افغانستان: د شپې د بریدونو احتیاطي هرکلی

وروستني هوايي بریدونو ته د بریالیتوب په سترګه کتل کیږي.

افغانستان: د شپې د بریدونو احتیاطي هرکلی

وروستني هوايي بریدونو ته د بریالیتوب په سترګه کتل کیږي.

Wednesday, 28 February, 2018

په هلمند سویلي ولایت کې ځايي چارواکو او فعالانو د افغان ځانګړو سرتېرو له خوا د ترهګرو په وړاندې د شپنيو عملیاتو هرکلي کړی دی.

د شپې له خوا  یوه کلي ته د ننوتلو تاکتیک پخوا ګڼو ولسی خلکو ته د مرګ ژوبلې د رسېدو له امله تر زیات اختلاف لاندې وو او پر کورني خلوت د تجاوز په معنا ورته کتل کېدل.

(وګورئ: د شپې مهال ډاروونکي بریدونه پر افغان ښځو ناوړه اغېز کوي.»

په وروستیو میاشتو کې کوماندو د ایتلافي ځواکونو په ملاتړ د ګرشګ، موسی کلا، کجکي او نوزاد په شمول د هلمند شمالي سیمې تر بریدونو لاندې ونیولې.

د افغان اردو چارواکی وايي، دغو بریدونو د طالبانو عملیات اغېزمن کړي او د مخالفانو یو شمېر ناقانونه بندیخانې یې له منځه وړي او په پایله کې يې له دغو زندانونو څخه په سلګونه بندیان خوشې کړي.

په هلمند کې د میوند د ۲۱۵ قول اردو قوماندان، ولي محمد احمدزي وویل، د شپې بریدونه د مخالفانو د جال د له منځه وړلو او ګډوډولو یو لازمي او ضروري تکتیک دی، چې اوس د ولسي خلکو له ملاتړ څخه برخمن دی.  

هغه آی ډبلیو پي آر ته وویل: «زموږ د کومانډو بریدونه بریالي ثابت شوي او تر هغه به دوام ومومی چې دښمن له منځه  نه وي تللی. دغه ځانګړي عملیات د ولس ملاتړ لري، ځکه موږ احتیاط کوو چې ولسی خلکو ته ځاني او مالي زیانونه وانه اوړي.»

هلمند د اپینو د تولید عمده مرکز دی چې له اوږدې مودې راهیسې افغان او ایتالفي پوځونو د طالبانو د تسلیمولو لپاره پکې جګړه کړې ده. مخالفان هڅه کوي چې ځانونه ولایتي مرکز، لښکرګاه ته ورسوي. له دې امله حکومتي ځواکونو ته درانه زیانونه رسیږي. افغان قوماندانونو د متحده ایالتونو له ځواکونو  څخه غوښتنه کړې چې د هوايي ځواکونه بریدونه جاري وساتي. له دې غوښتنې څخه ولسمشر غني پراخ ملاتړ کوي.   

د هلمند د والي ویاند، عمر ځواک آی ډبلیو پي آر  ته وویل، شپني عملیات د دویم ځل لپار درې میاشتې دمخه پیل شوې.

هغه تایید کړه چې زیاتره هوايي بریدونه په شمال کې پر پرتو ولسوالیو سر ته رسیږي. هغه زیاته کړه، د نادعلي، ګرمسېر او دیشو په ګډون یو شمېر سویلی ولسوالۍ هم تر بریدونو لاندې راغلي دي. هغه وویل، د بمونو فابریکې او د طالبانو یو شمېر زندانونه هم په نښه شوي دي.

نوموړي وویل  «د دغو ځانګړو عملیاتو په پایله کې د طالبانو له زندانونو څخه څه دپاسه ۴۰۰ تنه بندیان خوشې شوی. د دغو بندیانو زیاتره شمېره يې ولسي خلک دي.»

د هلمند د پولیسو قوماندان، عبدالغفار ساپی وویل: «افغان ځانګړي پوځونه په هلمند ولایت کې خپلو بریدونو ته په دې هیله دوام ورکوي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې ترې بېرته ونیسي.»

د طالبانو ویاند په اړه له څه ویلو ډډه وکړه، خو د هلمند فعال، عبدالحق ځواکمن آی ډبليو پي آر ته وویل: «داسې ښکاري چې وروستي عملیات بریالي و او ولسي خلک په دې اړه هیڅ شکایت نه لري.»

یو شمېر ځايي اوسیدونکي وايي چې وضع مثبت خواته روانه ده.

د موسی کلا استوګن، حبیب الله وویل: «زما ملګري چې لښکرګاه ته تګ او راتګ کوي، وايي، د ځانګړو پوځونو شپنيو عملیاتو طالبانو ته سخت زیانونه رسولي دي. د پخوا برعکس هغوی اوس په یوه ځای نشي راټولیدای، ځکه ډاریږي چې تر بریدونو لاندې رانشي.»

دا څرګند کورني ملاتړ د دغه راز عملیاتو د اوږد تاریخ دوام ته په کتنې ډېر د پام وړ دی. دغه تګلاره په پرله پسې ډول پخواني ولسشمر حامد کرزی د کورنیو دحریم  تقدس  په موخه  د برید په توګه غندلی او له همدې امله په 2014  کال کې يې د دوه اړخیز امنیتی تړون (Bilateral Security Agreement (BSA)) له لاسلیک څخه غاړه وغړوله.

د هلمند د ولایتي شورا غړي، حاجی عبدالحمید اخونزاده وویل، د دغه کار ستونزمنې مخینې ته په کتلو اړینه وه چې خوښې او رضا ته ونه کتل شي.

هغه وویل: «وروستنی شپني عملیات اغېزمن دي، خو د هغه څه په پرتله، چې په تېرو کلونو کې سرته رسیدلي وو، باید محتاط واوسو.»

ځايي فعال، نظرمحمد رودي وویل، د دغه راز بریدونو ګټه دې په پوره پام وسنجول شي.

هغه وویل: «د هلمند اوسیدونکي له جنګ څخه ستړي شوي دي. که دغه عملیات د سولې او امنیت د راوستلو لامل شي، نو بیا حکومت د دغه راز بریدونو د سرته رسولو حق لري.»

«که چېرته زموږ امنیتی ځواکونه منطقه امن وساتي، چې د شپنیو بریدونو وروسته له مخالفانو څخه پاکه شوې، نو بیا ښه خبر ده.خو که چېرته مخالفان هغه ولسوالۍ بېرته ونیسي، نو لازمه ده چې د دغو بریدونو مخنیوی وکړو، ځکه خلکو او حکومت ته به ډېرې ستونزې رامخته کړي.»

د لښکرګاه اوسیدونکي، قدرت الله وویل، ځايي خلک د مخالفانو تر لاس لاندې سیمو کې ډېر سخت کړیږي، له دې امله شپنیو بریدونو ورته نوې هیله ورکړې ده.

هغه وویل: «موږ له جګړې څخه ستړي شوي یو. ژوند راته په دې وروستیو کې ډېر سخت شوی دی. خو داسې بریښي چې افغان ځواکونه اوس د پرمختګ په حال کې دي. له دې امله ډېرهیله من یو.»

«طالبانو دلته ډېر بې ګناه خلک بندیان کړي وو. زموږ د پوځونو له خوا د هغوی راخوشې کول زموږ خلکو ته یو ډېر ښه خبر و.»

Frontline Updates
Support local journalists