افغانستان: د لوڅو فلمونو د نامشروعیت په اړه اختلافونه

خلک په ګرځنده تلیفونونو کې لوڅ فلمونو ننداره کوي.

افغانستان: د لوڅو فلمونو د نامشروعیت په اړه اختلافونه

خلک په ګرځنده تلیفونونو کې لوڅ فلمونو ننداره کوي.

Monday, 19 February, 2018

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت  مرکز جلال آباد چارواکي وايي، هلې ځلې کوي چې ځوانانو ته د کاسیرۍ په اړه ویدیو ګانې بندې کړي.

مشتریان له تور بازار څخه د لوڅو فلمونو ویدیوګانې اخلي او په خپلو ګرځنده تلیفونو کې یې ثبتوی.

په داسې حال کې چې معامله کوونکي د کسب او کار د غوړېدو دعوه کوي، ځايي چارواکي وايي، هغوی د عدلي تعقیب په ګډون سخت ګامونه پورته کوي چې د دغه سوداګرۍ مخه ډب کړي.

میرزا، چې ويې غوښتل اصلي نوم يې وانخستل شي، د جلال آباد ښار د تالاشۍ په چوک کې کمپیوټر کار دی .

هغه وايي هره ورځ له لسو څخه تر شلو پورې ځوانان راځي او سکس ویدیوګانې پخپلو مبایلو کې ترې ثبتوي .

هغه وویل: «د زړو فلمونو د ویدیو په سر یو ډالر او د نوو فلمونو د ویدیو په سر دوه ډالره اخلم.»

« په ظاهره زه  سندرې ورته ثبتوم، بلکې په حقیقت کې پر هغوی د سکس ویدیوګانې هم پلورم.البته دلته چې څوک راځي ټول د فحشاوو ویدیوګانې نه غواړي، خو هغه چا سره په شفر خبرې کوو چې دا فلمونه اخلي او پوهیږم چې هغوی په څه شي پسې ګرځي.»

د افغانستان په محافظه کاره ټولنه کې، آن د واده شوو خلکو تر مځ سکس، یوه د شرم خبره ګڼل کیږي.   د ټلویزیون، کیبلي شبکو، انټرنیټ او سمارټ تلیفونونو له لارې د دغو ویدیو ګانو کتل په دودیزو ټولنیزو نورمونو کې بې شمېره پوښتنې راولاړوي.  

تورباز، چې ۱۶ کاله عمر لری، یو ملګري يې د ناقانونه فحاشې ویدیوګانو ته معرفي کړ. اوس هغه دا فلمونه په منظم ډول اخلي، سره له دې ويې ویل چې سکس نوم اخیستل لا تر اوسه ګناه بلل کیږي.

هغه وویل: «یو ملګري مې راته د لومړي ځل لپاره یوه سکسی ویدیو وښودله او د پیداکولو ځای يې راته هم وښود. اوس یې تل ګورم او په حقیقت کې کله ناکله داسې احساس کوم چې عقل مې له لاسه ور کړی وي. تر څو چې په اوونۍ کې دوه درې نوي فلمونه ونه ګورم، خوب نه راځي.» نوموړي زیاته کړه «د سکس عمل دلته ګناه بلل کیږي. که څوک له واده نه مخکي دا عمل سرته ورسوي، آن د مرګ له ګواښ سره مخ کیږي. کله چې مې زړه سکس وغواړي، نو هڅه کوم چرتونه مې تر کنترول لاندې راولم.»

یو بل تنکی ځوان، ۱۷ کلن سهیل وویل، هغه هم فکر کوي چې روږدی شوی دی.

هغه وویل: «د ورځې څو سکسی فلمونه ګورم. هڅه کوم چې په نورو کارونو مې ځان بوخت وساتم، خو فکر مې هغه لوري ته کشول کیږي. غواړم دا فلمونه وګورم.»

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس، اورنګ صمیم آی ډبلیو پي آر ته وویل، له هغو افغان ځوانانو څخه، چې دغه راز ویدیو ګانې ګوري، نهیلی یم. هغه خپګان وښود چې ملي ارزښتونه په څرګند ډول د نا بودۍ  په لور روان دي.     

هغه ټینګار وکړ، د فلمونو د وېش د مخنیوي په اړه ستراتیژي پخوا ښه پایله ورکړې وه او نن به يې هم ورکړي.

هغه ویل: «پخوا فحاشي فلمونه په هټیو کې ښکاره پلورل کېدل، خو د پلورونکو او د هغوی د مشتریانو د نیولو په وړاندې زموږ مبارزې یو څه اغېز کړی دی. د دغه کار معامله کوونکو شمېر مخ په ټېټېدو دی، ځکه هغوی پوهیږي او ډاریږي چې یوه ورځ به ونیول شي.»

د ننګرهار ولایت د دیني چارو چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، څارنوالۍ او پولیسو سره په ګډه کار کوي چې د دغه مشکل مخه ونیسي.

د دیني چارو د ریاست چارواکي، محمد یونس مدني وویل، که کوم څوک وموندل شو چې د فحاشي فلمونه يې پلورل، لومړی ورته اخطار ورکول کیږي، خو که دویم ځل ونیول شو، بندي کیږي.

هغه ګوته وڅنډله چې چارواکي په پټه له هغوهټیو څخه لیدنه ګوي چې د دغو ویدیوګانو د پلورلو شک پرې کیږي.

هغه په دوام وویل: «موږ مسلکي خلک لرو چې د تیلیفونو دغو هټیو ته راسره یوځای ځي او ګوري چې څه روان دي. موږ لا له وړاندې له هغو هټیو څخه چې د سکسی فلمونود پلورلو شک پرې کېده، کمپیوټرونه او هارډ ډیسکونه نیولي دي.»

د دغه کار خبر د جلال آباد ښار د یو شمېر مشرانو د هرکلي لامل شوی دی.

د جلال آباد د ښار د درېمې ناحيې اوسیدونکي، اول خان زاهد وویل، فحاشي فلمونه لکه دزهرو پیچکارۍ دي چې یوې ټولنې ځوانانو ته کېږي .

هغه وویل: «ځوانان وي که زاړه وي  دواړو ته پکار دي چې د دغه راز زهري پېچکاریو په وړاندې مقاومت وکړي. یوه پلار ته د ډېر شرم خبره ده چې زامن يې د فحاشۍ فلمونه ګوري او هغه نه پوهیږي. کورنۍ باید په سمه توګه د خپلو اولادونو د لویولو مسؤولیت پر غاړه واخلي.»

د ننګرهار ولایت د بهسودو د ولسوالۍ اوسیدونکي، عبدالرازق وویل، هغه خپل دوه لوی زامن په کور او له کوره بهر له نژدې څخه څاري.

هغه وویل: «تر اوسه يې خپل ۱۸ زوی ته تلیفون نه دی اخیستی، بلکې ۲۱  کلن زوی يې په دې وروستیو وختونو کې له ښوونځي څخه فارغ شو او اوس یو تلیفون لري.»

هغه وویل: «په اوونۍ کې دوې یا درې ځلې ترې تلیفون اخلم او پلټم يې چې کوم سکسي فلم خو به نه ګوري.»

د فضل الله ممتاز په نامه یو دینی عالم وویل، د فحاشۍ د فلمونو لیدل زیان لری. د ځوانۍ په عمر واده د دغه ستونزې د حل  یوه لاره ده.

هغه پر والدینو غږ وکړ، ويې ویل، کله  چې اولادونه يې  بلوغ ته ورسېږي باید ودونه ورته وکړي او د بې لاریو مخه يې ونیسي.

هغه وویل: «د سکسي فلمونو پلورل منع دي او د هغه چا په حالت تاسف کوو چې په دغه لوبه کې ښکېل دي. هغوی خپلې کورنې ته حرامې پیسې ګټي»

Frontline Updates
Support local journalists