افغانستان: جون / جولای ۲۰۱۱

د بهرنيو ارزانه توکو د واردولو له امله د هرات د فابريکو د زيانمن کېدو او د هغې د ناوړه پايلو په اړه د آی ډبليو پي آر رپوټ د رسنيو د زيات پام وړ وګرځېډ.

افغانستان: جون / جولای ۲۰۱۱

د بهرنيو ارزانه توکو د واردولو له امله د هرات د فابريکو د زيانمن کېدو او د هغې د ناوړه پايلو په اړه د آی ډبليو پي آر رپوټ د رسنيو د زيات پام وړ وګرځېډ.

Thursday, 11 August, 2011

 

په افغاانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، شاهپور صابر ليکنه

د هرات د کار وبار په بازارونو کې له بهر څخه د راوړل شوو ارزانبيه توکو د زيانمن اغېز په اړه د آی ډبليو پي آر  د يو رپوټ پر بنسټ د ملي، نړيوالو او ځايي رسنيو رپوټونو د ځايي خلکو پام اړولی دی.

رپوټ «بهرني واردات کورنۍ صنايع ځپي»  په هرات کې د فابريکو د څښتنانو ستونزو ته پام اړولی و. نوموړو سوداګرو ويل چې د حکومت د نيمګړو پاليسيو له امله بې خړته بهرني توکي هېواد ته راوړل کيږي او دوی يې له کار وبار څخه لاس په سر کېدو ته اړ کړي دي.     

د  آی ډبليو پي آر  رپورټ ورکړی و، چې په  ۲۰۰۵ کال کې د هرات په صنعتی پارک کې  د ۳۰۰ کوچنيو تاسيس شوو فابريکو له ډلې څخه ۱۳۰ يې تړل شوي دي. پاتې نورې يې خپل پايښت ته لاس او پښې وهي. 

ځايي سوداګرو شکايت کاوه، حکومت پر کورنيو توليداتو محصول زيات کړی، په داسې حال کې چې پر بهرنيو توکو، په تېره بيا پر ايراني هغو يې، ټکس ټيټ ساتلی دی.

د هرات ولايت د صنايعو د ټولنې رئيس، حميدالله خادم وويل، ځايي، ملي او نړيوالو رسنيو  د آی ډبليو پي آر  د رپوټ له خپرېدا وروسته له موضوع سره  د مينې له امله هغې ته د خپل کار په سر کې ځای ورکړی دی. 

هغه وويل: «سره له دې چې نوموړې ستونزه له  ۲۰۰۵ کال وروسته په هرات کې د يو شمېر فابريکو په وړاندې زياته شوه، خو رسنيو ورته هومره پام نه و کړی. اوس، د صنايعو د ټولنې له دفتر سره  د  زيات شمېر رسنيو د اړيکو د نيولو له مينې څرګنديږي چې د آی ډبليو پي آر  رپوټ فوق العاده رول لوبولی دی.»      

خادم وويل، سره له دې چې تر اوسه کوم کوټلی ګام پورته شوی نه دی، خو د رسنيو د پوښښ له امله زياتو لوړ پوړ چارواکو د صنايعو له پارکونو څخه ليدنه کړې ده. نوموړي هيله څرګنده کړه چې دا [رپوټ] به ستونزو ته د حکومت جدي پام راواړوي. 

د رسنيو مسلکی کارکوونکو هم په نوموړي ولايت کې د آی ډبليو پي آر د رپوټ په اړه خبرې کړي، چې له امله يې، د الجزېرې د تلويزيوني شبکې په ګډون،  يو شمېر راديوګانو او تلويزيونونو هغه راخيستی دی. 

د فرياد د سيمه ييزې راديو چلوونکی او په لويديځ افغانستان کې د ژورنالستانو د ملاتړ د مرکز رئيس، خليل اميري  وويل، هغه د لومړي ځل لپاره د هرات د صنايعو د پارک له ستونزې څخه د آی ډبليو پي آر له رپوټ وروسته خبر شو.

هغه وويل: «رپوټ پر ټولو اړخونو بحث کړی او د  بېلابېلو سرچينو  انځورونه يې وړاندې کړي دي. د نوموړي رپوټ له لوستلو وروسته د فرياد رادېو  ۴۵- دقيقې اوږد پروګرام خپورکړ، چې په ترځ کې يې اوريدونکو د تيليفون له لارې د هرات د صنايعو د پارک د ستونزو په اړه خپل نطرونه بيان کړل.»   

اميري وويل د آی ډبليو پي آر له رپوټ وروسته د هغه رادېو، د فابريکو له خاوندانو او کارکوونکو سره د مرکو په ګډون، په پرله پسې ډول رپوټونه خپاره کړل. 

په هرات ولايت کې د فواد احمدي په نامه يو خبريال وويل، آی ډبليو پي آر يو ځل بيا وکړای شول خلک اوحکومت د خپل با مسؤوليته رپوټ له لارې له يوې اندېښمنې موضوع څخه خبرکړي. 

هغه وويل: «هغه مهال چې د هرات ولايت د صنايعو په پارک کې د ۱۳۰ فابريکو د تړلو خبر خپور شو، له موضوع سره يې د زيات شمېر رسنيو مينه راوپاروله. سيمه ييزو رسنيو د صنايعو د پارک پر ستونزو بحث او خبرې اترې وکړې. دا د آی ډبليو پي آر اغېرمنتيا څرګندوي.»  

Afghanistan
Conflict
Frontline Updates
Support local journalists