افغانستان: جون/ جولای ۲۰۱۱

د آی ډبليو پی آر خبريالانو د چارواکو د احتساب د ورکړې په موخه د نوي پروګرام د يوې برخې په توګه د لږو ورکړ شوو رپوټونو پر ازميښت لاس پورې کړی دی.

افغانستان: جون/ جولای ۲۰۱۱

د آی ډبليو پی آر خبريالانو د چارواکو د احتساب د ورکړې په موخه د نوي پروګرام د يوې برخې په توګه د لږو ورکړ شوو رپوټونو پر ازميښت لاس پورې کړی دی.

Wednesday, 15 June, 2011

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريالانو ليکنه

په روانې اوونۍ کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوو خبريالانو د څيړنيز ژورناليزم د يوې لړۍ لپاره د لومړنيو رپوټونو پر فايلولو پيل وکړ. دا لړۍ د هغه يٍوې کلنې پروژې برخه ده، چې د څارنيز رپوټ ورکولو مهارتونو ته وده ورکړي او افغان ژورنالستان  هڅوي، ترڅو د هغو موضوعګانو ژوره څېړنه وکړي چې لوستونکي يې اغېزمنوي.

شاوخوا شل رپوټونه به د متحده ايالتونو د پراختيايي ادارې په مرسته ددې تمويل شوې پروژې په نتيجه کې په دې موخه تر لاسه شي، ترڅو پر هغو پراخو موضوعګانو رڼا واچوي، چې په تاريخي لحاظ افغاني رسنيو نه دي څېړلي،  لکه د ښوونې او روزنې او روغتياساتنې په ډګرونو کې له نيمګړتياوو نيولي بيا د ځمکو د غصب او د چارواکو د فساد بېلا بېلو بڼوپورې رسيږي.

دا رپوټونه له ټول افغانستان څخه  ټول شوي او داسې موضوعګانې بربنډوي چې هم د کلو او بانډو او هم د ښاري سيمو  اوسيدونکو ته ارزښت لري. 

دا رپوټونه به په راتلونکو څو مياشتو کې له رادېو څخه په پښتو او دری ژبو خپاره شي، ترڅو زيات شمېر اوريدونکی يې واوري او همدارنګه به  په همهالي ډول د ليکلي متن په توګه په انګليسي ژبه خپاره شي.       

د پروژې مهمه برخه داده چې  د رادېو له لارې له اورېدونکو څخه د لاسته راغلو  نظرياتو پر بنسټ د داسې يو بحث او خبرو اترو لامل  شي چې خبريالان او په موضوع کې اړوندې مهمې څېرې پکې ګډون وکړي.

 

ددې رپوټونو ليکونکي خبريالان د هغو سلو تنو خبريالانو په ډله کې وو، چې د پروژې د يوې برخې په توګه د هلمند ناکراره ولايت په ګډون د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د څو مياشتو په اوږدو کې د څېړنيز ژورناليزم په ورکشاپونو کې روزل شوي وو. 

نوموړي خبريالان په ورکشاپ کې د هغوی د رپوټونو د پياوړتيا له مخې غوره شوي  او له نژدې څخه د آی ډبليو پي آر د ټرينر، منير مهربان او د امريکايي ژورنالست، سيت ميکسنر  تر ارزونې لاندې وو. 

مهربان  د ۲۰۰۲  کال راهيسې له انټر نيوز، پژواک خبري رسنۍ او آی ډبليو پي آر  سره  د  رسنيو د تکړه ټرينر په توګه کار کړی دی.  تر دې دمخه هغه د کابل  له دوو ورځپاڼو سره همکار و.

ميکسنر د ۱۹۹۹  کال راهيسې تازه له جګړې څخه راوتلو او پرمختيايي هېوادونو کې کار کړی. په دې وروستيو وختونو کې يې د پنوم پن پوسټ د انتقالي پړاو مشري پر غاړه درلوده، چې د کمبوديا دا زړه انګليسي ژبې خپرونه يې په جايزه اخيستونکې ورځپاڼې واړوله. نوموړي د فرانس پرس له خبري ايجنسۍ سره هم کار کړی او له تايلنډ، سريلانکا او منځني ختيځ څخه يې رپوټونه چمتو کول.    

مهربان وويل: «افغاني رسنۍ تر اوسه پورې د تازه خبرونو په چمتو کولو بوختې دي، کله ناکله په څېړنيز  ژورناليزم کې کار کوي. هغه څه چې د تازه خبرونو تر شا تيريږي، يا د کيسې شاته پراته دي، ډېر مهم او ارزښمن دي.» 

«افغانستان د موضوعګانو څېړلو ته اړتيا لري. څېړنيز رپوټ ورکول کولای شي  ولس ته  کره معلومات وړاندې کړي او د موضوع په اړه د  «څنګه» او «ولې» ځواب ورته ووايي. يوازې تازه خبرونه د افغانستان د يو بشپړ انځور تر لاسه کولو لپاره  کفايت نه کوي. 

  «له دې لارې پر هغو معلوماتو رڼا اچولای شو، چې له دې پرته به په تياره کې پاته شي.»

هغه وويل تحقيقي ژورناليزم د افغاني رسنيو ډلې ته يوه نوې موضوع ده او داسې يو چوکاټ دی چې ښايي د آی ډبليو پي آر د څېړنيزو روزونکو پروګرامونو له لارې وهڅول شي.  

هغه وويل: «موږ د افغاني ژورنالستانو وړتيا لوړوو. څېړنيز ژورناليزم دلته د رسنيو لپاره يوه نوې مضوع ده. له هغه وروسته چې دا خبريالان روزنه ترلاسه کړي، نو وبه کړای شي دا ډول ژورناليزم پخپله پر مخ يوسي.»

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists