افغانستان: د غور ولايت د ښوونې او روزنې سيستم سقوط ته نژدې دی

زياتره ښوونځي تړلي دي، خو ښوونکي يې لا تر اوسه معاشونه اخلي.

افغانستان: د غور ولايت د ښوونې او روزنې سيستم سقوط ته نژدې دی

زياتره ښوونځي تړلي دي، خو ښوونکي يې لا تر اوسه معاشونه اخلي.

Afghan students from the Chagcharan girls school. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
Afghan students from the Chagcharan girls school. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)

کله چې د شهيد عبدالحق لېسه دوه کاله کاله دمخه وتړل شوه، محمد د هغې د اووم ټولگې زده کوونکی و. له هغه مهال راهيسې محمد اوس رمه پيايي.

محمد پر ليک او لوست نه پوهيږي، خو وايي دا د هغه په همزولو کې کومه غير معمولي خبره نه ده.

نوموړي په دوام وويل: «دلته زده کوونکي له دولسم ټولگي څخه فارغيږي، خو پر ليک لوست هيڅ نه پوهيږي. زياتره ځوانان يا د پوليسو له ليکو سره يوځای کيږي او يا ايران ته د کار لپاره ځي))

که محمد ښوونځي ته هم لاړ نشي، کولای شي د فراغت تصديق تر لاسه کړي. اوس د هغه ښوونځی، چې د فيروزکوه له ښارڅخه ٢٥ کيلومتره واټن لري، ٤٠٠ تنه زده کوونکي، نهه تنه ښوونکي او درې تنه کارکوونکي لري.

هغه وويل: «ښوونکي ښوونځي ته له راتگ او تدريس پرته خپل معاشونه اخلي. زده کوونکي ښوونځي ته له تگ او لوست پرته بريالي کيږي.)) 

د آی ډبليو پي آر يوې څېړنې جوته کړې چې د مرکزي ولايت غور زيات شمېرښوونځي تړلي دي. د پوهنې رياست ناسوبو ښوونکو ته په دوامدار ډول معاشونه ورکوي. زياتره ماشومان ښوونځي ته له تگ او ازموينې ورکولو پرته له يوه ټولگي څخه بل ټولگي ته ځي.

آیډبليو پي آر دمخه په دغه بې قانونه ولايت کې هغه د چا خبره د «ارواحو» د ښوونځيو پر ستونزې رڼا اچولې وه. د دغې موضوع د هوارۍ په موخه هيڅ د پام وړ کار سرته رسېدلی نه دی.

(د لا زياتو معلوماتو لپاره وگورئ: د غور د ارواحو ښوونکي)

په يو شمېرښوونځيو کې چې لا اوس هم پرانيستي دي، زده کوونکي وايي، د زده کړې کچه تر دې بريده تيټه ده چې کولای شي په مياشت کې په يوې يا دوو ورځو راتگ له ټولگي څخه بريالی شي.

شپاړس کلن نصيب الله، د فيروزکوه له ښارڅخه شمال ته ١٢ کيلومتره وړاندې د قتس د لېسې د اتم ټولگي زده کوونکی دی.

هغه په مياشت کې يوه يا دوې ورځې ښوونځي ته ځي او په ليک او لوست نه پوهيږي.

هغه په موسکا وويل: «زموږ له ښوونکوڅخه پوښتنه وکړه چې د مياشتې څو ورځې ښوونځي ته راځي آو څومره زما په څېر پر ليک او لوست نه پوهيږي.))

پلار يې، محمد سرور، چې د عامې روغتيا په رياست کې کار کوي، وويل، دا ښه ده چې نصيب الله په کور کې مرسته وکړي، نه دا چې ښوونځي ته لاړ شي، ځکه هلته هيڅ شی نشي زده کولای.

هغه وويل: «کله چې يو ښوونکی نالوستی وي، چارواکي پر ښوونکو کنترول ونه لري، ښوونکي په کال کې يوه مياشت حاضر وي،  د لوست کتابونه، دسپلين او ادره نه وي، چېرته مې زوی ولېږم او ولې يې ولېږم؟ښوونځي ته د لېږلو پر ځای پرې په کرونده کې کار کوم.))

دا د غور د ميندو او پلرونو يوه عامه خبره ده. د غور ولايت د کار. ټولنيزو چارو او معلولانو رئيس، گل احمد عثماني د اټکل له مخې د غور ولايت ٦٠ سلنه کوچنيان ښوونځي ته د تگ پر ځای کار کوي.

هغه وويل: «ما دا ستونزه، چې د غور ولايت کوچنيان زده کړې ته د لاسري له حق څخه بې برخې دي، د غورو ولايت د پوهنې له رياست سره شريکه کړې ده، خو تر اوسه کوم گام پورته شوی نه دی.))

د غور د ولايتي شورا غړي، محمد هشام فيضي وويل، د دغه ولايت د ښوونې او روزنې حالت د ژورې اندېښنې وړ دی.

هغه وويل: «د غور ولايت ښوونځي يو شمېر خلکو ته د عايداتو يوه ښه لاره ده، ځکه په ولسواليو کې د  ښوونځيو مديران او ښوونکي مياشتې، مياشتې دندو ته نه راځي، خو بيا هم خپل معاشونه اخلي.» هغه زياته کړه، د ډار خبره دا ده، چې «زموږ بل نسل به نالوستی وي.))

نوموړي زیاته کړه ((د دې ولايت شپېته سلنه ښوونځي، په ځانگړي ډول، د تېرو دوو کلونو راهيسې تړلي دي. زده کوونکي اوس هم ښوونځي ته له تگ پرته له يوه ټولگي څخه بل ټولگي ته بريالي کيږي.))

ځينې نور خلک دا شمېره ډېره لوړه گڼي.

د غور د مدني ټولنې د موسسو مشر، خدايار واقف وويل: «د غور ولايت اويا سلنه ماشومان ښوونځيو ته د تگ له چانس څخه بې برخې دي. اويا سلنه ښوونځي، په تېره بيا دوه کاله دمخه، يوازې په نامه پرانيستي وو))

هغه په دوام وويل: «زده کوونکي او ښوونکي ښوونځيو ته نه راځي او نتيجه يې هر کال په ناسم ډول ورکول کيږي. د امنيت د نشتوالي او د کار د وسايلو د نشتوالي له امله ښوونې او روزنې ته هيڅ پام نه کيږي. د چهارسدې، پسابند، دولينه او شهرک ټول ښوونځي او د تيورې، ساغر، تولک او دولتيار زياتره ښوونځي تړلي دي.))

فيضي يادونه وکړه، يو شمېر په نامه جوړ شوي ښونځي هيڅ پرانيستل شوي نه دي.

نوموړي زياته کړه: «د خواجه اعلی لېسې ته، چې دوه کاله دمخه په دوو پوړونو کې جوړه شوه، هيڅ يو زده کوونکی ورغلی نه دی.))

نورښوونځي د امنيتي پوځونو له خوا کاريږي. د پسابند د ولسوالۍ په مرکز کې د نجونو يو ښوونځی د څو کلونو راهيسې تړلی او اوس ورڅخه افغان ملي اردو د خپل مرکز په توگه کار اخلي.

په لرو پرتو سيمو کې يو شمېر ادارې د طالبانو په لاس کې دي او د خپلو جنگياليو د کمپونو په توگه ورڅخه کار اخلي.

د چهارسدې د خفک د کلي اوسيدونکي، عبدالمجيد وويل، د تېرو دوو کلونو راهيسې ځايي طالبانو د هغوی په ښوونځي کې اړولي دي. هغه د نورو ځايي زده کوونکو په څېر د زده کړې پر ځای کار کوي.

ځايي چارواکي د دې خبرې پخلی کوي چې ښوونکي ښوونځيو ته له تگ پرته خپل معاشونه اخلي.

د غور ولايت د ملي امنيت رئيس، اميرجان ناصري وويل، د هغه رياست د والي دفتر ته د ١٨٢ ښوونځيو په اړه يو ليک استولی او له دغو ادارو څخه يې د څېړنو او د ښوونکو د معاشونو د بندولو غوښتنه کړې ده.

هغه وويل: «موږ به له ځايي ادارې سره د تړلوښوونځيو په پرانيستلو کې گډ کار وکړو.»

د غور ولايت د ملي امنيت مرستيال، جمعه خان همدرد زياته کړه: «يوه مياشت دمخه زه د پسابند ولسوالۍ ته تللی وم. ما ته وويل شول، چې د تېرو دوو کلونو راهيسې ٤٤ ښوونځي تړلي دي. هيڅ زده کوونکی ښوونځي ته نه ځي. د ښوونکو معاشونه اجرا کيږي، خو د غور ولايت د پوهنې د رياست د چارواکو، ښوونکو او بېلابېلو خلکو له خوا حيف او ميل کيږي.)) 

محمد صادق د غور په ښار کې اوسيږي او د چهار سدې د ولسوالۍ د بادقل په لېسه کې ښوونکی دی. هغه وويل، څو کلونه کيږي چې کار ته نه ځي، خو تر اوسه ورته معاش ورکول کيږي.

هغه وويل: «د دې ولسوالۍټول ښوونکي يو شان دي. ښوونکي دې او معاشونه اخلي، خو ښوونځيو ته نه ځي. کله چې مې وليدل ټول ښوونکي يو شان دي، ما هم د هغوی لار خپله کړه.))

يو بل ښوونکي، چې ويې غوښتل ونه نومول شي، وويل، هغه د دولتيار په لېسه کې د ښوونکي په توگه گومارل شوی، خو هيڅکله نه دی ورغلی او هره ورځ حاضر گڼل کيږي.

هغه وويل: «يو شمېرښوونکي ايران ته تللي او آن يو شمېر يې په نورو ولايتونو کې ښوونکي دي، خو له هغې سره هم په غور کې خپل معاشونه اخلي.))

آی ډبليو پي آر د ښوونکو مستند شواهد او لاسوندي لري چې په ورانو ويجاړوښوونځيو کې ښوونکي دي او خپل معاشونه اخلي.

د غور ولايت د پلټنې د رياست د ٢٠١٦ کال د جولای د مياشتې د ١٣ نېټې يو سند داسې وايي: «د ولايت د مرکزي او لرې پرتو سيمو ښوونځي، چې د طالبانو تر لاس لاندې دي، په تېر لمريز (١٣٩٤) کال کې د غور ولايت د پوهنې د رياست د نظارت څانگې له خوا نه دي کتل شوي، غير فعال دي. په دغو ښوونځيو کې ټولگي او تدريس نشته، خو ښوونکو ته يې مياشتني معاشونه ورکړل شوي دي.))

په رپوټ کې يادونه شوې: «د ښوونکو معاشونه د غور ولايت د پوهنې د رياست له خوا اختلاس شوي. همدا کار په روان لمريز ١٣٩٥ کال کې هم روان دی.))

ښوونه او روزنه شاته روانه ده

د غور د ښځو او نجونو حالت تر دې ناوړه دی.

مخالفانوڅوڅوځلې د دغه ولايت ښځينه ښوونکې تښتولې دي او هغه نجونې چې په ښوونځيو کې يې نومونه شته، رښتيا نه دي.

د غور ولايت د ښځو د چارو رئيسې، معصومې انوري وويل:«د غور ولايت اتيا سلنه ښوونځي يوه ښځينه ښوونکې نه لري، خو د پوهنې په رياست کې ثبت شوې ٤٠ سلنه زده کوونکې نجونې دي.))

د دې خبرې معنا دا ده، کله چې يوه نجلۍ لويه شوه، کورنۍ يې له دې ډاره ښوونځي ته نه پرېږدي چې نارينه ښوونکي لوست ورته ونه وايي.

هغې وويل، د غور ولايت د اوو ولسواليو يوې نجلۍ هم د پوهنتون د کانکور په ازموینه  کې گډون نه دی کړی. دا د ستونزې پراخوالی څرگندوي.

د غور ولايت د پوهنې رئيس، صبغت الله اکبري له دې سره موافق دی.

هغه زياته کړه: «د لعل او سرجنگل  ولسواليو، فيروزکوه ښار او ځينو نورو سيمو پرته د دغو دودونو له مخې له شپږم ټولگي څخه وروسته نجونې ښوونځيو ته نه لېږل کيږي. د تېرو پنځلسو کلونو د طالبانو تر رانسکورېدوراهيسې موږ يوازې توانيدلي يو، د پسابند په ټولې ولسوالۍ کې د نجونو دوه ښوونځي پرانيزو))

د غور ولايت د ولايتي شورا يوه بل غړي، عبدالحميد ناطقي وويل، خلک بايد د نجونو د زده کړې د بې پروايۍ له امله يو څه مسؤوليت پر غاړه واخلي.

هغه وويل: «ځينې خلک د دغه بدمرغه دودونو له امله خپلې لوڼې، په ځانگړي ډول له شپږم ټولگي څخه وروسته، ښوونځيو ته نه پريږدي. په پسابند، چهارسدې، دولينا، شهرک اتيا سلنه او د فيروزکوه زياتره نجونې او د تيورې او تولک د ولسواليو نيمايی نجونې ښوونځيو ته نه ځي او ښوونځي يې تړلي دي. خو معاشونه يې چارواکي، زورمندان او آن  طالبانو ته ورکول کيږي.))

د غورو د والي وياند، عپدالحی خاطبي وويل، له مرکزي سيمو څخه بهر زيات شمېر نجونې له زده کړې څخه بې برخې دي.

نوموړي زياته کړه، ٥٨ ښوونځي سږکال وتړل شول، خو د ښوونکو او مديرانو معاشونه ورکول کيږي.

هغه وويل: «د زده کړې له حق څخه د ماشومانو د بې برخيتوب لاملونه بې امنيتي، له زده کړې سره د مينې او ملاتړ نشتوالی، بېوزلي، د ښوونځيو د ودانيو او د ښوونکو او  لوست د کتابونو نشتوالی دي.))

اکبري له دې سره موافق دی چې  کمزورې امينتي وضع او همدارنگه د سرچينو لږوالی په زده کړه کې د زياترو ماشومانو مخه نيسي. هغه زياته کړه، په تېرو درېو کلونو کې لس زره تنه زده کوونکي له ښوونځيوڅخه خارج شوي دي. 

هغه وويل: «د ښوونځيو له ډلې څخه ٦٣٦ ښوونځي ودانۍ نه لري، نه خيمې لري او نه هم مناسب فرش. ١٥ ښونځي په دايمي ډول تړلي دي. له اووم ټولگي څخه تر دولسم ټولگي پورې زده کوونکي د لوست کتابونه نه لري. په ولايت کې نورو ٢٥٠٠ ښوونکو ته اړتيا شته. که سم ځای، امنيت، ښوونکي، کتابونه او آن د څښلو اوبه نه وي، نو ماشومان به له زده کړې له حق څخه بې برخې پاتې وي.))

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې د تړلوښوونځيوښوونکي نورو ادارو ته نه بدليږي، اکبري وويل، ستونزمنه ده چې د يو منظم ترانسپورت د نشتوالي له امله د يوې ولسوالۍښوونکي بلې ته ولېږو. لارې هم له خطر څخه خالي نه دي.

هغه وويل، کابل ته يې لېږلی رپوټ بې نتېجې پاتې دی.

هغه وويل: «موږ په غور کې د زده کړې د ستونزو په اړه اسناد د پوهنې وزارت ته استولي دي، خو وزارت د ستونزو د هوارۍ لپاره هيڅ کار هم نه دی کړی.))

آی ډبليو پي آر د ٢٠١٦ کال د سپتمبر د مياشتې د پنځمې نېټې يو ليک وليد چې د غور ولايت د پوهنې رياست د غور د ولايتي سيستم له ستونزو څخه يې وزارت ته خبر ورکړی و.

په کابل کې چارواکو وويل، هغوی د غور ولايت له ډاروونکي حالت څخه خبر نه دي.

د پوهنې وزارت وياند، مجيب مهرداد وويل: «دا لومړیځل دی چې اورم د غور ولايت اويا سلنه ماشومان له زده کړې څخه بې برخې دي.))

نوموړي وويل، د هغو سيمو ښوونکي، چې امينت يې سم نه وي او يا ښوونځي يې تړلي وي، کولای شي تر شپږو مياشتو پورې معاشونه واخلي. په امنو سيمو کې دا يو جرم دی چې ښوونکو ته کار ته له تگ پرته معاشونه ورکړل شي.               

مهرداد زياته کړه، وزارت به غور ته يو پلاوی ولېږي چې سرغړوونکو ته سزا ورکړي. 

Frontline Updates
Support local journalists