افغاني سکهان او هندوان په ښوونځيو کې له تبعيض سره مخامخ دي

آيا جلا ښوونځي به يوه ښه مفکوره وي؟

افغاني سکهان او هندوان په ښوونځيو کې له تبعيض سره مخامخ دي

آيا جلا ښوونځي به يوه ښه مفکوره وي؟

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، هجرت الله اختيار ليکنه

دافغانستان د پوهنې وزارت چارواکو په ښوونځيو کې  دهندوانو او سکهانودلږکيو اولادونو د سپکولو او ځورولو دشکايت په وړاندې دگام دپورته کولو ژمنه کړېده  په دې اړه نظرونه بېلابېل دي چې آيا د لږه کيو لپاره د جلا ښوونځيو جوړول به يوه پرځای مفکوره وي، که نه.

په پلازمېنې کابل کې د سکهانو يو قومي مشر، روندر سنګهـ  وويل: «کله چې زموږ کوچنيان حکومتي ښوونځيو ته ځي، له ستونزو سره مخامخ کيږي. زموږ د ملسمانو ورونو زامن موږ نه پېژني، چې څوک يو. هغوی زموږ له کوچنيانو څخه کرکه کوي. د بېلګې په توګه، يو شمېر يې زموږ د ماشومانو ويښتان پرې کوي. نور پرې ملنډې وهي. هغوی ته د افغان په سترګه نه، بلکې د بېګانه په سترګه کتل کيږي.»   

افغانستان ته د هند د نژدېوالي له امله زيات شمېر هندو او سکهـ  لږه کي راغلي، چې  د ۱۹۹۲ - ۱۹۹۶کلونو کورنيو جګړو دمخه يې شمېره ۲۰۰۰۰ اټکل کېده. ورپسې  د طالبانو واکمني راغله چې له تبعيض او تعصب څخه ډک چلن ورسره کېده. 

د هندوانو او سکهانو زيات شمېر له هېواده بهر تللي او اوس يې شمېر په ټول افغانستان کې شاوخوا درې زره تنه اټکل کيږي.   

روندر سنګهـ وويل، په ننګرهار، هلمند، کندهار، غزني، بغلان، لغمان او کونړ ولايتونو کې له پنځو سوو څخه تر پنځه سوه پنځوسو پورې ماشومان د ځورولو او ملنډو وهلو له امله د زده کړې له نعمت څخه بې برخې پاتې دي. 

هغه ټينګار وکړ چې د ژوند په نورو برخو کې، لکه حکومتي دفترونو ته د ورتګ پر مهال سکهان او هندوان له تبعيض سره نه مخامخ کيږي. دا خبره يوازې په ښوونځيو کې رامنځته کيږي.

هغه وويل: «موږ له نورو افغانانو سره ښې اړيکې لرو.  موږ د هغوی د خوښۍ او خپګان په مراسمو کې ګډون کوو. زه له خپلو مسلمانو ورورنو او خويندو، په ځانګړي ډول له ميندو او پلرونو، څخه غوښتنه کوم ترڅو خپلو ماشومانو ته ووايي په ښوونځيو او لارو کوڅو کې سکهـ  او هندو ماشومان ونه ځوروي.»

نهه کلن، کلجيت سنګهـ وويل: «زه د مسلمانانو ښوونځي ته تلم، خو پرې مې ښود. هلته زيات شمېر مسلمانان وو او په موږ پورې يې ملنډې وهلې.» هغه په سويل ختيځ ښار، جلال آباد کې د سکهانو د عبادت ځای ته ځي، چې په يو غير رسمي ښوونځي اوښتی دی.   

بل ماشوم يوولس کلن جګجيت سنګهـ  ورته کيسه بيان کړه. ويي ويل: «زموږ زيات شمېر ماشومانو له يو څو ورځو وروسته  ښوونځي ته له تګ څخه لاس اخيستی، ځکه نور زده کوونکي يې ځوروي، ويښتان يې پرې کوي او وهي او ډبوي يې. هغوی زموږ درناوی نه کوي.» 

جګجيت سنګهـ  په يو غير رسمي ښوونځي کې د شپږم ټولګی له پای ته رسولو څخه وروسته ناکام شوی. کمزورې نومرې يې اخيستي او په نورو ځايونو کې هم د لوست جوګه نه دی.   

هغه وويل: «غواړم هټيوال شم.»

اقبال سنګهـ، چي د تدريس مرکز لري، له حکومت څخه غوښتنه کوي، رسمي او پېژندل شوي ښوونځي ورته جوړ کړي، ترڅو  پکې تر دولسم ټولګي پورې لومړنۍ او ثانوي زده کړې سرته ورسوي. هغه وويل، يوازې په ننګرهار کې دوه سوه کوچنيان د ښوونځي په منګ دي او زده کړې ته اړتيا لري. 

اقبال سنګهـ  زياته کړه: «موږ غواړو د نورو افغانانو په څېر د افغانستان خدمت وکړو، خو له بده مرغه موږ ته چانس نه راکول کيږي، چې برخه پکې واخلو، ځکه زموږ ماشومان له زده کړې بې برخې دي.»

 د ننګرهار د پوهنې د رياست وياند، اصف شينواري وويل، چارواکي د ځانګړو ښوونځيو جوړولو ته چمتو دي، خو ستونزه داده چې [هندوانواو سکهانو] دا تيت وپرک ټولنه ټول شرطونه، نه پوره کوي.  

هغه وويل: «لومړنی شرط دادی چې ښوونځی بايد لږ ترلږه دوه ټولګي او سل تنه زده کوونکي [داخله شمېر] ولري.» 

شينواري ژمنه وکړه، د نوموړې جمعيت ستونزې به هوارې شي، ويې ويل: «په قانوني توګه هغوی د نورو افغانانو په څېر په ټولو دولتي ښوونځيو کې د زده کړې يو شان حق لري.» 

د پوهنې د وزارت وياند، عبدالصبور غفراني هم همدا خبره وکړه چې د هندوانو او سکهانو  د ټولنې تيت و پرک والی(پاشلتيا) د ستونزې يوه برخه ده. هغه وويل: «زموږ د راتلونکو پلانونو يو لومړيتوب [د هندوانو سکهانو لږه کيو] ته د ځانګړو ښوونځيو جوړول دي، ځکه هغوی هم افغانان دي. هغوی د زده کړې حق لري. حکومت بايد هغوی ته د زده کړې اسانتياوې چمتو کړي.»

په کابل کې روندر سنګهـ د جلا ښوونځيو د جوړولو نظر رد کړ.  ويې ويل، دا کار به ددې ټولنې د جلاوالي او ګوښه توب لامل شي.   

هغه وويل: «زما په شخصي نظر دا سمه خبره نه ده چې د جلا ښوونځيو غوښتنه دې وشي. ځکه موږ نه غواړو له خپلو مسلمانو ورونو څخه جلا شو. په دې کار به دا خطر راپيدا شي چې له اسلامي کلتور او دودونو څخه بېخبره پاتې شو. موږ هم افغانان يو. زموږ ماشومان بايد د افغانستان  په کلتور او دودونو وپوهيږي.»

Pakistan, Afghanistan
Education
Frontline Updates
Support local journalists