افغانستان: جون / جولای ۲۰۱۱

د کابل [د ځوانانو] په توقيف خانه کې د بنديانو حالت او څارنې ته د آی ډبليو پي آر له خوا د يو تنکي ځوان د وژنې په اړه له څېړنې وروسته پام اړول شوی دی.

افغانستان: جون / جولای ۲۰۱۱

د کابل [د ځوانانو] په توقيف خانه کې د بنديانو حالت او څارنې ته د آی ډبليو پي آر له خوا د يو تنکي ځوان د وژنې په اړه له څېړنې وروسته پام اړول شوی دی.

Monday, 1 August, 2011

 

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

د کابل د دارالتاديب په مرکز کې د يو تنکي ځوان د وژل کېدو په اړه د آی ډبليو پي آر  د يو رپوټ (د کابل د ځوانانو د روزنې په مرکز (دارالتاديب ) کې دجدي سرغړونې ادعا) خپرېدا د هغه ځای له ښه کېدو سره مرسته وکړه، چې ويل کېدل د ناسمو تګلارو او مقررو د شتون له امله ماشومان له سختو سرغړونو سره مخامخ وو.

سره له دې چې په نوموړي مرکز کې يوازې له اتلس کلنۍ څخه د ټيټ عمر کوچنيان ساتل کيږي، آی ډبليو پي آر له بېلا بېلو سرچينو څخه خبر تر لاسه کړ چې په نوموړي مرکز کې په زورواکو پورې تړلي د لوی عمر ځوانان هم راوړل کيږي، ترڅو په جېل کې د اوږدې مودې بند  له تيرولو څخه خوندي پاتې شي.  د ادعا له مخې نوموړي ځوانان تنکي ځوانان ځوروي او تيری پرې کوي.  

د آی ډبليو پي آر پلټنې د اووه لس کلن مسعود خليل  د مړينې له امله پيل شوې، چې په توقيف خانه کې د دوو ځوانانو تر بريد لاندې راغلی و.

د کابل د پوليسو د جنايي څېړنو رئيس، محمدظاهر وويل،  د آی ډبليو پي آر رپوټ چارواکي دې ته اړ ايستل  چې وضعه تر دقيقې څېړنې لاندې ونيسي او د نوموړې توقيفخانې  د چلولو لاره بدله کړي.

د محبسونو او د بنديانو د څارنې د ځايونو مسؤوليت يو کال دمخه له پوليسو څخه د عدليې وزارت ته ولېږدول شو او په دې توګه پوليسو د توقيفخانې دننه د امنيت د ساتلو د مسؤوليت دنده له لاسه ورکړه.  

هغه وويل: «د نوموړي سم او کره رپوټ له ليکلو وروسته چارواکو درک کړه، چې د بنديخانو په کنترول، په تېره بيا د کوچنيانو د ښوونې او روزنې او  اصلاح په مرکزکې، د پوليسو دندې څومره اهميت درلود.»

«وروسته وپتېل شوه چې د بنديخانو مسؤوليت به د عدليې له وزارت څخه بېرته د کورنيو چارو وزارت ته ولېږدول شي.»

د آی ډبليو پي آر په رپوت کې د ګڼې ګونې موضوع هم راپورته شوې وه. يو شمېر بنديانو ادعا کوله چې د بند د مودې له تېرولو سره سره بيا هم خوشې شوي نه دي.  

د کابل په سويلي حوزه کې د استيناف يو قاضي، جميل الرحمن کامګار وويل، د آی ډبليو پي آر د رپوټ له خپرېدا وروسته يې د خپل رياست ټولو قاضيانو ته لارښوونه وکړه ترڅو د هغوی قضيو ته په پوره پام او دقت په خپل وخت ځانونه ورسوي.  

هغه وويل: «رپوټ موږ ته ټکان راکړ او تر پخوا يې زيات خپلو مسؤوليتونو ته متوجه کړو.»  هغه زياته کړه، په راتلونکې کې به په دې اړه د خپل رياست د اجرااتو څېړنه کوي.

د آی ډبليو پي آر  د نوموړی رپوټ څېړونکې او ليکونکې، افغانې خبريالې مينا حبيب ته څرګنده شوې وه چې د بنديخانې کارکوونکي د ستونزې په اړه د څه ويلو له امله زړه نازړه وو. آن د توقيفخانې د لېدلو په اړه له پورته چارواکو څخه د اجازې له اخيستلو سره سره يې د هغه مرکز مديره د لېدو پر مهال له څنګ څخه نه لرې کېده.   

د عنايت په نامه د نوموړي مرکز يو کارکوونکي وويل، تمه يې نه درلوده داسې کوم رپوټ به د دومره لوی بدلون لامل شي.

هغه وويل، له هغې وروسته چې مينا حبيب  له بنديانو او چارواکو سره د مرکو لپاره راغله د مرکز د ښه کولو په موخه هلې ځلې پيل شوې. اوس پوه شوم چې د هغې رپوټ اغېز وکړ. پوليس هر درې ساعته وروسته [د بنديخانې] کوټو ته سر ښکاره کوي  او څارنه کوي.

سربېره پر دې هغه وويل، د بنديخانې په مشرتابه کې هم بدلون راغلی دی. «زما په اند دا هم د رپوت پايله وه.»  

د عبيدالله په نامه د يو بندي پلار، چې د بنديانو د ملاقات په وخت کې د خپل زوی ليدلو ته راغلی و، وويل، ما اورېدلي چې د  تېرې مياشتې راپه دې خوا وضعه ډېره ښه شوې ده.

نوموړي ته يې زوی ويلي وو، نه يوازې چارواکي له هغوی سره ښه چلن کوي، بلکې خواړه او جامې يې هم ښه شوي دي. پوليس د بنديانو څارنې ته ځانګړی پام اړولی او خونې يې تالاشي کوي.

هغه افغان خبريالان، چې د مينا رپوټ يې لوستلی، وايي، هغوی حيران دي چې نوموړې څنګه د کيسې د څېړلو لپاره له لارې څخه خنډونه لرې کړی دي.

د حکيم الله شهريار په نامه د آريانا د تلويزيون يو خبريال وويل: «د آی ډبليو پي آر رپوټ هراړخيز، سم او کره او جزئياتو ته  په بشپړ پام چمتو شوی دی.»  هغه وويل، هغه زياتره خپل خبري رپوټونه د همدې کيسو پر بنسټ  جوړوي.

هغه وويل: «هغه مهال چې مې د ځوانانو د توقيف په مرکز کې د ناوړه چلن په اړه کيسه سترګو ته راغله، نو په رښتيا چې خوښه مې شوه. ما د يو خبريال په توګه درک کړه چې د داسې يو رپوټ چمتو کول څومره ستونزمن کار دی. خو خبريالې (رپوټ ليکونکې)، چې يوه مېرمن ده، له ټولو ستونزو سره سره دا رپوت چمتو کړی. د هغې کار د ستاينې وړ دی.»

  د مرتضی مصطفوي په نامه د چراغ د ورځپاڼې يو کارکوونکي وويل: «د آی ډبليو پي آر رپوټونه په زړه پورې  او کره دي.»  هغه زياته کړه، د هغه ورځپاڼه تل نوموړې کيسې خپروي.

نوموړي زياته کړه، هغه په ځانګړي ډول د مينا حبيبد کار درناوی کوي، چې ويې کړای شول د ځوانانو په مرکز کې له ورپېښو ننګونو سره سره له سرغړونو څخه پرده پورته کړي.»

Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists