افغانستان: د هلکانو په ښوونځيو کې د ناوړه گټې اخيستنې پراخه ادعاگانې

د غزني ولايت زده کوونکي وايي، په رسمي ډول له شکايت کولو څخه شرميږي.

افغانستان: د هلکانو په ښوونځيو کې د ناوړه گټې اخيستنې پراخه ادعاگانې

د غزني ولايت زده کوونکي وايي، په رسمي ډول له شکايت کولو څخه شرميږي.

Boys feel too ashamed to report sexual harassment from their teachers. (Photo: Daniel Berehulak/Getty Images)
Boys feel too ashamed to report sexual harassment from their teachers. (Photo: Daniel Berehulak/Getty Images)

ديارلس کلن حميدالله د ښوونکو له خوا په پرله پسې ډول د جنسي ناوړه غوښتنو له امله څلور ښوونځي بدل کړل او دوه کاله له زده کړې بې برخې پاتې شو.

نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل، ډېرې خرابې خاطرې لري. ويې ويل په يوه ښوونځي کې د رياضي مضمون ښوونکي به د هغه زنه او لاسونه کیکاږل او ويل به يې: «که زه درسره په مضومونو کې مرسته وکړم، نو ايا يو کار به راته وکړې؟» 

حميدالله وويل: «زه نه پوهیدم هغه له ما څه غواړي. انډيوالانو مې راته وويل، هغه غواړي جنسي معامله درسره وکړي. زه تر دې کچې بې واره او تر فشار لاندې راغلم چې ذهني ناروغي راته پيدا شوه.»

ښوونکي د حميدالله ځورولو ته تر دې کچې دوام ورکړ چې په پای کې اړ شو بل ښوونځي ته ځان بدل کړي.

نوموړي هلک وويل، اوس پوه شو، يوازې هغه نه و چې دا راز غوښتنې ترې کیدې. هغه زياته کړه: «د غزني د ټول ولايت په ښوونځيو کې زده کوونکې تر جنسي ځبيښاک لاندې دي، خو له شرمه چاته څه ويلای نشي.»

آی ډبليو پي آر د دغه ولايت په ښوونځيو کې له ٥٠ زده کوونکو سره تر خبرو اترو وروسته وموندله چې د ښوونکو له خوا د جنسي ناوړه غوښتنو ادعاگانې په لوړه کچه موجودې دي.  

د پوهنې چارواکي او پوليس وايي، چې له دغه ستونزې خبر دي، خو زياتوي، تر هغه چې اړوندې کورنۍ تور ونه لگوي ، دوي څه نشي کولای.

د نورو ټولنو په څیر له کوچنيانو څخه جنسي ناوړه گټه اخيستل په افغانستان کې هم يوه حساسه موضوع ده. د زياترو پیښو په اړه د شرم او عزت او پر عدلي ادارو د خلکو د لږ باور له امله رپوټ نه ورکول کيږي. عدلي سيستم داسې نه دی جوړ شوی چې له هغې سره مقابله وکړي، له دې امله تېرې کوونکې لويان خپله سزا نه گوري.  

د سيد احمد مکي ليسې مدير،  اسلمي وويل، د غزني ولايت په بیلابیلو ښوونځيو کې د تدريس پر مهال له داسې پیښو سره مخامخ شوی دی.

هغه په دوام وويل: «څو تنه ښوونکي پیژنم چې له خپلو زده کوونکو څخه يې غير اخلاقي غوښتنې کړي.» هغه زياته کړه، دا ستونزه په ټولو ښوونځيو او آن د پوهنتون په کچه موجوده ده. 

اسلمي وويل، که چیرته زده کوونکي د ښوونکو غوښتنو ته غاړه کینږدي، د ناکامۍ له خطر سره مخ کيږي.

نوموړي په پای کې وويل: «تر اوسه په هغو ښوونځيو کې، چې اداره يې زما په لاس کې وه،  داسې کوم شکايت رارسیدلی نه دی، خو کیدای شي حقيقت يې دا وي چې خلکو د ډېر شرم له امله دا موضوع ياده کړي نه وي.»

د غزني د يوه بل زده کوونکي، محمد خبره هم همدا ډول وه. هغه وويل، له هغه څخه خپلو ښوونکو پرله پرله پسې جنسي غوښتنې کړي دي چې له امله يې اړ شوی، ښوونځي بدل کړي.  

نوموړي په اتم ټولګي کې خپله يوه پیښه ياده کړه چې يوه ښوونکي له هغه څخه جنسي  غوښتنه کړې وه. محمد جاويد وويل، هغه ټکان وخوړ او له اوښکو څخه په ډکو سترگو يې ښوونځی پرېښود.  

هغه وويل: «زما په خيال کې هم نه راتله، يو ښوونکی دې، چې ما ورته د معنوي پلار په سترگه کتل، دا راز غوښتنه وکړي.» نوموړي په دوام وويل، زما څو تنو همټولگيوالو له همدغه ډار څخه ښوونځي بيخي پرېښې دي.

د سرښوونکي خبرې ډېرې له شرمه ډکې وې، نوموړي په دوام وويل، د دغه ناوړه کار له امله زياترو زده کوونکو له زده کړو څخه لاس اخيستی دی. په وړاندې يې د دغه کار امله د ناوړه کار سرته رسوونکي نور هم زړور شوي، په خپلو دندو کې هغه راز غوښتنې وکړې چې زړه يې غواړي.

مدني فعال او د پيوند د ټولنيز انستيتوت يوه غړي، محمد الله وويل، نوموړې ستونزه په غزني کې ډېره پراخه ده.     

هغه وويل: «زه د دغه راز پیښو په اړه معلومات لرم. گڼ شمیر کورنۍ اړ شوي خپل اولادونه نورو ښوونځيو ته بدل کړي، ځينو يې آن خپل اولادونه له ښوونځيو څخه بيخي ايستلي دي.» هغه زياته کړه، هغه داسې رپوټونه تر لاسه کړي چې پر تنکيو هلکانو د خپلو ښوونکو له خوا جنسي تیری کيږي.  

د غزني ولايت د ولايتي شورا منشي، حسن رضا يوسفي، چې د ښوونې او روزنې د کمیټې مشري هم کوي، وايي له قانوني اقدام پرته د دغه ستونزې هواری ډېر سخت دی.

يوسفي وويل: «جنسي ځورونو پر امنيتي گواښونو او اقتصادي ستونزو سربیره» په مرکزاو ولسواليو کې ښوونځي ته د لاسرسي ماشومانو په شمیره کې د پام وړ کموالی راوستی دی.

نوموړي وويل: «زما په ياد دي، يوه ځوان ادعا کوله په ازموينه کې له دې امله ناکام شو چې د خپل ښوونکي جنسي غوښتنې يې نه وې منلې.»

د ١٦ کلن زبير په نامه يوه زده کوونکي وويل، دا د ناوړه کار اخيستونکو يوه تکتيکي لاره ده، چې کاروي يې.

هغه وويل: «يو داسې ښوونکی و چې د ازموينې پر مهال به يې ښکلي هلکان تر فشار لاندې نيول. دغه هلکان به يې هغه مهال کاميابول چې د هغه ټاکلو غوښتنو ته به پې غاړه کیښوده.»

د قربان په نامه يوه بل زده کوونکي د خپل همټولگيوال يوه کيسه وکړه. 

هغه وويل: «يوه ښوونکي له هغه څخه د جنسي اړيکو د نيولو غوښتنه وکړه، چې په وړاندې به يې هغه ته لوړې نومرې ورکړي. وروسته د ښوونکي شخصي خونې ته وغوښتل شو او تیری پرې وشو.»

د قانوني اقدام نشتوالی

سره له دې چې چارواکي پر دې ستونزې اعتراف کوي، خو په وړاندې يې گام نه پورته کوي.

د غزني د پوهنې رئيس، محمد عابد عابد دا مني چې د سيمې په ښوونځيو کې جنسي ځورونه او ناوړه گټه اخيستنه موجوده ده. د دې موضوع اصلي لامل په افغانستان کې اوږده جگړه، بیوزلي او د ليک لوست پراخ نشتوالی دی.

عابد وويل، د پوهنې رياست ژمن دی چې د ناوړه گټې اخيستنې ادعاگانې له منځه وړي، زياته يې کړه، په ٢٠١٥ کال کې د دې ولايت په يوه ښوونځي کې يې د ناوړه گټې اخيستنې موضوع تر پلټنو لاندې نيولې ده، خو د قانوني اقدام له نيولو پرته د اړوند ښوونکي په توافق هغه د ولايت يوې لرې سيمې ته تبديل کړای شو.   

د غزني د ولايت وياند، محمد عزيز عظيمي هم وويل، پکار ده چې دغه ستونزه هواره شي. نوموړي زياته کړه، يوازنۍ پیښه چې په دې وروستيو کې رامنځته شوې او رپوټ يې ورکړل شوی، د يو ملا په اړه وه چې په جومات کې يې ماشومانو ته تدريس کاوه.

عابد وويل، موضوع څارنوالۍ ته وسپارل شوه، خو په پای کې نوموړی زده کوونکی حاضر نشو لاسوندي وړاندې کړي او د موضوع د پای ته رسولو غوښتنه يې وکړه.

د غزني ولايت د څارنوالۍ رئيس، نياز محمد نیکياد وويل، د پیښو دا لړۍ ډېرې ځانگړې دي.

هغه وويل: «له بده مرغه، کوچنيان د دغه راز ناوړې گټې اخيستنې ښکار کيږي، خو د مسؤولو اشخاصو په وړاندې کله ناکله قانوني اقدام سرته رسيږي. له دې امله خلک موضوع پټه ساتي.»  

د غزني ولايت د پوليسو مشر، امین الله  امرخیل د دې پخلی وکړ چې د دغه ولايت د هلکانو په ښوونځيو کې د جنسي گټې اخيستنې په اړه رپوټونه ورکړل شوي دي. هغه وويل، که چیرته د زده کوونکو کورنۍ څوک په گوته کړي، پوليس يې نيولو ته چمتو دي. 

د ولايتي شورا مشر، خالق داد اکبري وويل، رسنيو ته پکار دي چې د دغه ستونزې په اړه د خلکو د معلوماتو کچه لوړه کړي. سربیره پر دې سرچينې هم ډېر لږې دي.

هغه وويل: «له يوې خوا په غزني کې د امنيت د نشتوالی له امله ټولې جنايي پیښې ساتل شوې او پوليس په نورو پیښو کې بوخت دي. له بلې خوا، د عدلي ادارو له خوا د اقدام د نه کولو له امله خلکو پر سيستم باور له لاسه ورکړی دی.»

عظيمي وويل، پکار ده چې موسسات په خپل منځ کې پر يوې گډې لارې غور وکړي.

هغه وويل: «پکار ده پر دې موضوع د پوهنې له چارواکو سره خبرې اترې وشي. د غزني ولايت اوسيدونکي بايد له دغه راز ستونزو څخه کړېدلی نه وای.»  

Frontline Updates
Support local journalists