افغاني خاوره د آمو دریاب اوبو له خطر سره مخ کړې ده

د کمزورې زېربنا له امله [هر کال] زیاته ځمکه اوبه له ځانه سره وړي.

افغاني خاوره د آمو دریاب اوبو له خطر سره مخ کړې ده

د کمزورې زېربنا له امله [هر کال] زیاته ځمکه اوبه له ځانه سره وړي.

Amu Darya river. (Photo: Staff Sgt. Bradley Lail/Air Force Photo)
Amu Darya river. (Photo: Staff Sgt. Bradley Lail/Air Force Photo)

افغان چارواکي ګوته څنډي، د هغو هېوادونو له خوا چې غواړي د آمو دریاب غاړې پخې کړي، د اوبو کچه لوړیږي او د افغاني لوري د ځمکې د ښوویېدو لامل کیږي.

آمو دریاب، چې د اکسوس په نامه هم یادیږي، یوه لوري ته د افغانستان او بل لوري ته د تاجیکستان، ازبیکستان او ترکمنستان تر منځ ۱۲۰۰ کیلومتره ګډه پوله جوړوي. هر کال د دغه سیند اوبه د افغانستان لوري ته په سلګونه کلي او په سلګونه زره هکټاره ځمکه له ځانه سره وړي. ځایي خلک وایي دغه ستونزه ورځ په ورځ ناوړه کېږي.

په داسې حال کې چې د مرکزي اسیا هېوادونو د هغې په اړه تدابیر نیولي او د سیند زیان منونکې غاړو ته یې حفاظتی دیوالونه جوړ کړي، خو د افغانستان د کمزوري زېربنا له امله د بدخشان، فاریاب او کندوز شمالي ولایتونه تل د سیلابونو له خطر سره مخ وي.   

د چارواکو د اټکل له مخې آمو دریاب ته څېرمه د افغانستان لوري ته نژدې ۳۵۰۰۰ هکټاره ځمکه له منځه تللې ده.  

آمو دریاب له تاجیکستان سره د افغانستان ۸۵۰ کیلومتره پوله جوړوي. په ګاونډي ولایت بدخشان کې د آمو دریاب په چارو پورې د اړوند ریاست، رئیس،عبدالبصیر قناط وویل، آمو دریاب څه دپاسه ۵۰۰۰ هکټاره ځمکه له ځان سره وړې ده.

په لسګونه زره هکټاره نوره ځمکه د اوبو د وړلو له خطر سره مخ ده.

هغه وویل: «ډېر زیان د بدخشان ولایت د واخان او شغنان ولسوالیو ته رسیدلی دی.»

نوموړي یادونه وکړه، د جرمنی د پراختیایی بانک [KFW] او د اوبو او برښنا وزارت په مرسته د ۲۸۰ زره ډالرو په بیه یوولس کیلومتره حفاظتي دیوال د اشکاشم او شغنان په ولسوالیو کې جوړ شوی دی. هغه ویل، دا دیوال هیڅ کفایت نه کوي.

قناط وویل، تاجیک په خپله خاوره کې د سیند د غاړو جوړول د ۱۹۵۸ کال د تړون له شرایطو څخه سرغړونه بلل کیږي.

هغه وویل: «تاجیکستان د تېرو کلونو په اوږدو کې په هغو سیمو کې، چې سیند خپل تګلوری بدل کړی دی، ځنګلونه او باغونه جوړ کړي دي. اوس غواړي د شغنان ولسوالې په هغو سیمو کې د استوګنې ځایونه جوړ کړی چې د سیند غاړه يې پخه کړې ده.»

د شغنان د پراختیا د ریاست مشر، غازی بیګ وویل: «د شغنان د ولسوالې یو شمېر اوسیدونکو د سیند د غاړو مورګو د لویدو له امله خپل باغونه او کورونه له لاسه ورکړي دي. که چېرته د سیند د غاړې د جوړولو یو اړخیز کار د تاجیکستان له لوري بند نشي او افغان حکومت خپل کار پيل نه کړي، د سیند د اوبو له امله ویجاړتیا به پراخه شي.»

نوموړي په دوام وویل: «د شغنان د ولسوالۍ ټوله سیمه شاوخوا ۳۰۰ کیلومتره ده او ۳۰۰۰۰  تنه اوسیدونکی لري چې د آمور دریاب تر ګواښ لاندې ژوند کوي. د شغنان ولسوالۍ اصلي سړک هم ویجاړو او له خطر سره مخ دی چې له ګاونډیو ولسوالیو سره یې نښلوي.»

د تخار او کندوز چارواکي وايي، ۸۱۰۰ هکټاره ځمکه د سیند اوبو وړې ده. په نوموړو ولایتونو کې د پنج [آمو] د سیند د چارو مسوؤل، محمد نعیم نوابي وویل، دریاب د کندوز ولایت د امام صاحب او قلعه ذال د ولسوالیو تر ۴۰۰۰ هکټاره پورې ځمکه له منځه وړې ده.

نوموړي په دوام وویل، نوره ۵۰۰۰ هکټار ځمکه هم تر خطر لاندې ده. د امام صاحب په ولسوالۍ کې د ۲۰۰ کیلومتره په اوږدوالي یو محافظتي دیوال جوړ شوی چې ۵۰۰۰۰ هکټاره ځمکه يې خوندی کړې ده. دا دیوال هم کفایت نه کوي.

نوابی وویل: «له بده مرغه، د مالی وجوهاتو او تخنیکي اسانتیاوو د نشتوالي له امله موږ ونشو کړای د ګاونډیو هېوادونو په څېر د تحکیم اساسي او بنسټیز کار سرته ورسوو.» هغه زیاته کړه، د هغه په اند د افغان لوري د سیند د محافظتي دیوالونو جوړول به شاوخوا څلور ملیارډه ډالر لګښت وغواړي.

په بلخ ولایت کې د آمو دریاب د چارو مسؤول، عصمت الله وویل، د آمو دریاب په غاړه څلور ولسوالۍ له ځانګړی خطر سره مخ دي.

هغه وویل: په تېرو لسو کلونو کې د راټولو شوو شمېرو له مخې شاوخوا ۲۰۰۰۰ هکټاره ځمکه د کلدار، شورتېپې، قرقین او خم آب په ولسوالیو کې اوبو وړې ده.

هغه وویل: «پر کرنیزې ځمکې سربېره د استوګنې ډېر کورونه هم د آمو دریاب د اوبو د ډېرېدو له امله له منځه تللي دي. د قرقین ولسوالۍ ته تر نورو ډېر زیان رسیدلی دی.» هغه زیاته کړه، د دغه ولسوالۍ څلور کلي په بشپړه توګه اوبو وړي دي.  

د هغه ریاست په دغو ولسوالیو کې د سیند د غاړې د ټینګولو په موخه بیړني کارونه سرته رسولي دي، خو د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې د سیند د غاړې اوږدې مودې کار د پرله پسې سیلابونو له امله سرته نه دی رسېدلی.

افغان چارواکو وویل، هغه کار چې نورو هېوادونو په خپله خاوره کې د سیند د غاړې د ټینګولو یا د سیند د تګلوري د بدلولو په اړه سرته رسولی، د پخوانیو تړونونو خلاف عمل دی. هغوی وویل، موږ د هغو هېوادونو له چارواکو سره پر خبرو پیل کړی چې په راتلونکي کې د نور کار په اړه خبرې اترې وکړو.  

د بدخشان ولایت د بهرنیو چارو رئیس، غلام هاشم ساعي آی ډبلیو پي آر ته وویل: «د پولې پر سر ناندرۍ او شخړه به، چې په ځانګړي ډول د تاجیکستان له خوا په یو اړخیز ډول سرته رسیدلې، د دواړو هېوادونو د ګډ پلاوي له خوا د خبرو اترو له لارې هواره شي.»  

د انرژۍ او اوبو لګولو د وزارت د اوبو د ادارې د چارو رئیس، سلطان محمود محمودي وویل، موضوع له یوې ورځې څخه بلې ته کړکېچنه کیږي، ځکه ګاوندي هېوادونو خپلو لورو ته د سیند غاړې د تحکیم کارونه پیل کړي دي.   

هغه وویل، د اوبو او برښنا وزارت په افغانستان کې د آمو دریاب په اوږدو کې د ۷۰۰ کیلو متره په اوږدوالي د احتمالي سیلابونو او د خاورې د وړلو خایونه په نښه کړي او له یو چینایي شرکت سره پر خبرو بوخت یو چې په دغو سیمو کې حفاظتي دیوالونه جوړ کړو.

Frontline Updates
Support local journalists