افغانستان: اګست / سپتمبر ۲۰۱۱

د آی ډبليو پي آر رپوټ څرګنده کړه چې د هرات افسران د ناواده شوو نارينه او ښځو له حقونو څخه سرغړونه کوي.

افغانستان: اګست / سپتمبر ۲۰۱۱

د آی ډبليو پي آر رپوټ څرګنده کړه چې د هرات افسران د ناواده شوو نارينه او ښځو له حقونو څخه سرغړونه کوي.

Wednesday, 26 October, 2011

د هرات پوليس وايي، د آی ډبليو پي آر يو رپوټ، چې د جولای په تېره مياشت کې خپور شوی و، [د پوليسو] افسران يې په عام محضر کې د ناواده شوو نارينه او ښځينه  جوړو پر ځورولو تورن کړي وو. ددې ترهې او ډار اچولو له امله د خلکو زيات شکايتونه رامنځته شوي وو.

د هراتي نارينه او ښځينه جوړې له طالب ډوله ځورونو څخه شکايت کوي،تر سرليک لاندې رپوټ چې د جولایپه  ۲۹ خپور شوی و، داسې ادعاګانې غبرګې کړې وې، چې جوړه ګرځيدونکي ځوانان او پېغلې د پوليسو له خوا نيول کيږي او سزا ورکول کيږي.

اوس د هرات چارواکي او ځايي مدني سازمانونه وايي، [ددې رپوټ له خپرېدو]  ورسته يې ددې ناوړه کړنو په اړه څه نه دي اوريدلي.

د هرات ولايت د پوليسو وياند، نورخان نيکزاد وويل: «په تېرو دوو مياشتو کې د پوليسو له خوا د نوموړې ځورونې کوم عمل سرته نه دی رسيدلی.»

له هغه وروسته چې د آی ډبليو پي آر يو خبريال د نوموړي رپوټ او د هغه د خپرېدو په اړه د هرات د پوليسو له مشر، سيدآقا ثاقب سره مرکه کړې، په اساسي قانون کې د کښل شوو شخصي ازاديو په اړه د پوليسو ښوونې او روزنې ته ډېر زيات پام اوښتی دی. 

د افغانستان سترې محکمې څرګنده کړې،  په داسې حال کې چې د اسلامي قوانينو له مخې په خلوت کې، [د درېم شخص له وجود پرته]،  د نامحرم نارينه او ښځې ناسته ولاړه ګناه بلل شوې، خو په دې اړه  کوم قانوني محدوديت نشي لګول کېدای.

نيکزاد وويل،  اوس د بشري حقونو په اړه خبرتيا، انساني کرامت ته پر درناوي او د خلکو ډاډ ترلاسه کولو ته زيات پام اړول شوی دی.

هغه وويل: «له نېکه مرغه، له يوې مودې را په دې خوا مو داسې پيښې په سترګو نه دي ليدلي.»  هغه زياته کړه، يو شمېر هغو پوليسو ته سزا ورکړ شوې چې جوړه ځوانان او نجونې يې ډارولي او ترهولي دي.

د بشري حقونو په خپلواک کميسون کې د پوليسو د سرغړاوی د څارنې د څانګې مشرې، شريفې شهاب وويل، د آی ډبليو پي آر رپوټ د ستونزې په هوارۍ کې د پام وړ مرسته کړې ده.

هغې وويل: «له تېرو دوو مياشتو راهيسې موږ ته په دې اړه شکايتونه رارسيدلي نه دي. دا ددې څرګندونه کوي چې نوموړی چلن لږ شوی يا له منځه تللی دی.»

هغې زياته کړه: «د آی ډبليو پي آر د رپوټ خپراوي او د بشري حقونو خپلواک  کميسون پرله پسې څارنې مثبت اغېز کړی دی.»  

هغې وويل شخصا يې د پوليسو د مرکز په اوونيزو ادارې غونډو کې ګډون کړی، چې د پوليسو د ټولو اړوندو حوزو قوماندانو هم پکې حضور درلود.

هغې وويل: «ما د هرات د امنيې قوماندان ليدلی، چې څو، څو ځلې يې [د شخصي ازاديو] په اړه خبرې کړي دي. دا څرګندوي چې رسنيو [د پوليسو په چال چلن کې ښه والی راوستی دی.]»

په کابل کې د آبادۍ د اوونيزې مسؤول چلوونکي، خان محمد دانشجو وويل، د کورنيو چارو د وزارت وياند، محمد صديق صديقي هغه ته تليفون وکړ  او په ورځپاڼه کې يې د آی ډبليو پي آر د رپوټ د بيا خپرېدو له امله مبارکي ورکړه.

دانشجو وويل: «زه سل په سلو کې ډاډمن يم، چې په هرات ولايت کې [د شخصي ازاديو په اړه د پوليسو په چال چلن کې] د بدلون لامل د آی ډبليو پي آر د رپوټ خپرېدل دي.»

Police
Frontline Updates
Support local journalists