افغاني مېرمنې د ژوند له عام ډگر څخه ايستل شوې دي

په غونډو کې واورېدل شول چې جنسيتي تعصب د هېرېدو نه دی او دوام لري.

افغاني مېرمنې د ژوند له عام ډگر څخه ايستل شوې دي

په غونډو کې واورېدل شول چې جنسيتي تعصب د هېرېدو نه دی او دوام لري.

په لوگر ولايت کې د آی ډبليو پي آر له خوا د يوې جوړې شوې مناظرې گډون کوونکو ويناوالو وويل، ښځو ته پکار دي چې په فعال ډول خپل حقونه وغواړي، ترڅود افغانستان په ټولنيز او سياسي ډگر کې خپله ونډه ترلاسه کړي.

د لوگر ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ په رياست کې د اپرېل د مياشتې د ٣٠ نېټې په جوړې شوې غونډې کې شاوخوا سلو تنو مېرمنو برخه اخيستې وه. گډون  کوونکو ته وويل شول، ښځې د محافظه کارانه دودونو او پراخ تعصب له امله د ژوند په عام ډگر کې لږې راڅرگنديږي.

د لوگر ولايت  د ښځو د چارو رئيسې، شيما زرگر وويل: «ښځې کولای شي دهېواد په سياسي او ټولنيز ډگرکې مثبت او مرکزي رول ولوبوي. يو شمېر يې د کورني تاوتريخوالي، ظلم او نورو گواښونو ښکار شوي او که له کور څخه يې بهر تگ ته زړه وشي، نشي وتلای.»

زرگر وويل، ښځوته پکار ده چې د خپلو حقونو لپاره راپاڅيږي. نوموړې زياته کړه: «ښځې د ډېرې اوږدې مودې راهيسې په ټولنه کې د يو شمېرمنفي دودونو له امله غلي ناستې دي. هغوی بهر ته نه راوځي چې مبارزه وکړي او له موجودو ستونزو سره خپل ژوند ته دوام ورکوي.»

دیني عالم مير سميع الحق رشيد وويل، په دې اړه د خلکو د معلوماتو د کچې لوړولو ته اړتيا شته. هغه وويل: «ښځه اومېړه  بايد وهڅول شي چې له يو له بل سره همکاري وکړي.» 

دلوګر داطلاعاتو فرهنګ ریاست ریس  شفيق پوپل زياته کړه، په افغاني ټولنه کې اسلامي شريعت ښځو ته بشپړه خپلواکي ورکړې ده.  

نوموړي په دوام وويل: «يو شمېر کليوالي کورنۍ، په ځانگړي ډول د لوگر هغه، خپلو لوڼو ته د زده کړې حق نه ورکوي، خو اسلام دا حق ورته ورکړی دی.»

د مدني ټولنې فعاله اناهيتا عالميار له دې سره موافقه ده چې که ښځې د اسلام له مخې خپلې دندې وپېژني، په ډېر ښه ډول به له خپلې ټولنې سره مرسته وکړای شي.  

نوموړې وويل: «ښځې له خپلو ميړونو او کورنيو سره [په گډه] خپله ټولنه ودانوي، د خپلو اولادونو نوی نسل رامنځته کوي او د خپل هېواد راتلونکې جوړوي.»

د مناظرې برخوالې، جاوېدې فضلي د مدني ټولنې د هغه رول په اړه له عالميار څخه وپوښتل، چې د ښځو د معلوماتو د کچې په لوړولو کې يې لوبولای شي.

هغې په ځواب کې وويل: «مدني ټولنو د ښځو د حقونو او د هغوی د روزنې په اړه د يو شمېر نورو ناحکومتي موسسو په گډه همکارۍ بېلابېل ورکشاپونه جوړ کړي دي. دا پروگرامونه ډېر اغېزمن دي، خو بسنه نه کوي، ډېرو نورو کارونو ته اړتيا شته چې ښايي سرته ورسول شي.»

Frontline Updates
Support local journalists