايران څخه شړل شوى او انصارو کمپ ته راوړل شوى دى. نوموړى د کډوالۍ د نړيوالې ادارې [IOM] او د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کميشنرۍ [UNHCR] ګوتو ته ورغلى دى

ځينې دې کوچنيانو دمخه افغانستان ليدلى نه دى او داسې بريښي چې د ميندو او پلرونو له خبرتيا پرته له ايران څخه ايستل شوي دي.  

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکې ادارې [AIHRC] څارونکي  او د کوچنيانو لپاره د  ملګرو ملتونو اداره [UNICEF] هره ورځ د اسلام کلا د بندر په يو ځاى کې منتظر وي. هغوى له پولې څخه د را اړول شوو کوچنيانو نومونه ليکي او ګوري چې کوم ځاى ته استول کيږي.  AIHRC  وايي د تېر کال په اوږدو کې يې د څه د پاسه ٢٠٠٠ داسې کوچنيانو نومونه ليکلي او مرکې يې ورسره کړي دي.     

ددې کوچنيانو يو شمېر يې په هرات يا ګاونډيو ولايتونو کې خپلو خپلوانو ته سپارل شوي او يو شمېر نور يې د کډوالو کمپونو ته لېږل شوي دي.

هرات ته څېرمه د انصار د کډوالو د کمپ د بشري مرستو د تنظيم د ادارې يو چارواکي، عبدالباقي عثماني وويل کوچنيان د هغوى د عمر او رواني حالت له مخې استوګنځايونو ته استول کيږي. د امکان په صورت کې خپلو ولايتونو ته له استولو دمخه د هغوى طبي چيک او څارنه کيږي.  

د کمپ يو چارواکي، عين الدين اسلمي آى ډبليو پي آر ته وويل، پروسږکال شاوخوا ٨٥٠ کوچنيان دلته راوړل شوي وو. 

هغه وويل: "موږ د کوچنيانو پر ځانونو د وهلو ډبولو نښې نښانې ولېدلې." هغه زياته کړه، په کمپ کې تر هغه پورې د هغوى څارنه کېده، ترڅو يې خپل خپلوان لټول کېدل او يا ورته په روزنتونو کې ځايونه موندل کيدل.  

يوولس کلنه نوريه يوه مياشت دمخه د اسلام کلا د بندر له لارې له ايران څخه ايستل شوې. هغه څوک نه پېژني چې ورشي او له کمپ څخه يې يوسي. هغه وايي ايراني پوليسو د ډوډۍ اخيستلو پر مهال ونيوه.

هغې په ژړا وويل: "ما ډېرې چېغې ووهلې، خو د پوليسو زړه راباندې ونه سوځېده. دومره يې پرې نښودم چې کورنۍ مې خبره کړم."

د AIHRC  يو کارکوونکى سلطان محمد وفاکيش وايي، کوچنيان تل  د ايراني چارواکو له ناوړه چلن څخه سر ټکوي.

هغه وويل: "زيات شمېر داسې ماشومان شته چې کورنۍ يې په ايران کې اوسيږي. که له خپلو کورنو څخه د کوم کار لپاره له کوره وځي، نو د ايراني پوليسو له خوا نيول کيږي او وروسته له پولې را اړول کيږي. د کوچنيانو د وينا له مخې په ايراني کمپونو کې [له پولې څخه له اړول کېدو دمخه] ورته خواړه نه ورکول کيږي. سخت کارونه ورباندې کيږي، لکه له موټرو څخه د بارونو ښکته کول او يا د تشنابونو پاکول. کوچنيان له لويانو سره په يوې خونه کې ساتل کيږي، چې د ماشوم د ټولو حقونو يو مخالف عمل دى."

د يونسيف د ادارې يو چارواکي، حميد مردان له [ايران] څخه د شړل شوو ماشومانو د وضعې په اړه اندېښنه څرګنده کړه 

هغه وويل: "دا کوچنيان په ايران کې زيږيدلي او هلته لوى شوي دي. هغوى دا سيمه، چې ورته راوړل شوي، نه پېژني. له دې امله ډېر بېچاره او اغېزمنونکي دي."

مردان وويل، که له پولې را اړول شوي کوچنيان پېژندپاڼې ولري، نو د کډوال په څېر چلن ورسره کيږي. هغه ماشومان چې پېژندپاڼې نه لري، نو روزنتون ته ليږدول شوي او اسناد يې افغان چارواکو ته وړاندې شوي دي. 

د هرات ولايت د کډوالو د چارو مشر، حميدا لله خطيبي وويل، غواړي په ايران کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره ددې لپاره اړيکي ونيسي او د ماشومانو کورنۍ پيدا کړي، ګوندې که وکړاى شي هغوى بېرته خپلو کورنيو ته واستوي.

د ماشومانو د سوکالۍ ماهر، داد محمد واحدي وويل، حکومت ته پکار دي، ترڅو له دې ماشومانو سره د مرستې لپاره جدي ګامونه واخلي، ځکه هغوى په ځانګړي ډول اغېزمنونکي دي.

هغه وويل: "هغوى ته رواني او معنوي ستونزې پيدا کيږي، د زده کړې چانس له لاسه ورکوي او د خپلو ميندو پلرونو او خپلو خپلوانو له مينې بې برخې کيږي. دا ماشومان له ډېرو ګواښونو سره مخامخ دي، لکه د انسانانو د قاچاق وړونکو ډلو د تښتولو خطر، چې د بدن غړي يې پرې کوي او پلوري يې او يا يې بدلمنۍ ته راکاږي او د مريي په توګه کار ځينې واخلي. "

ايران له ٢٠٠١ کال څخه راپه دې خوا هلته د کورنيو جګړو پر مهال ورغلو افغانانو فشار راولي، چې بېرته خپلو کورنو ته ستانه شي. په داسې حال کې چې کره شمېره په لاس کې نشته ، خو ګومان کيږي شاوخوا يو مليون افغان کډوال لا تر اوسه په ايران کې ژوند کوي. زياتره يې د کډوالۍ دريځ لري.   

خطيبي ټينګار کوي چې تهران د کډوالو د شړلو له موضوع څخه پر افغان حکومت د يو سياسي فشار د الې په په توګه کا راخلي.  هغه وويل، له ايران څخه د کوچنيانو د شړلو ستونزمنه موضوع  ددې خبرې يو ثبوت دى.   

په هرات کې د ايران د قونسلګرۍ يو چارواکي، مير سکندري له لويانو پرته د کوچنيانو د شړلو موضوع  په ټينګه رده کړه. 

هغه وويل: "موږ له کورنيو څخه د کوچنيانو د جلا کولو او له ايران څخه د هغوى د ايستلو هڅه نه ده کړې."

نوموړي زياته کړه چې اوس زياتره افغانان په ايران کې په ناقانونه توګه اوسيږي، په دې ډول يې ستنول يو قانوني عمل دى.

Iran, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists